له کاره ستړیا؛ څنګه رامنځ ته کېږي او څه ډول ځان ترې وساتو؟

په ټوله نړۍ کې شاوخوا له درېیو یوه برخه لویان په دوامداره توګه له کاره ستړيا احساسوي، او کاري ستړیاوې د ډېرېدو په حال کې دي.

دا چې پېښېږي او څنګه یې مخنیوی کېدای شي؟ د ځواب موندلو لپاره، د ساینس چارو لیکوال ډېوېډ روبیسن له انا کتارینا سره چې په دې برخه کې یې څېړنې کړې دي، غږېدلی دی.

د هغې په څېړنه کې دې ته پام شوی چې څنګه له کاره ستړیا او اندېښنو کې له ښکېلېدو څخه ځان وژغورو.

د اوږدمهاله ستړیا او له کاره ستړیا ترمنځ توپیر څه دی؟

موږ ډېر داسې شواهد لرو چې ښيي، د چين د لرغوني تاريخ له وخته راهيسې خلک په دوامداره توګه له کاره ستړيا او د لاملونو په اړه یې اندېښمن دي.

له کاره (د ډېرې ستړیا احساس) یوه ناروغي ده چې روښانه نښې لري. دا د فزیکي وړتیا د کمښت او همدارنګه په انرژۍ کې د بدلون لامل کېږي.

دا حالت د انسان پر شخصیت هم اغېز کوي، په دې معنی چې انسان د خپګان احساس کوي او له همکارانو سره یې اړیکې هم اغېزمنوي.

له کاره ستړیا یو ډیر جدي حالت دی. هغه خلک چې دا حالت تجربه کوي ډیری وختونه فکر کوي چې نور د هېڅ کولو توان نه لري. دوی داسې احساسوي لکه د دوی بدن چې دوی ته وایي، نور د کار کولو توان نه لرې.

په دې حالت کې اخته خلک اکثرا خپل مسلک بدلوي او له دې ستونزو څخه د خلاصون لپاره کلونه وخت نیسي.

له کاره ستړیا ولې دومره عامېږي؟

په نړۍ کې ترسره شوې څېړنې ښیي چې له کاره د ستړیا پېښې په چټکۍ سره زیاتېږي. د دې یو لامل دا بلل شوی چې موږ په دوامداره توګه په خپلو کاري ځایونو کې د سیالۍ له کولتور سره مخ کېږو او تل د مبارزې په حال کې یوو.

ځینې وخت داسې هم پېښېږي، چې موږ ښايي د خپل کار په اړه ډېر اټکل کوو او په خپله احساساتي نړۍ کې ډېر فکر کوو.

په یوه وخت کې موږ تمه لرو چې د څو کارونو وړتیا ولرو، نه یوازې موږ ځای یا عاید ته اړتیا لرو، بلکې د مسلکي ډاډ لپاره مرکزيت هم غواړو.

موږ غواړو زموږ کار موږ ته د هدف، فرصتونو او ځان پوهاوي احساس راکړي.

په تېرو وختونو کې، د کار او تفریح ترمنځ کرښه په روښانه توګه څرګنده وه، خو اوس د عصري ټېکنالوژۍ په شتون سره دا کار ستونزمن شوی دی.

که موږ په دې برخه کې ډېر ډسپلین پلی نه کړو، دا به خورا ستونزمنه وي چې خپل ځان له کاره لرې کړو او د برېښنالیکونو یا پیغامونو کتلو څخه ځان منع کړو. دا پدې معنی ده چې هر وخت زموږ فکر زموږ د کار پر شاوخوا راڅرخي.

له کاره د ستړیا لاملونه څه دي؟

څېړنو له کاره د ستړیا شپږ مهم لاملونه په ګوته کړي دي: په کار کې زیان، ناکافی خپلواکي، د لږ بدلون بدیل، له ټولنې لېرې والی، د ارزښتونو نه ورته والی او نا انصافي شامل دي.

دلته نا انصافي د يو مهم لامل په توګه یادولی شو، چې زیاتره کسان یې په تړاو شکایتونه لري. ستاسو د کار نه ستاینه او هېڅ قدر نه کول هم تاسو له کاره ستړی کوي.

څېړنو دا هم په ډاګه کړې چې د کار پر مهال تاسو ته ارزښت نه درکول له کاره ستړیا دوه برابره ډېروي. دا اندېښمنونکی حالت دی، خو درملنه یې ډېره ګرانه یا سخته نه ده. خو زموږ ځینې مدیران لا هم دې ټکي ته پام نه کوي.

خپل فکر مو څنګه زموږ اندېښنې زیاتوي؟

له کاره ستړیا او ځان بشپړ ګڼل پیاوړې او ثابته اړیکه سره لري. که موږ په خپل کار کې د بریالیتوب غیر حقیقي تمه ولرو، موږ د خپل ځان په اړه خورا سخت قضاوت کوو او بیا ځورېږو.

ډېری خلک 'په ځان کې دننه نیوکه' لري چې دا یو سخت منفي غږ دی. تاسو ته داسې ښکاري چې یو څوک ستاسو په اړه منفي خبرې کوي او ستا له انرژۍ خوند اخلي.

څنګه کولای شئ له کاره د ستړیا احساس څخه ځان وژغورئ؟

له اوږدمهاله یا سختې ستړیا څخه مخنیوي لپاره لومړی شرط دا دی چې خپل لومړیتوبونه درک کړئ او په هوښیارۍ ارزونه وکړو، چې موږ په خپلې ارامۍ کې څومره وخت تېروو او څومره نور وخت ته اړتیا لرو.

موږ باید په دې هم پوه شو، اصلي لاملونه کوم دي چې موږ اندېښمنوي، باید ویې پېژنو، چې کنټرول شي.

تاسو کولای شئ په خپل وجود کې دننه نیوکې د ځینو درملنو له لارې غلطې ثابتې کړئ، خو دا کار به ډېرې انرژي ته اړتیا ولري.

د کلمو او ټکو کارول هم کولای شي له تاسو سره له دې احساساتو په وتلو کې مرسته وکړي. دا به ستاسو د فکر کولو په طریقه کې د پام وړ توپیر رامنځته کړي او ډېری وختونه به تاسو د کنټرول احساس وکړئ.

کله چې موږ په دوامداره توګه په خپل کار کې بوخت یوو، دا زموږ د هویت برخه ګرځي. دا حالت ډېر وختونه دومره خطرناک کېږي چې تاسو یې د مخنیوي لپاره ښايي لار ونه ومومئ.

څومره چې موږ خپل ډېر وخت کار ته ورکوو، په خپل ژوند کې له نورو چارو لېرې پاتې کېږو.

دا خورا مهمه ده په دې پوه شو، زموږ په ژوند کې پر کار سربېره داسې شیان شته چې موږ خوند ترې اخلو. په دې هم باید پوه شو چې یوازې کار هرڅه نه دي.

دا مو عادت کړئ، هغه فعالیتونه معلوم کړئ چې تاسو یې نه غواړئ او په بیا بیا یې ترسره کوئ.