روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې ډېرې شوې، څنګه یې مخه ونیسو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اندرې بیرنات
- دنده, نړیواله روغتیا، بي بي سي نړیوال سروېس
د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیواېچاو' وايي، د روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال له پیله په افغانستان کې د شري ناروغۍ د مشکوکو پېښو کې ډېروالی راغلی، چې تر ټولو لوړه کچه یې د تېرې اپرېل میاشتې وروستۍ اونۍ کې وه.
دغه سازمان په یوه راپور کې وايي، د روان کال دغه کچه د تېرو درېیو کلونو پرتله له منځنۍ کچې لوړه وه او د تېرې مې میاشتې دویمه اونۍ کې افغانستان کې د شري ناروغۍ شاوخوا څلورنیم زره پېښې او د مړینې ۲۱ پېښې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، تر ټولو ډېرې ثبت شوې پېښې په سوېلي هلمند ولایت کې وې او ورپسې په نوبت نورستان، بدخشان، جوزجان او اروزګان ولایتونه دي.
د روغتیا نړیوال سازمان پر افغانانو غږ کړی چې په دې هېواد کې د شري ناروغۍ د خپرېدو لپاره لاس په کار شي او د واکسین ارزښت ته په کتلو د خلکو پوهاوی لوړ کړل شي.
په همدې تړاو د بي بي سي نړیوال سروس د عامې روغتیا څانګې خبریال اندرې بیرنات هغه رپوټ یو ځل بیا خپروو، چې له دې مخکې د تېرې اپریل میاشتې په وروستیو کې خپور شوی و.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په تېره یوه میاشت کې افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې څه باندې ۴۲ سلنه ډېرې شوې دي. دغه سازمان په یوه تازه راپور کې د دې ناروغۍ یو میاشتنی شمېر بېساری بللی او لیکلي یې دي چې "یوازې په تېره یوه میاشت کې د اخته ماشومانو شمېر له (دوولس زرو) ډېر شوی دی."
په راپور کې دا هم ویل شوي چې یوازې په مارچ میاشت کې ۸۴ تنه د شري له امله مړه شوي دي. په روان میلادي کال کې تر اوسه د دې ناروغۍ له امله د مړینې ټولیز شمېر ۱۹۳ ته رسېدلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د هوا سړېدل د شري د زیاتوالي له اصلي لاملونو بللي دي. دغه سازمان دا هم ویلي چې بیرته هېواد ته د کډوالو ستنېدو هم د شري پېښې ډېرې کړې دي.
واکسین کول د شري د خپرېدو د مخنیوي یو له مهمو لارو ګڼل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي: "عمومي واکسیناسیون او د ټولنې د پوهاوي لوړول د شري د پراخېدو مخه نیولی او د خلکو ژوند ژغورلی شي."
په دې وروستي راپور کې راغلي چې د ماشومانو د بدن ټیټ دفاعي معافیت (ایمني) هم د دې ناروغۍ په ډېرېدو کې مهم رول لري.
"په نړیواله کچه تېرو دوو میاشتو کې د شري څه باندې درې زره پیښې ثبت شوې"
د امریکا متحده ایالتونو په دوو ایالتونو کې روغتیايي چارواکي د شري 'سرخکان' خپرېدل له نژدې څاری، ځکه چې هلته د تایید شوو پیښو شمېر له ۱۳۰ ډېر شوی دی.
د یوه ناواکسین شوي ماشوم د مړینې راپور ورکړل شوی دی او د لږ تر لږه یوې بلې مړینې په اړه ناتایید شوي راپورونه شته، خو بي بي سي یې په تاییدولو ونه تاوانېده.
د ټیکساس ایالت د روغتايي خدمتونو وزارت ویلي، له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې ۱۲۴ پېښې تایید شوې دي، حال دا چې په نیو مکسیکو کې تر ۲۰ فبرورۍ پورې نهه پېښې راپور شوې دي.
