د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون ۱۴ هېوادونو سره د بشري ‌مرستو بندېدو پرېکړه کړې

Men walk next to World Food Programme (WFP) trucks with aid after an earthquake in Gayan district, Paktika province, on June 24, 2022. - Many survivors of Afghanistan's deadliest earthquake in more than two decades were on June 24 without food, shelter and water as they waited in devastated villages for relief workers to reach them, with rain compounding their misery. (Photo by Ahmad SAHEL ARMAN / AFP) (Photo by AHMAD SAHEL ARMAN/AFP via Getty Images)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ډبلیو‌اېف‌پي مشرې یوه پیغام کې لیکلي چې بشري مرستو لپاره د بودیجې پای ته رسول به "لوږه پراخه، بې‌ثباتي زیاته او نړۍ لا ډېره ناخوندي کړي."

رویټرز خبري اژانس وايي، د ډونلډ ټرمپ اداره د افغانستان په کډون د نړۍ له شاوخوا ۱۴ هېوادونو سره د امریکا لخوا د بشري مرستو پاتې برخه هم 'تر ډېره' پای ته رسوي.

د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې، یواېس ایډ، (USAID) د بشري چارو ادارې پخوانۍ مشرې سارا چارلز او نهو نورو سرچینو چې رویټرز وايي شپږ پکې د امریکا د بشري مرستو برخې اوسني چارواکي دي، د دې موضوع پخلی کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام، ډبیلو‌اېف‌پي، (WFP) پر دې ژوره خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې د امریکا لخوا د بشري مرستو بندېدل د میلیونونو کسانو لپاره چې پر دغو مرستو پايي، پر مرګ د محکومېدو مانا لري.

'د سټنډ اپ فور اېډ' په نوم ملاتړې ډلې، د امریکا لخوا د بندېدونکو مرستو اندازه څه باندې یو اعشاریه ۳ میلیارد ډالر ښودلې ده. له دې شمېر ۵۶۲ میلیونه ډالر افغانستان، ۱۰۷ میلیونه ډالر یمن، ۱۷۰ میلیونه ډالر سومالیا، ۲۳۷ میلیونه ډالر سوریې، او ۱۲ میلیونه ډالر غزې ته ځي.

د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي پیغام کې خبرداری ورکړی، چې د امریکا لخوا د بېړنیو خوراکي مرستو لپاره د بودیجې لغوه کېدل میلیونونو خلکو لپاره "چې له سختې لوږې سره مخامخ دي، د مرګ سزا ګڼل کېدای شي.

دغه سازمان زیاته کړې چې د ټرمپ له ادارې سره په تماس کې دي چې په دې تړاو نور مالومات ترلاسه کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د ډبلیو‌اېف‌پي مشرې سینډي مککېن هم پر خپله اېکس پاڼه یوه پیغام کې لیکلي چې بشري مرستو لپاره د بودیجې پای ته رسول به "لوږه پراخه، بې‌ثباتي زیاته او نړۍ لا ډېره ناخوندي کړي."

رویټریز وايي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو د دوی پوښتنې سپینې ماڼۍ ته راجع کړي او سپنې ماڼۍ لا ځواب نه دی ورکړی.

له دې سره د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک ویلي، دا سازمان هڅه کوي چې د لغوه شویو قراردادونو جزییات ترلاسه کړي.

د یادودنې ده چې د ټرمپ ادارې لا د مخه د دغه هېواد د نړیوالې پراختیايي ادارې چارې ځنډولې دي. دې ادارې د نړۍ په ګڼو برخو کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې کولې.

پر افغانستان به څه اغېزه وکړي؟

KABUL, AFGHANISTAN -- JANUARY 13: Lentils are weighed out as Afghans collect a monthly ration of staple food - flour, lentils, oil and salt - to stave off impending famine from a UN World Food Program distribution point in the Jaie Rais district of western Kabul, on January 13, 2022 in Afghanistan. The WFP warns that 98% of Afghans are not getting enough to eat, due to a severe drought, the onset of winter, and the collapse of the economy and and freezing of Afghan and donor funds after the Taliban takeover of the country in August, 2021. The UN has made an emergency appeal for $5.5 billion to feed the hungry and forestall further economic collapse. (Photo by Scott Peterson/Getty Images)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا لخوا د بشري مرستو بندېدل په افغانستان کې اقتصادي بې‌ثباتې پراخولی شي.

