د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ځانګړي ساتونکي وايي له پامه غورځېدلي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ځانګړي ساتونکي یا (PPS) چې ګاونډیو هېوادونو ته یې پنا وړې وايي، لا هم په افغانستان کې د دوی ځینې همکاران څارل کیږي او د طالبانو د تعقیب لاندې دي. د دوی په وینا یو شمېر ملګري یې طالبانو نیولي، ربړول شوي او له ځینو نغدې پیسې اخیستل شوې دي.

دوی وايي، د ځینو نورو امنیتي ځانګړو ځواکونو په شان له بهرنیانو سره په اړیکه نه وو او له همدې کبله بهرنیو هېوادونو ته افغانانو د لېږدولو بهیرکې ورته پام نه دی شوی او اوسمهال د هېواد دننه او ګاونډیو هېوادونو کې له ګڼو ستونزو او امنیتي ګواښونو سره وخت تېروي.

د بي بي سي خبریال سید انور په ایران او پاکستان کې د پي پي ایس له مېشتو څو تنو سره خبرې کړي او دا رپوټ یې چمتو کړی. 

د افغانستان د  پخواني ولسمشر د ځانګړو ځواکونو یو افسر چې د امنیتي ګواښونو له کبله نه غواړي جزییات یې خپاره شي وايي، یو له هغو لسګونو کسانو دی چې د طالبانو په لومړیو میاشتو کې نیول شوی و او څو میاشتې د طالبانو د استخباراتو لخوا بندي و. دی ادعا کوي چې په دغه موده کې روحا او جسما ربړول شوی دی. کله چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د خپل حکومت د سقوط په ورځ له افغانستانه و وت، د ځانګړو ځواکونو ۱۵ لوړپوړي کسان ورسره ملګري وو او د دغو ځواکونو شاوخوا ۲۳۰۰ نور غړي په ولسمشرۍ ماڼۍ او خپلو کورونو کې پاتې شول.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پخواني ولسمشر ځانګړي امنیتي ساتونکي یا پي پي ایس غړي وايي، دوی د خپل کار پرمهال له بهرنیو ځواکونو یا هېوادونو سره په اړیکه نه و او له همدې امله د افغانانو د لېږد په بهیر کې شامل کړای شوي نه دي.

د دوی له ډلې ځینې یې وايي، د طالبانو له حاکمیت راهیسې د دوی ځینې افسران د طالبانو لخوا تعقیبږي او بندیانیږي. نو له همدې کبله دوی اړ شوي چې ګاونډیو هېوادونو ته پنا یوسي.

د پي پي ایس یو غړی چې په ایران کې دی وايي، هلته هم د خپل خوندیتوب په اړه ډاډه نه دی او له اقتصادي مشکلاتو سره ژوند کوي.

د جمهوریت له پرځېدو وروسته د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت یو شمیر افسران د بېلابېلو بهرنیو هېوادونو لخوا له افغانستانه وویستل شول. خو د پخواني ولسمشر ځانګړي امنیتي ساتونکي یا پي پي ایس غړي وايي، دوی د خپل کار پرمهال له بهرنیو ځواکونو یا هېوادونو سره په اړیکه نه و او له همدې امله د افغانانو د لېږد په بهیر کې شامل کړای شوي نه دي.

د PPS یو بل افسر چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي وايي چې له اوږدې مودې راهیسې په تمه دی چې کوم بهرني هېواد ته پناه یوسي، خو په وینا یې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ – UNHCR – د هغه غوښتنې ته پام نه کوي.

په پاکستان کې د مېشتو  PPS ځواکونو یو استازی وايي، په دغه هېواد کې له پنځوسو ډېر کسان له خپلو کورنیو سره ژوند کوي او ورځ تر بلې یې شمېر ډېرېږي، خو ټول بې برخلیکه دي.

دغه پخوانی افسر وايي، د دوی پخوانی مشر چې له محمد اشرف غني سره له افغانستان یوځای وتلی هم د دوی پیغامونو ته ځواب نه وايي بهرني هېوادونو هم دوی له پامه غورځولي.

ارګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کله چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د خپل حکومت د سقوط په ورځ له افغانستانه وت، د ځانګړو ځواکونو ۱۵ لوړپوړي کسان ورسره ملګري وو او د دغو ځواکونو شاوخوا ۲۳۰۰ نور غړي په ولسمشرۍ ماڼۍ او خپلو کورونو کې پاتې شول.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د دوى همکاران اوس هم محاکمه کېږي او يو شمېر يې لا هم په پټه ژوند کوي. خو د طالبانو تر ادارې لاندې د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د جمهوري ریاست د دورې ټول پوځي کارکوونکي د عمومي بښنې پر اساس معاف دي، خو که څوک د دوی په اړه شکایت وکړي، شکایت به یې وڅېړل شي.

د ولسمشرۍ ځانګړي امنیتي ځواکونه یا پي پي ایس د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ په لومړیو کلونو کې رامنځته شول او د افغان امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې له ځانګړو او ځواکمنو ځواکونو څخه ګڼل کېدل.

دا تور هم لګول کیږي چې د جمهوریت له پرځېدو د دغو ځواکونو یو شمېر غړو له ولسمشرۍ ماڼۍ  یو اندازه پيسې هم له ځانونو سره وړې دي خو د هغو افسرانو نماینده چې په پاکستان کې مېشت دي دغه تورونه ردوي او زیاتوي چې د سقوط په ورځ چې کوم ساتونکي په ارګ کې په دندو بوخت و، هېڅ نه و خبر چې څه پېښ شوي او په ډېره ستونزه له هغه ځایه وتلي وو.