په نړیواله کچه، د نړۍ د روغتیا سازمان (ډبلیواېچاو) د ۲۰۲۵ کال دوو لومړیو میاشتو کې د شري ۳,۰۹۸ پېښې ثبت کړي دي. په ۲۰۲۳ کال کې، شاوخوا ۱۰،۳ میلیونه خلک په دې ناروغۍ اخته شوي.
په ۱۹۶۳ کال له واکسین پیلېدا وړاندې هر دوه یا درې کاله د شري لویې وباګانې پېښېدې، چې هر کال یې شاوخوا ۲،۶ میلیونه کسان وژلي.
شری څه شی دی او ولې دومره ساري دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
شری یوه خورا ساري یا لېږدېدونکې وېروسي ناروغي ده چې پرې د اخته انسان د سا اخیستو، ټوخي یا پرنجي پرمهال د هوا له لارې د کوچنیو قطرو په مټ خپریږي. دا له ککړو سطحو سره د تماس له لارې هم خپرېږي.
یو مقاله چې د کاناډا په مکګېل پوهنتون کې د ساینس او ټولنې دفتر لخوا خپره شوې، وایي د شري وېروس دومره کوچنی دی چې په عادي مایکروسکوپ سره نه ښکاري.
د مکګېل پوهنتون مقاله وايي: "شری خورا لېږدېدونکی (ساري) دی. په دې ناروغۍ د اخته کېدو اندازه کوچنۍ ده؛ دا په هوا کې پاتېږي او له یو شخص نه - چې مخکې یې نښې وښودل شوې بل کس ته لېږدي؛ او دا چې دا په ډېرو هېوادونو کې له منځه تللی دی، ډاکټران ښایي دا د ممکنه تشخیص په توګه ونه ګڼي، چې له دې سره پرې اخته تن ته فرصت ورکوي چې وېروس ډېر وخت خپور کړي".
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونه (سيډيډسي) وایي، شری "د انسانانو تر ټولو ساري ناروغي ده."
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیواېچاو) اټکل کوي چې په شری یوازې یو اخته شخص شری له نهو تر لسو هغو غیر واکسین شويو نژدې کسانو ته خپرولی شي چې نژدې فزیکي تماس ورسره لري.
هغه خلک چې شری لري، د نښو له پیله لږ تر لږه څلور ورځې وروسته پورې ساري وي.
شری عموماً له اوو تر لسو ورځو پورې ختمېږي. خو دغه ناروغۍ د مننژایټس، ږغ کول او د زړه حملې لامل کېدای شي.
شری معمولا له اوو تر لسو ورځو پورې له منځه ځي. خو دا د سینه بغل، مننژیت (دمغز د پردې د پړسوب) او ړوندوالي لامل شي.
ماشومان، میندوارې ښځې او هغه کسان چې د معافیت سیستم یې کمزوری دی، په دې ناروغۍ کې له لوی خطر سره مخامخېدونکي دي.
د جان هاپکېنز پوهنتون د څېړنې له مخې، په امریکا کې، له شاوخوا پنځو ناواکسین شویو کسانو به یو د شري له امله روغتون ته ځي. په ۲۰۲۴ کال کې، دا کچه نوره هم لوړه شوې وه – په شري اخته شاوخوا ۴۰٪ کسان روغتون ته ورغلي وو.
شری مرګونې کېدلی شي، خو دا نادره ده.
ولې شری په امریکا کې بېرته راګرځېدلی؟
وروسته له هغه چې یو کال د شري د پېښې له ثبتېدو پرته تېر شو، شری په ۲۰۰۰ کال کې په امریکا کې په رسمي ډول له منځه ولاړ.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز وايي: "دا د امریکا د واکسین یو خورا اغېزناکه پروګرام دی او د امریکا په ټولو برخو کې د شري د کنټرول په مټ ممکن شو".
د واکسینولو لپاره د ډلهییز معافیت ساتلو لپاره، روغتیايي ادارې وايي د واکسیناسیون ۹۵٪ پوښښ اړین دی.
