نتنیاهو: اټومي وسلو ته د ایران لاسرسی اسرائیل او ټول بشریت ته ګواښ دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ایران د خپل هېواد موجودیت لپاره ګواښ بللی او خبرداری یې ورکړی چې که تهران اټومي وسلې ترلاسه کړي، "د ټول بشریت برخلیک" به له خطر سره مخامخ شي.
هغه چارشنبه بیتالمقدس کې د هولوکاسټ د قربانیانو یادڅلي کې د خبرو پر مهال وویل: "د ایران رژيم زموږ برخلیک، زموږ موجودیت او د ټول بشریت سرنوشت ته ګواښ دی."
نوموړي زیاته کړه "که دا جګړه وبایلو، په زموږ پسې به د لوېدیزو هېوادونو وار وي."
د اسرائیل لومړی وزیر دا څرګندونې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر د درېیم پړاو مذاکراتو په درشل کې کوي.
بنیامین نتنیاهو په وار وار ویلي چې ایران به د اټومي وسلو جوړولو ته پرې نږدي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې تېره اوونۍ په یوه رپوټ کې وویل، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ اسرائیل د ایران پر اټومي تاسیساتو له بریده راګرځولي دي.
پخپله ولسمشر ټرمپ هم وايي، چې خبرو اترو ته لومړیتوب ورکوي خو که خبرې ناکامه شي، نو د پوځي ګام په ګډون ټول غوراوي پام کې نیول کېدای شي.
روبیو: ایران غیر نظامي اټومي پروګرام درلودای شي
د اسرائيل د لومړي وزیر تر دغو څرګندونو ورمخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي وو که ایران د یورانیمو له بډاینې لاس واخلي، غیر نظامي اټومي پروګرام درلودای شي.
مارکو روبیو د هانېسټلي په نوم د یوه ډېر اورېدل کېدونکي پاډاکسټ له مجري 'باري وایس' سره مرکه کې ویلي، ډونلډ ټرمپ غواړي ایران اټومي وسلو ته لاسرسۍ ونه مومي، خو له دغه هېواد سره د اټومي لانجې پای ته رسولو لپاره دیپلوماتیکه لاره غوره ګڼي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل: "موږ جګړه نه غواړو."
هغه د ایران اټومي پروګرام په تړاو د ولسمشر ټرمپ د درېځ په تړاو وویل: "هغه غوره ګڼي چې د پوځي ځواک د کارولو اړتیا پېښه نه شي، څه زموږ لخوا یا د نورو لخوا."

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ بیا بیا ویلي چې له ایران سره د دغه هېواد د اټومي پروګرام پر سر د روانې لانجې حل لپاره خبرو اترو ته ترجیح ورکوي، خو زیاته کړې یې ده چې اټومي وسلو ته د تهران د لاسرسي مخنیوي لپاره د پوځي ګام په ګډون ټول غوراوي پام کې نیول کېدای شي.
ښاغلي روبیو خبرو اترو ته د ایران د حکومت د لېوالتیا هرکلی کړی.
هغه ویلي "ایرانیانو مذاکراتو ته هوډ څرګند کړی. خبرې به ورسره وکړو."
نوموړی زیاته کړې "که ایران غیر نظامي هستهيي پروګرام غواړي، کولی شي د نړۍ د ډېرو نورو هېوادونو په څېر ترې برخمن شي. دغه هېوادونه بډای شوي توکي واردوي."
تر دې مخکې منځنيختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویټکاف هم په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي وو چې ایران کولای شي تر ۳ اعشاریه ۶۷ سلنې کچې پورې یورانیم بډای کړي.
تهران ته د یورانیمو بډاینې لپاره دا حد د ۲۰۱۵ کال په اټومي هوکړه کې ټاکل شوی و.
ویټکاف له ایران سره روانو خبرو کې د امریکا مشر مرکچي دی. هغه او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروسته وویل چې د ایران لخوا د یورانیمو د بډاینې پروګرام لمن باید ټوله شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا بهرنیو چارو وزیر له ایران سره د دغه هېواد د اټومي پروګرام د مقابلې پر سر احتمالي جګړه "پېچلې" بللې ده.
هغه ویلي "په اوسنیو شرایطو کې به منځني ختیځ کې د ایران پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام، که هغه زموږ لخوا وي یا د نورو لخوا، د یوې پراخې جګړې لامل شي."
ښاغلی روبیو دا څرګندونې د ایران او امریکا د استازو ترمنځ د درېیم پړاو مذاکراتو په درشل کې کړې.
دا خبرې اترې راتلونکې شنبه د عمان پلازمېنه مسقط کې کېږي.
په دغو خبرو اترو کې د ایراني پلاوي مشري د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا له اړخه د ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویټکاف کوي.
مخکې که څه هم ځینو امریکايي رسنیو د ویټکاف او روبیو ترمنځ کړنلاره کې د اختلاف راپور ورکړی و، خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر اوس په دغه پاډکاسټ کې د امریکايي استازو په ملاتړ ویلي "موږ ښه مرکچیان لرو."