لېرې شوې لیکنه: 'موږ په غزه کې له جګړې د ژوندي پاتې شویو دریو ماشومانو ژوند تعقیب کړ. داسې څه مو وموندل'

د فبرورۍ پر ۲۱مه تازه شوی: د دې مستند فلم له خپرېدو وروسته، بي بي سي پوه شوه چې د فلم کیسه کوونکي پلار، چې عبدالله نومېږي، په غزه کې د حماس حکومت کې د کرنې مرستیال وزیر په توګه کار کړی دی.

فلم کې د غزې د ماشومانو تجربې بیان شوي. هغه مهمې کیسې چې موږ فکر کوو باید وویل شي.

د پروګرام په اړه د یو لړ پوښتنو په رڼا کې، بي بي سي د خپلو اصلاحاتو او وضاحتونو پاڼې کې یوه تازه برخه خپره کړې. په دې کې راغلي چې دغه فلم به له آی‌پلېیر لېرې شي. موږ د فلم له تولیدونکي شرکت سره په تماس کې یو او له همدې امله دا لیکنه هم لېرې شوې ده.