په سوریه کې د نړیوالې ټولنې د اصلي لوبغاړو دریځ څه دی؟

سوریه

د عکس سرچینه، Reuters

د بشار الاسد د ځینو متحدینو په ګډون یو شمېر هغو هېوادونو چې د سوریې او د دغه هېواد په راتلونکې کې پراخې ګټې لري، له راتلونکي حکومت سره یې د رول لوبولو او اړیکو ته لېوالتیا ښوولې ده.

روسیه چې ویل کېږي بشارالاسد او د هغه کورنۍ ته یې پناه ورکړې، اعلان کړی چې په سوریه کې یې پوځي اډې "د تیارسۍ په حال کې" دي. خو په کرملېن کې یوې نا معلومې سرچینې روسي رسنیو ته ویلي، یاغیانو ته د اډو د امنیت ډاډ ورکړل شوی دی. مسکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکو پرمختګونو د بیا کتنې لپاره د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.

ایران چې د بشارالاسد د حکومت ملاتړی دی، وايي له سوریې سره د "دوستانه" اړیکو د دوام تمه لري. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، د سوریې د ټولنې د ټولو اړخونو په ګډون د پوځي شخړو د ژر تر ژره پای ته رسېدو، د ترهګرۍ کړنو د مخنیوي او د ملي خبرو اترو د پیلېدو غوښتونکی دی.

ترکيې چې د ځينو ياغي ډلو ملاتړ کوي اعلان کړی، په راتلونکو ورځو کې به په سوريه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلې هڅې "زياتې" کړي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، په دغو هڅو کې د هغو میلیونونو سوریایي کډوالو د ورستنېدو حل لارې موندل هم شامل دي، چې د کورنۍ جګړې پر مهال تښتېدلي او ډېرو یې ترکيې ته پناه وړې ده.

امریکا هم وايي، په سوریه کې وروستي پرمختګونه له نژدې څاري. ولسمشر جوبایډن ویلي، سوریه په "تاریخي شېبې" او د لېږد په حال کې ده. په دې دوره کې د واک د خلا په اړه هم اندېښنې شته. امریکا وړاندې تر دې د سوریې په ختیځ کې هغه سیمې په نښه کړې چې د سپینې ماڼۍ په وینا "داعش ترهګره ډله" هلته د بیا راپورته کېدو په حال کې ده.

چین او یو شمېر نورو هېوادونو هم اعلان کړی، په سوریه کې پرمختګونه له نژدې څاري.

عباس عراقچي: د ایران، ترکیې او روسیې ترمنځ د سوریې د سولې خبرو دوام له راتلونکو پرمختګونو سره تړلی دی

ایران پارلمان ته تللی و او په پارلمان کې له تړلې غونډې وروسته یې ویلي، "د استانې بهیر د غونډې دوام د ایران، روسیې او ترکیې په پرېکړو پورې اړه لري."

ښاغلي عراقچي همداراز د ایران، ترکیې او روسیې تر منځ په احتمالي ناستو کې د یاغیانو د حضور په اړه وویل، په اصل کې د سوریې حکومت هېڅکله د استانې بهیر په غونډه کې ګډون نه دی کړی او د استانې بهیر د ایران، ترکیې او روسیې ترمنځ و." "دا چې دا بهیر به په راتلونکې کې هم دوام وکړي کنه، دا د دریو هېوادونو په پرمختګونو او له پرېکړو سره تړلی دی. نور عربي هېوادونه هېڅکله د استانې موضوع نه وو."

په تېرو کلونو کې د سوریې د سولې خبرو د بهیر د بیا کتنې لپاره د روسیې، ترکیې او ایران د استازو په ګډون کې غونډې جوړې شوې وې. دا غونډې په عمده توګه د قزاقستان په پلازمینه استانه کې ترسره شوي او له همدې امله د استانې خبرو په نوم یادېږي.

د بشار الاسد د حکومت تر نسکورېدو وروسته دا څرګنده نه ده چې د دغو درې اړخیزو غونډو راتلونکی به څه وي. خو تر دې وړاندې ویل شوي وو چې په ځینو غونډو کې د سوریې د بېلابېلو ډلو استازو هم حضور درلود.

اسرائیل: تر سل ځله ډېر مو د ایراني ځواکونو او د سوریې د پوځ پوستې په نښه کړې دي

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، د یکشنبې له نیمې شپې د دوشنبې تر سهاره یې په سوریه کې پر پوځي مرکزونو له سلو ډېر هوايي بریدونه کړي دي.

د اسرائیلو پوځ د راډیو په وینا، د بریدونو موخه په مختلفو سیمو کې "د سوریې د پوځ پوستې" او "په ایران پورې تړلي ځواکونه" وو. په سوریه کې د لبنان د حزب الله مورچلې هم د نورو هدفونو په توګه یاد شوي دي.

د اسرائیلو پوځي راډیو ویلي، په دغو بریدونو کې یو ټنه بمونه او د استحکاماتو ضد بمونه کارول شوي دي.

اسرائیل وايي دا بریدونه په سیمه کې د "امنیتي ګواښونو" د کمولو لپاره د اسرائیلو د هڅو یوه برخه ده.