پښتونخوا کې د خبريالانو پر وړاندې ګواښونه

پښتونخوا کې د خبريالانو پر وړاندې ګواښونه

خيبر پښتونخوا کې سږنی کال تر دې مهاله ۸ خبریالان وژل شوي، وروستۍ پېښه يې څو ورځې مخکې نوښار کې وه، موږ پاکستان کې د خبريالانو حال راخلو.

دا څو ورخې مخکې نامعلو وسله والو د خيبر پښتونخوا نوښار کې يو خبريال په ډزو وواژه. دې سره سږنی کال دې صوبه کې د وژل شويو خبريالانو شمېر ۸ ته ورسېد.

ځينې خپرې شوې شمېرې ښيي، تېر شلو کلونو کې پاکستان کې ۱۶۰ خبريال وژل شوي، چې شبېته یې خيبرپښتونخوا کې وو.

تېرو ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ مو کلونو کې نژدې څلوېښت سلنه خبریالان ځورول شوي، ربړول شوي او يا هم تښتول شوي دي.

له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۳ کال پورې د خبريالانو پر ضد نژدې دوه نيم سوه پېښې ثبت شوې، چې ۹۳ یې اسلام آباد تو ۵۶ يې سند ايالت کې وې.

د خبريالانو تر ټولو ډېر مرګونه خيبرپښتونخوا کې شوي، چې تېرو دو لسيزو کې د تاوتريخوالي پېښو زور اخيستی دی. ازاد خبريال وحيد عوان پرې راپور رالېږلی دی.