خو وروستۍ شمېرې ښيي چې امریکا په دې هدف کې وروسته پاتې شوې ده. په ۲۰۲۱ کال کې، شاوخوا ۹۰.۶٪ ماشومان چې ۲۴ میاشتې عمر یې درلود، لږ تر لږه یو ځل د MMR واکسین کړی و.
د واکسینولو دا کچه د تېرې لسیزې پرمهال نسبتاً ثابته پاتې شوې، چې په ۲۰۱۴ کال کې د ۸۹٪ ترمنځ - چې تر ټولو ټیټه کچه ده - او په ۲۰۱۸ کال کې ۹۲٪، چې تر ټولو لوړه ده، وه.
د جان هاپکېنز پوهنتون څېړنه چې د واکسین د اندازې غیر مساوي وېش ته اشاره کوي، وايي " په ځینو ټولنو کې پوښښ خورا ټیټ دی، چې دا ټولنې تر ټولو لوړ خطر کې دي".
دلته یوه مهمه مسله چې دا توپیر رامنځته کوي د واکسین کولو په اړه شک دی، چې ډېری وختونه د درملو د جانبي عوارضو په اړه د غلطو ادعاوو له امله رامنځته کېږي.
د ۲۰۲۲ کال یو راپور چې د امریکا په ایموري پوهنتون کې لیکل شوی، وايي: "د واکسین د اغېزو په اړه شک د واکسین کولو نورو خنډونو لخوا زیاتېږي، چې فقر او د روغتیايي بیمې نشتوالی هم ورسره تړاو لري".
"د واکسین کولو په اړه د ځنډ اغېزې د واکسین کولو پر وړاندې له نورو خنډونو سره ډېرې شوي دي، چې بېوزلي او د روغتیايي بیمې نشتوالی هم ورسره تړاو لري".
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز وروستي معلومات ښیي چې د شري پېښو کې د اندېښنې وړ ډېروالی راغلی: په ۲۰۲۴ کال اوج ته رسېدلی او د ۲۰۲۵ فبرورۍ کې د یوې نوې ناروغۍ د خپرېدو راپور ورکړل شوی.
په داسې حال کې چې امریکا له دې ډېرېدونکو شمېرو سره مبارزه کوي، نور هېوادونه لکه برازیل، تیمور لېسټ او شريلنکا به تازه د شري د له منځه وړلو تصدیق ترلاسه کړي.
د شري نښې څه دي؟
د برېتانیا د ملي روغتیا خدمتونو ادارې (اېناېچاېس) په وینا، د شري عامو نښو کې دا شاملې دي:
- له ۳۹ درجې لوړه تبه - کله چې ناروغ هېڅ درمل لکه پاراسیتامول یا ایبوپروفین نه وي خوړلي
- د پوزې بهېدنه یا بندېدل
- ټوخی او پرنجی کول
- سرې، دردناکې او له اوبو ډکې سترګې
- د پوستکي نونکۍ، چې معمولا خارښ نه کوي او درې یا څلور ورځې وروسته له لومړنیو نښو ښکاره کېږي. دا له سوربخنو نونکیو سره چې ځینې وختونه له پوست راپورته کېږي. خارښ معمولاً د غوږونو شاته او پر مخ پیلېږي، بیا لاسونو او بدن ته خپرېږي
- د اننګو (غومبوریو) دننه سپین سپین ټکي
- د سترګو التهاب (سوروالی یا خوږ)
جدي پېښې د دماغ التهاب - د مرکزي عصبي سیسټم التهاب لامل کېدی شي.
د اېناېچاېس په وینا، د میندوارۍ پرمهال په ناروغۍ اخته کېدل د میندوارۍ له لاسه ورکولو، د ماشوم مړینې، له وخت مخکې زېږون یا له کم وزن سره د زېږون سبب کېدی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د شري درملنه څنګه وکړو؟
د شري لپاره ځانګړې وېروس ضد یا 'انټيوېروس' درملنه نه شته.
ډاکټران عموماً د پاراسیتامول په شان درمل تجویزوي چې د تبې یا درد په څېر مهمې نښې ارامې کړي، خو د بدن معافیت سیستم خپله دنده مخته وړي او له وېروس سره جګړه کوي.
