سوریه کې پر یوه بازار د روسیې بمبارۍ ۱۱ تنه وژلي

روسي الوتکو د سوریې شمال لوېدیځ ادلب ولایت پر ځینو ښارونو او کلیو د یکشنبې په ورځ بمبارۍ کړې دي. دا ولایت په هېواد کې د وسله والې ټلوالې وروستی مورچل ګڼل کېږي. په تازه بریدونو کې د ټلوالې جنګیالیو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سوریې د بشر حقونو د څار ډلې چې بریتانیا کې یې دفتر دی، ویلي په تازه بریدونو کې تر اوسه د ۱۱ تنو د وژل کېدو او نژدې ۳۰ نورو ټپیانېدو خبرونه تایید شوي دي.

دغې ډلې ویلي د ټلوالې تر واک لاندې په جسر الشغور ښار کې پر یوه بازار برید شوی چې د درو حکومت ضد مخالفو وسله والو په ګډون نهه تنه پکې وژل شوي.

ښکاري چې دا بریدونه د بې پیلوټه الوتکو په مټ شوي دي.

جنګي الوتکو چې ډېر ګومان کېږي روس جوړې سوخوی ډوله الوتکې دي، په جسر الشغور کې د سبزیو پر مارکېټ چې د اختر لپاره د پېر و پلور د ګڼې ګوڼې ډک ځای و، بمبار کړی دی.

عیني شاهدانو او ژغورندویانو ویلي، جنګي الوتکو د ادلب ښار لوېدیځ او څنډه جبل الزاویه سیمه کې پر ځینو کلیو بمباري کړې ده. دا هغه ګوښې سیمه ده چې د رویټرز خبري اژانس په وینا په تېرو پنځو کلونو کې روسانو او ترکانو هم پکې خونړۍ جګړې کړې دي.

تر اوسه روسیې او د سوریې پوځ کې ملګرو یې ددغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

وړاندې مسکو او دمشق ویلي وو چې د دوی د بریدونو هدف وسله والې ډلې دي او پر ولسي وګړو یې بریدونه رد کړي وو.

د سوریې شمال دې ښکار کې چې له ترکیې سره ګډه پوله لري او حکومت مخالفان پرې واکمن دي او ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي، تر څلور میلیون ډېر وګړي اوسېږي.