لبنان کې د مخابراتي وسایلو د چاودنو دویمه څپه؛ ۲۰ کسان وژل شوي، ۴۵۰ ټپيان دي

اسرائيل - لبنان

د عکس سرچینه، AFP

د لبنان روغتیا وزارت وایي، په دغه هېواد کې چارشنبه د واکي‌ټاکي یا مخابرو په چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ ته لوړ شوی دی.‌

دغو چاودنو لږترلږه ۴۵۰ کسان ټپي کړي هم دي.

دا دویمه پرله پسې ورځ وه چې لبنان کې تر ډېره د حزب‌الله غورځنګ د غړو په مخابراتي وسیلو کې چاودنې وشوې.‌

د سې‌شنبې ورځې چاودنې په پېجرونو کې شوې وې او د دوو ماشومانو په ګډون یې ۱۲ کسان وژلي او زرګونه نور ټپي کړي‌ وو.

په ټپیانو کې بیروت کې د ایران سفیر مجتبی اماني هم و.

تازه ایراني رسنۍ وايي، چې په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر 'امیر سعید ایرواني' د دغه سازمان سرمنشي او امنیت شورا ته په یوه لیک کې لیکلي چې هېواد یې لبنان کې پر خپل سفیر برید څېړي او دا چې "د نړیوال قانون له مخې دغه ناوړه جرم او سرغړې ته خپل د ځواب ویلو حق خوندي ګني."

هغه همدا راز یو ځل بیا ویلي، چې هېواد یې اسرائیل په دغو "ترهګریزو" بریدونو کې ګرم بولي.

ایران

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني

په دغه لیک کې راغلي "لوېدیځ هېوادونه، په ځانګړې توګه متحد ایالتونه د اسرائیل د ستراتېژیک متحد په توګه، چې له رژیم سره یې بې‌قید او شرطه په اصطلاح اوسپنیزو ملاتړ کوي"، د اسرائیل د ټولو کړنو نړیوال مسوولیت لري.

د لبنان حزب‌الله غورځنګ هم د دغو خونړیو چاودنو پړه پر اسرائیل اچولې ده.

خو پخپله اسرائیل بیا لا تر اوسه لبنان کې پر دغو چاودنو رسمآ تبصره نه ده کړې، نه یې د هغو مسوولیت منلی او نه یې هم رد کړی دی.

د اسرائیلو دفاع وزیر یواو ګالانت یوازې دومره ویلي چې هېواد یې د "جګړې نوي پړاو" ته ننوتی او په دې لړ کې یې ځواکونه او سرچینې لبنان سره د اسرائیل پر شمالي پولو متمرکز کړي‌ دي.

د ښاغلي ګالانت له څرګندونو داسې ښکاري‌ چې دغه هېواد اوس ډېر پام د لبنان د حزب‌الله د ګواښونو پر وړاندې مقابلې ته اړولی.

یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي، له غزې څخه هم د اسرائیلي ځواکونو ځینې قطعات د اسرائیل په شمال کې له لبنان سره سرحدي سیمو ته لېږدول شوي دي. دغلته ته وار له مخه شاوخوا ۶۰ زره اسرائیلي ځواکونه ځای پر ځای دي.

په امریکا کې د جو بایډن حکومت وايي، دوی نه غواړي چې منځني ختیځ کې کړکېچ ډېر شي.

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جان کربي د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان‌کربي چارشنبه د یوې خبري‌ غونډې پر مهال لبنان کې د وروستیو پېښو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، "تاسې ته دومره ویلی شم چې موږ پکې ښکېل نه یو... په هېڅ ډول."

هغه زیاته کړه، متحد ایالتونه نه غواړي چې ترینګلتیا ډېره شي او دا چې اضافي پوځي عملیات د کړکېچ د حل لار نه ده.

د لبنان حزب الله په یوې اعلامیې کې ویلي، د دې ډلې مشر حسن نصرالله به د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۱۹مه نېټه د پېجرونو د چاودنې په اړه وینا وکړي.

حزب الله په دې اعلامیه کې دا ژمنه هم کړې چې "د اسرائیلو پر ضد به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي او د غزې ملاتړ به کوي."

نړیوال غبرګونونه

لبنان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پېجرونو د چاودنې په تړاو د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ، لبنان یو "سوله غوښتونکی" هېواد بللی او وايي، د سه شنبې ورځې چاودنې"د نړیوالو قوانینو پر وړاندې یوه جدي ننګونه وه."

ماریا زاخارووا وویل: "د دې برید تنظیمونکو چې پرمختللې ټیکنالوژي یې کارولې، په قصدي ډول هڅه کړې چې په منځني ختیځ کې د یوې لویې جګړې رامنځته کولو لپاره د لویې کچې وسله والې نښتې رامنځته کړي."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان د لومړي وزیر له مرستیال نجیب میقاتي سره په ټیلیفوني خبرو کې د دغو چاودنو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې ده. د ایرلینډ د لومړي وزیر مرستیال هم ویلي، د هغه په نظر، دا د جینېوا له کنوانسیون څخه سرغړونه ده.

د مایکل مارټین په وینا، "دا یو نوی ډول جنګ دی، زه فکر کوم چې موږ باید په دې اړه ډېر اندیښمن اوسو او اړینه ده د دې لپاره چې نړیواله ټولنه د دې برید د بڼې په اړه فکر وکړي."

اسرائيلو تر دې مهاله په دې پېښه کې د لاس لرلو په اړه څه نه دي ويلي.