د تراپۍ سپۍ 'بېلا' وپېژنئ چې له څه باندې درې زرو ځوانانو سره یې مرسته کړې

Border collie cross Bella at Hill House Farm in Wiltshire with Amani Salim (left) and Julie Tonks

د عکس سرچینه، Lydia Booth Photography

د عکس تشریح، بېلا تر اوسه له څه باندې درې زره ځوانانو سره مرسته کړې ده.
  • Author, سارا ټرنېج
  • دنده, بي‌بي‌سي نیوز، د انګلنډ لوېدېځ

شپږ کاله کېږي چې د تراپۍ (رواني درملنې) یوه سپۍ (بېلا) له اتلسو کلونو کم عمره ځوانانو سره مرسته کوي.

دا د بریتانیا په لوېدیځ کې بات ښار ته نژدې په یوه لرې پرته سیمه کې په یوه مرکز کې اوسېږي. دې مرکز ته هغه ځوانان چې له رواني پلوه ځورېږي، ورځي او تر پنځو شپو پکې تېرولی شي.

بېلا له یوې خیریه موسسې سره کار کوي. څښتنه یې جولي ټانکس نومېږي. دا وايي تر اوسه یې سپۍ له څه باندې درې زره ځوانانو سره مرسته کړې ده.

مېرمن ټانکس وايي بېلا د ۱۲ میاشتو وه چې دغه کار یې پیل کړ. څښتنه یې په دغه مرکز کې د رواني درملنې د برخې مسووله ده.

اغلې ټانکس وايي، "بېلا یوه ځوان کس ته په کتو پوهېږي چې خپه دی او سم احساس نه لري. بېلا ورشي او ورسره څنګ ته پرېوځي. یا خپله پښه د هغو پر پښه را کش کړي. کله کله یې په غېږ کې سر کېږدي."

"احساس کوم چې [بېلا] ډېر څه [ځوانانو ته]ورکوي او ځینې وختونه هغه څه نورو ته ورکوي چې هغوی یې بل ځای نه ترلاسه کوي.

دغه یو له هغو څو مرکزونو دی چې د 'جيمیز فارم' خیریه بنسټ یې چلوي.

هغه تنکي ځوانان چې دې مرکز ته ورځي او څو شپې پکې کوي ښايي په ښوونځي کې د چلند، حاضرۍ، باور یا رواني روغتیا سره تړلو ستونزو سره مخامخ وي.

مېلمنو ته فرصت ورکول کېږي چې د مرکز په چلولو کې مرسته وکړي.

Ms Tonks said Bella was "playful and intuitive"

د عکس سرچینه، Jamie's Farm

د عکس تشریح، بېلا د نورو حال ښه احساسولی شي.

اغلې ټنکس وايي، "بېلا خپل ډېر وخت له ځوانو مېلمنو سره تېروي خو هغه مهال یې د ملګرتیا مهارت لا جوتېږي چې ځوانان د واک انډ ټاک (د پلي تګ پر وخت خبرې) په نامه ساعت کې چې د دوی د درملنې یوه برخه ده ګډون کوي."

اغلې ټانکس، وايي "دا لوبې کوي خو د نورو حال هم ښه احساسولی شي."

۱۸ کلنه اماني سلیم، چې د لندن په لوېدېځ کې اوسېږي، په لسم ټولګي کې وه او په ښوونځي کې د ښکېلتیا په برخه کې یې ستونزه درلوده. بیا دغه مرکز ته ورغله.

اوس په سپورت برخه کې زده‌کړې کوي او د کوینز پارک رینجرز په نامه له یوه فوټبال لوبډلې سره لوبېږي. دې مرکز ته له ورتګ وروسته یې په ځان کې ډېر لوی بدلون ولید.

اغلې سلیم وايي: "واقعا نه مې غوښتل دغه مرکز ته ولاړه شم خو هلته ورسېدم، د هغو خلکو شمېر حیرانه کړم چې راته کتل یې."

Amani, now 18, said Bella brought her "out of her shell"

د عکس سرچینه، Jack Lawson Photography

د عکس تشریح، اماني سلیم چې اوس ۱۸ کلنه ده وايي بېلا مرسته ورسره وکړه چې له خپل ګوښيتوب راووځي.

اغلې سلیم وايي، په لومړیو کې یې نه غوښتل چې له نورو سره خبرې وکړي: "ما خبرې نه کولې نو بېلا تر مېز لاندې ماته رانژدې شوه او خپل سر یې زما په پښو موښه او خپلې پښې زما پر پښو ایښودې."

"زما سپیان ډېر خوښېږي. نو مې یې پر سر لاس ورتېر کړ او تر مېز لاندې مې لوبې ورسره پیل کړې نو هماغه و چې له خپل ګوښيتوبه راووتم."