ایا مصنوعي ځيرکتیا د نظر کمزورۍ درملنه کې مرسته کولای شي؟

ټیري کوین د دا ذیابیتیک ریتینوپاتې له کبله د سترګو نظر بایلود.

د عکس سرچینه، Dean Raper

  • Author, کرستین رو
  • دنده, د روغتیا برخه کې د بي بي سي خبریال

ټیري کوین لا شل کلنۍ ته نه و رسېدلی، چې د شکرې ناروغي یې تشخیص شوه. ده، څو پرلپسې معاینات د دې لپاره وکړل، چې ګوندې پر دې ناروغۍ د اخته کېدو خبره یې ناسمه ثابته شي او پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له احساسه ځان وژغوري.

تر ټولو لویه وېره یې دا وه، چې هسې نه یوه ورځ یې پښه ترې غوڅه شي، د سترګو نظر یې کمزوری شي، خو د شکرې ناروغۍ له کبله رامنځته کېدونکو نورو ستونزو او پېچلتیاوو ته یې لا پام نه و.

د بریتانیا لوېدیځ یورکشائر اوسېدونکی کوین وايي، ''داسې فکر مې نه کاوه، چې د سترګو نظر به مې ختم شي''. خو یوه ورځ یې په خپلو سترګو کې وینه ولیده. ډاکترانو ورته وویل، چې دا ډیابیتیک ریتینوپاتې ده. دا ستونزه د سترګو په رګونو کې وینې رسونکو رګونو ته د شکرې له کبله اوښتي زیان ته ویل کېږي، چې د لېزر او پیچکاریو له لارې یې درملنه کېږي.

خو بالاخره دا درملنه هم کافي نه وه، چې د کوین نظر ته اوښتی زیان جبران کړي. د سړکونو غاړو ته د ولاړو څراغونو له ستنو سره به ټکر کېده، د زوی مخ یې ښه نه شو لیدلای او بالاخره یې د موټر چلولو لایسنس هم له لاسه ورکړ.

دی وايي، ''پر ځان به مې زړه وسوځېد. ځان به راته یو داسې سیوري ته ورته ښکارېد، چې هېڅ یې له لاسه نه کېده''.

د نابیناوو ټولنې یو لارښود سپی بیا د کوین په ژوند کې د هیلې یوازینی څرک و، چې سپینسر نومېد. دی وايي، ''ده مې ژوند وژغوره''. نوموړی اوس د دې ډول سپیو لپاره بسپنه ټولوي.

د بریتانیا عامې روغتیا ملي اداره (این اېچ اېس) د شکرې پر ناروغۍ اخته کسانو ته لارښوونه کوي، چې له هر یوه یا دوو کلونو وروسته د سترګو نظر معاینات وکړي.

د امریکا متحدو ایالتونو کې بیا لارښوونه داسې ده، چې پرشکر يا ډايبېټيس -۲ ډوله اخته کسان باید هر یو کال وروسته معاینات وکړي. د امریکا ویسکانسین-ماډیسون پوهنتون کې د سترګو کسیو متخصصه روماسا چنا وايي، ''داسې ډېر څرګند شواهد شته، چې معاینات د سترګو نظر ختمېدو مخنیوی کولای شي''.

په امریکا کې د دې ډول معایناتو پر وړاندې د لګښت، اړیکو او عامه پوهاوي نشتوالی د خنډونو په ډول بلل کېږي. ډاکتره چنا په دې باور ده، چې د دې معایناتو اسانه کول او لاسرسی به له ناروغانو سره مرسته وکړي.

د شکرې له ناروغۍ سره تړلی ریتینوپاتي معاینات له مسلکي روغتیا پالانو سره مرسته کوي، چې د سترګو د کسیو دننه شاتنۍ برخې تصویر ترلاسه کړي، چې فنډوس یې بولي. ډاکتره چنا وايي، ''اوسمهال د فنډوس تصویرونو تشریح کول یو ډول تکراري او ستومانه کوونکې چاره ده.''

ځینې بیا په دې باور دي، چې د مصنوعي ځیرکتیا یا (اې ای) له لارې به دا چاره نه یوازې چټکه شي، بلکې لګښت به یې هم کم شي. ډايبېټېک ریتینوپاتي په خورا څرګند پړاو کې لیدل کېدای شي، نو مانا یې دا ده، چې اې ای داسې عیار کېدای شي، چې ژر یې ووپېژني. په ځینو مواردو کې اې ای پرېکړه کولای شي، چې ناروغ د سترګو یوه ماهر ته واستول شي.

د شکرې ناروغانو ته سپارښتنه کېږي، چې له هر یوه یا دوو کلونو وروسته د سترګو معاینات وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شکرې ناروغانو ته سپارښتنه کېږي، چې له هر یوه یا دوو کلونو وروسته د سترګو معاینات وکړي.

په پورتګال کې د روغتیايي ټېکنالوژۍ یوې کمپنۍ چې ریتمارکر نومېږي، دغسې یو نظام چمتو کړی. دا سیسټم د فنډوس اخیستل شوي تصویرونه ارزوي او که سنونزه پکې وموندل شي، ناروغ کس د لا نورو معایناتو لپاره ماهرینو ته استول کېږي.

د ریټمارکر شرکت اجرايي مدیر جواو دیوګو راموس په دې هکله وايي، ''موږ دا الات له انسانانو سره په پرېکړه کولو کې د اسانۍ رامنځته کولو لړ کې د مرستې لپاره کاروو.''

دی په دې باور دی، چې د بدلون ډار د دې لامل شوی، چې د اې ای تکنالوژۍ پر بنسټ کار کوونکي الاتو دود کېدو پر وړاندې خنډونه رامنځته شي.

