نړۍ کې د سینه بغل پېښې په ډېرېدا دي؛ په اړه یې پنځه شیان وپېژنئ

د نړۍ ډېری سیمې په دې وروستیو کې د سینه بغل یا د سږو التهاب په ګډون د تنفسي ناروغیو د غیر معمولي زیاتوالي شاهدانې دي.

د ۲۰۲۳ په نومبر کې، د چین ملي روغتیا کمیسیون د انفلونزا، کورونا وېروس، او مایکوپلاسما نیومونیا په شمول له څو ناروغیو سره د انتاناتو زیاتوالی ثبت کړ؛ دا یو باکتریایي التهاب دی چې ماشومان پرې اخته کېږي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې روغتیايي چارواکو په چین کې د ماشومانو د سینه بغل د ډله ییزې ناروغۍ لاملونه تر خطرناک حده نه دي موندلي.

دا په چین کې له بندون وروسته لومړی ژمی دی چې د وبا محدودیتونو د خلکو ډله يیز معافیت پکې کمزوری کړی.

د روغتیا نړیوال سازمان په ډاګه کوي چې د سینه بغل د پېښو د زیاتوالي لامل په قرنطین کې د ماشومانو د معافیت کمښت دی، چې له امله یې د ناروغیو د خپرېدو د پام وړ بیا را ژوندي کېدل دي.

نورو هېوادونو، لکه بریتانیا، فرانسه، ډنمارک او متحده ایالات هم د وبا د محدودیتونو له لرې کولو وروسته د انفلونزا په څېر ناروغیو کې ورته زیاتوالی لیدلی.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، سینه بغل په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې یوازېنی لوی لامل دی.

په ۲۰۱۹ کال کې ۷۴۰۱۸۰ ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وو، مړه شوي چې د دې عمر ګروپ د ماشومانو په منځ کې د ټولو مړینو ۱۴ سلنې سره برابر دي.

د مړینې تر ټولو لوړه کچه په سوېلي آسیا او د افریقا سوېلي صحرا کې متمرکزه ده.

پنځه شیان دي چې موږ باید د سینه بغل په اړه پرې پوه شو.

سینه بغل څه شی دی؟

د ساري ناروغیو لپاره د ملي بنسټ په وینا، سینه بغل یا د سږو التهاب یو داسې التهاب دی چې د سرایت له کبله سږي زیانمنوي.

هر څوک سینه بغل کېدلی شي، خو ځینې یې د نورو پرتله د دې ناروغۍ پر وړاندې ډېر حساس دي.

تنکي ماشومان، لویان او هغه خلک چې اوږدمهاله ناروغۍ لري، لکه د زړه ناروغي، شکر، د سږو ناروغي، هغه ناروغۍ چې د معافیت سیسټم کمزوری کوي او د سرطان ځینې ډولونه، د سینه بغل لپاره ډېر حساس دي.

نښې یې څه دي؟

د سینه بغل نښې نښانې تبه، د نورمال تودوخې څخه ټیټه، ساه لنډېدل، او ستړیا شامل دي.

مګر د ناروغۍ ډېرېدل کېدای شي د تنفسي ناکامۍ، د وینې تعفن کېدو، او احتمالي مړینې لاملې شي. مګر د جدي انتاناتو مخنیوي لپاره د وخت تشخیص او درملنه خورا مهم دي.

د امریکا د سږو ټولنه وړاندیز کوي کله چې د شنډو او ګوتو نیلي رنګه کېدو، د سینې درد، لوړه تبه، شدید ټوخی او د بلغم زیاتوالي نښې ولیدل شي، خلک دې ژر تر ژره طبي مرسته وغواړي.

سینه بغل څنګه خپرېږي؟

سینه بغل په څو لارو خپرېږي. د ماشوم په پوزه کې وېروسونه او باکتریا کولی شي د هغه د سا اخیستو له لارې د هغه سږي ونیسي.

دا د ټوخي او پرنجي د څاڅکو له لارې هم خپرېدلی شي، یا دا چې مېکروب لېږدوونکي شان لمس کړي.

د سینه بغل د مختلفو لاملونو او د خپرېدو لارې په اړه باید ډېرې څېړنې وشي، ځکه چې دا د درملنې چمتو کولو او د ناروغیو مخنیوي لپاره مهم دی.

د سینه بغل درملنه څنګه کېږي؟

که د علاج وړ ويو انټي بیوټیکونه د التهاب د درملنې لپاره وړاندیز کېږي. ځینې خلک انټي بیوټیک ته اړتیا نه لري.

ډېری خلک په دوه یا څلورو اونیو کې جوړېږي. مګر ځینې یې ممکن روغتون کې درملنې ته اړتیا ولري.

په روغتون کې، ناروغ ته مایعات او انټي بیوټیکونه ورکول کېږي او همدارنګه اکسیجن د تنفس کولو کې مرسته ورسره کوي.

دوی د نورو ناروغیو څارلو لپاره د سینې ایکسرې او د وینې معاینات ترسره کوي.

څنګه د سینه بغل مخه نیولی شم؟

دلته ډېر لارې شته چې تاسو یې د مخنیوي لپاره کارولی شئ.

واکسین کولی شي د نیوموکوسي او انفلونزا وېروس له امله رامنځته شوي انتاناتو مخنیوي کې مرسته وکړي، مګر دا د امریکا د زړه، سږو او وینې انسټیټیوټ په وینا د سینه بغل د ټولو ډولونو پر وړاندې وقایه نه کوي.

مګر د هغو کسانو پرتله چې واکسین نه ترلاسه کوي او په سینه بغل اخته کېږي، واکسین شوي د ناروغۍ د سختېدو مخنیوی کوي، سپکې نښې پرې راڅرګندېږي او ناروغي یې نه اوږدېږي.