امریکا د ۲۰۲۱ کال اګست کې له افغانستان د خپلو ټولو ځواکونو له ایستلو او واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته هم د دغه هېواد تر ټولو لوی مرستندوی پاتې شوی.

یوې سرچینې اوس ویلي چې "افغانستان لپاره د 'یو‌اېس‌ایډ' ټولې پاتې مرستې پای ته رسېدلې."

چارواکي وايي په دوی کې د ملګرو ملتونو د ښځو او نجونو ادارې (UNIFEM)، د خوړو نړویوال پروګرام (WFP) او لږترلږه شپږ نادولتي سازمانونو بودیجې شاملې دي.

پنځو نورو سرچینو بیا ویلي چې له افغانستان سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وګړو، پناه غوښتونکو او کډوالو ادارې مرستې هم پای ته رسېدلې دي.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې سږ کال ۲۳ میلیونه کسان چې تر نیمايي ډېر یې ښځې او ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري. ډبلیو‌اېف‌پي ویلي تېر کال یې نږدې له ۱۲ میلیونه افغانانو سره د خوړو او نغدو پیسو مرسته کړې، او لومړیتوب یې هغو ښځو او نجونو ته ورکړی چې له سختې لوږې سره مخ وې.

ملګري ملتونه وايي، امریکا روان کال کې تر دې دمه له افغانستان سره مرستو لپاره ۲۰۶ میلیون ډالر ورکړي دي.

دغه هېواد تېر کال له افغانستان سره ۷۳۶ میلیون ډالره مرسته کړې وه.

سارا چارلز، چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې یې له یواېس‌ایډ سره کار پرېښی، وايي "له افغانستان سره مرستې په ډېر غور په ژوند ژغورونکو فعالیتونو متمرکزې شوې وې. دا به افغانستان کې تر ټولو زیانګالو خلکو لپاره چې ... د طالبانو تر لاندې دي، ویجاړونکې وي."

د امریکا لخوا د بشري مرستو بندېدل په افغانستان کې اقتصادي بې‌ثباتې پراخولی شي ځکه ملګرو‌ ملتونو به د خپلو مرستندویه فعالیتونو پر مخ وړلو لپاره ډالر کابل کې په یوه خصوصي بانک کې پر افغانیو تبادله کول چې په دې توګه د افغانیو ثبات هم ورسره تر یوه ځایه خوندي و.

یو شمېر امریکايي چارواکو اندېښنه ښودلې چې د بشري مرستو له بندېدو سره د وضعیت خرابېدل ښايي ځینې کسان د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په ګډون توندلارو ډلو سره یو ځای کېدو ته وهڅوي.

بېلابېلو سرچینو او متخصصانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا لخوا د بشري مرستو پای ته رسېدل به نړۍ کې بشري کړکېچ لا پسې خراب او میلیونونه اړمن کسان د لوږې له خطر سره مخامخ کړي.

دوی زیاته کړې چې له دې سره ښايي د ناقانونه کډوالۍ نوې څپې هم پیل شي.

د امریکا د مشرانو جرګې (سنا) د بهرنیو اړیکو کمېټې مخکښې دېموکراتې غړې جین شاهین ویلي: "د ټرمپ ادارې لخوا د بهرنیو مرستو د 'ارزونې' پر مهال د ژوند ژغورونکو پروګرامونو د خودیتابه له دوامداره ډاډ سره سره، د حکومتولۍ د موثریت ادارې (DOGE) دا اوونۍ پای د هغو مرستو په لغوه کولو تېر کړ چې د [ټرمپ] ادارې یې مخکې کانګرس ته د ساتلو ویلي وو."

هغې زیاته کړې چې د خوړو مرستو پای ته رسېدل به "ویجاړوونکې پایلې" ولري. نوموړې غواړي د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو په دې اړه څه واوري.