د برېتانیا د ملي روغتیا خدماتو اداره وايي "شری معمولا په شاوخوا یوه اوونۍ کې ښه کېږي."
په دې موده کې، مهمه دا ده چې ارام وکړئ او کافي مایعات وڅښئ چې د اوبو د کمي مخه ونیول شي.
په جدي حالاتو کې، ممکن روغتون کې درملنې ته اړتیا وي، چې پکې د تنفسي ملاتړ او درمل شاملېدلی شي.
کومو هېوادونو کې شری خپور شوی؟
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د امریکا سربېره، "شری لا هم عامه ناروغي ده، په ځانګړې توګه په افریقا، منځني ختیځ او اسیا کې."
وروستیو کې پاکستان، تایلېنډ، هند، یمن، اېتیوپیا، افغانستان، اندونیزیا، روسیې، قرغیزستان او ویتنام کې د شري د خپرېدو پېښې ثبت شوې دي.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په وېبپاڼه کې راغلي: "دا چې شری ډېر ساري دی، په اسانۍ له سرحدونو اوښتی شي او په هره هغه ټولنه کې د خپرېدو لامل ګرځي چېرې چې د واکسین پوښښ کچه له ۹۵ سلنې ټیټه وي".

د عکس سرچینه، Getty Images
د شري مخنیوي څنګه کېدی شي؟
ډاکټران وایي، د شري د مخنیوي لپاره ترټولو غوره لاره واکسین کول دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، هغه واکسین چې عموماً د خلکو د ساتنې لپاره کارول کېږي، د شري، مومز او روبيلا (MMR) واکسین دی او په یوه وخت د دغو درې واړو ناروغیو مخه نیسي.
د روغتیا نړیوال سازمان او نورو روغتیايي ادارو وړاندیز دی چې ماشومان باید دوه ډوزونه د MMR واکسین ترلاسه کړي چې تلپاتې معافیت یې ډاډمن شي.
لومړی ډوز عموماً د نهو او ۱۵ میاشتو ترمنځ عمر لرونکو ماشومانو ته ورکول کېږي.
د هر هېواد د روغتیا له پالیسۍ سره سم، دویم ډوز باید د ۱۵-۱۸ میاشتو شاوخوا ماشومانو ته ورکړل شي.
ځوانان او بالغ کسان هم دې ته تشویق کېږي که هغوی په کوچنيتوب کې یا د خپرېدو مخنیوي ځانګړو کمپاینونو پر مهال واکسین نه وي ترلاسه کړی، نو MMR واکسین ترلاسه کړي.
همدارنګه، هغه بالغ کسان چې د ۱۹۶۳ او ۱۹۶۸ ترمنځ د شري واکسین یې کړی، هڅول کېږي چې د خپل واکسین تاریخچه وګوري او وښيي کوم واکسین یې کړی دی.
د جان هاپکېنز پوهنتون وايي په هغه وخت کې، "د واکسین یو ډول چې د وېروس غیر فعاله بڼه یې کارولې وه، دومره اغېزناکه نه وه او په پای کې بېرته واخیستل شو".
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د شري لپاره ډلهییز معافیت هغه وخت ترلاسه کېږي چې ۹۵٪ خلک واکسین شي - په دې معنا چې پاتې ۵٪ به هم د واکسین د خپرېدو مخنیوي له امله خوندي وي.
د یادې ادارې په وینا، د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د شري واکسین د ۶۰ میلیونه مړینو مخه نیولې ده.
خو، د واکسین پر خوندیتوب او مؤثریت سربېره، په ۲۰۲۳ کال کې شري په ټوله نړۍ کې ۱۰۷,۵۰۰ کسان ووژل چې زیاتره یې له پنځه کالو ټیټعمره ماشومان وو.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، "په ۲۰۲۳ کال کې په ماشومانو کې د شري واکسین لومړی ډوز ۸۳٪ ته رسېدلی و، چې دا د ۲۰۱۹ کال له ۸۶٪ کچې ټیټه وه."