خپلواکې څېړنې ښيي، چې د ریتمارک سکریننګ او د اینوک ای ارټ په څېر الات د منلو وړ کچه حساس او ځانګړي دي. حساس په دې مانا چې یوه معاینه د ناروغۍ په تشخیص کې څومره ښه ده او ځانګړتیا بیا په دې مانا چې دا اله د ناروغۍ نشتوالي په معلومولو کې څومره ښه ده.

په عامه توګه خورا زیات حساسیت د جعلي مثبتو پېښو له ډېروالي سره غوټه کېدای شي او جعلي مثبتې پېښې بیا د لا زیات اضطراب او ډېر لګښت لامل کېږي، ځکه له دې سره معمولاً د ماهرینو کلینکونو ته تګ راتګ زیاتېږي.

په عمومي توګه په اې ای نظام کې د غیر معیاري تصویرونو شتون د جعلي مثبتو پېښو د ډېروالي لامل کېږي.

اې ای داسې عیار کېدای شي، چې د سترګې تر شا د فنډوس تصویر واخلي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اې ای داسې عیار کېدای شي، چې د سترګې تر شا د فنډوس تصویر واخلي.

د ګوګل روغتیايي څېړونکي په هغه اې ای سیسټم کې د شته کمزوریو ارزونه کوي، چې دوی د شکرې اړوند ریتینوپاتي معلومولو لپاره چمتو کړی دی. دې سیسټم د مصنوعي سیناریو پرتله په تایلنډ کې خورا مختلف فعالیت کاوه.

یوه ستونزه دا وه، چې الګوریتم د اصلي حالت پرتله بل ډول فنډوس تصویرونه غوښتل. دا ځکه له واقعیته لېرې څه دي، چې کله نا کله لېنسونه وچ وي، رڼا د وړاندوینې برعکس وي او د کمرې کارونکو روزنې کچه توپیر سره لري.

ګوګل بیا پر خپل ماډل باوري دی او په تېر اکتوبر کې یې وویل، چې په هند او تایلنډ کې خپلو شریکانو ته د دغه نظام د کارولو جواز ورکوي. ګوګل دا هم وايي، چې دوی د تایلنډ له عامې روغتیا وزارت سره په شریکه کار کوي، چې د دې الاتو لګښت کې کموالي راشي. د نوې تکنالوژۍ کارولو برخه کې لګښت خورا مهم عنصر دی.

د ریتمارکر ښاغلی راموس وايي، د دوی خدماتو لګښت به د یوې معاینې لپاره ځای ځایګي او شمېر تغیر او تبدیل ته په کتو سره تر پنځو یورو پورې رسېږي.

په سنګاپور کې دانیل اېس ډبلیو ټینګ او همکارانو یې د ډايبېټېګ ریتینوپاتي دریو ماډلونو بیې پرتله کړې دي. تر ټولو ګران بیه هغه بشري ارزونه وه. بشپړ اتومات بیا ځکه ارزان بیه نه و، چې جعلي مثبت پېښې یې ډېرې تکرارولې. یو هایبرډ ماډل بیا تر ټولو ارزان بیه ثابت شو، په دې کې د انسانانو له لوري له فعالیت سمبالولو مخکې د لومړنیو پایلو فلټرونه اې ای تکنالوژۍ سمبالول.

دغه ماډل اوس د سنګاپور عامې روغتیا له معلوماتي تکنالوژۍ برخې سره ثبت شوی دی او په ۲۰۲۵ کال کې به فعال شي.

دې سره هم پرولفیسر ټینګ په دې باور دی، چې سنګاپور کولای شي، د لګښت برخه کې سپما وکړي، ځکه د ده په خبره دا هېواد د ډايبېټېک ریټینوپاتي لپاره لازمې اډانې ته پراختیا ورکړې ده.

د سترګو درملنې ماهر بلال متین وايي، طبي مصنوعي ځېړکتیا باید یوازې د شتمنو پر ځای د هر چا لپاره د لاسرسي وړ وي.

د عکس سرچینه، Bilal Mateen

د عکس تشریح، د سترګو درملنې ماهر بلال متین وايي، طبي مصنوعي ځېړکتیا باید یوازې د شتمنو پر ځای د هر چا لپاره د لاسرسي وړ وي.

د روغتیا یوې خیریه ټولنې پات د اې ای برخې مشر بلال متین وايي، د سترګو نظر ژغورنې برخه کې د اې ای الاتو په تړاو د بریتانیا په څېر شتمنو او چین په څېر متوسط عائد لرونکو هېوادونو لپاره یوه موضوع ده، خو په نوره نړۍ کې دا موضوع ورته بڼه نه لري.

ډاکتره چنا بیا فکر کوي، چې په امریکا کې دننه هم روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې شته توپیر له منځه لاړ شي. دا وايي، ''اړتیا دا ده، چې دا هغو سیمو ته هم ورسېږي، چې د سترګو نظر درملنې ته پکې لاسرسی کم دی.''

ډاکتره چنا وايي، د لوی عمر کسان او هغه خلک چې د نظر په برخه کې ستونځې لري باید د سترګو درملنې ډاکترانو سره وویني او له شکرې سره د تړلیو داسې ناروغیو پر معلومېدو بسنه ونه کړي، چې اې ای یې څرګندوي او د سترګو له نورو ناروغیو یې پام واوړي.

ډاکتره چنا له دې خبرداري سره سره باوري ده، چې تکنالوژي ډېره خوشحالونکې ده.

''زه به ډېره خوشحاله شم، چې زموږ ټول ناروغان د شکرې اړوند ناروغیو معاینات وکړي او زه فکر کوم دا یوه د شکرې له ستونزې سره یو ښه حل دی''.