دوبۍ چاکلېټ: څنګه د یوې مېندوارې ښځې اشتها د چاکلېټ یو نوی برنډ‌ وزېږاوه؟

تېره اونۍ په داسې حال کې چې پر رخصتۍ متحدو عربي اماراتو کې وم، په ذهن کې مې یوازې یوه خبره ګرځېده، هغه دا چې مشهور شوی "دوبۍ چاکلېټ" څنګه ترلاسه کړم.

که ټېک‌ټاک کاروئ نو دا چاکلېټ به مو خامخا لیدلی وي چې له عربي خوږو 'کنافه' څخه یې الهام اخیستی او د چاکلېټ، پستې او طحیني خوندونه یې له فیلو پېسټرۍ سره یوځای کړي دي.

فېکس په نوم چاکلېټ‌ جوړونکي شرکت لخوا د دغه جوړېدونکي چاکلېټ اصلي بڼه 'Can't Get Knafeh of It' نومېږي او له ۲۰۲۲ کال راهیسې په ځانګړې توګه په متحدو عربي اماراتو کې پلورل کېږي.

دا چاکلېټ په خواله‌ رسنیو کې دومره مشهور شوی چې په ورځ کې یوازې دوه ساعته پلور ته وړاندې کېږي او هغه هم ډېر وخت په څو دقیقو کې دننه دننه ټول وپلورل شي.

خو اوس یې تقلیدې بڼې چې د "دوبۍ چاکلېټ" په نوم پېژندل کېږي، د وایټروز، لیډل او مورېسن په ګډون د بریتانیا بېلابېلو پلورنځیو ته لار کړې او ځيني پلورنځي یې پر خپلو پېرېدونکو محدود شمېر تختې یا بارونه پلوري.

د فېکس شرکت شریک یزین العاني او ښځې یې سارا حمود بي‌بي‌سي ته وویل، پر دې خوښ دي چې دوبۍ چاکلېټ دومره نړیوال شهرت موندلی.

د فېکس چاکلېت بار تصور لومړی ځل په ۲۰۲۱ کال کې د حمودې ذهن ته لوېدلی و، چې د میندوارۍ پرمهال یې دغو خوندونو ته زړه کېده.

العاني او حمودې یو کال وروسته د دغه چاکلېټ پر جوړولو پیل وکړ او د خپلو شرکتي دندو تر څنګ یې دا کاروبار هم چلاوه.

العاني وايي:‌ "زه او سارا په بریتانیا کې رالوی او لس کاله مخکې دوبۍ ته راکډه شوي یو - نو موږ لوېدیزې او عربي ریښې لرو. غوښتل مو داسې ذایقې جوړې کړو چې له همدې الهام اخلي."

د دغه چاکلېټ د جذابیت یو لامل د هغه دا ځانګړتیا ده چې پلورنځي‌ ته د تللو او په هټۍ کې د پېرلو پر ځای یې یوازې د خوارکتوکو رسولو د یوه اپلیکېشن له لارې راغوښتی شئ.‌

یو بار یا تخته یې شاوخوا ۱۵ پاونډه بیه لري او د ورځې په مشخصو ساعتونو کې یې فرمایش ورکولی شئ. دا له کمپنۍ سره مرسته کوي چې ټولو ترلاسه کړو فرمایشونو ته پر وخت ورسېږي.‌

ما د سیمې په ډېرو هټیو کې د چاکلېټ ورته نورې تختې هم ولېدې چې "دوبۍ چاکلېټ" نومول شوې او د پستې او فیلو پېسټرۍ په عکسونو سینګار شوې دي.

العاني وايي چې دا "کاپي" چاکلېټ بارونه "ډېر نهیلي کوونکي دي، ځکه خلک درګرده جعلي چاکلېټ ازمايي او دا زموږ برانډ ته زیان رسوي."

د دغه چاکلېټ بار د شهرت د زیاتوالي یو لامل خواله رسنۍ دي. ویل کېږي په ۲۰۲۳ کال کې د ټېک‌ټاک د یوې کارنې ماریا وېهېرا یوې وېرل شوې ویډیو یې په نوم وتلو کې ډېره مرسته کړې.

په ویډیو کې ښکاري‌ چې وېهېرا په لومړي ځل د ورته چاکلېټ جوړونکي شرکت لخوا د څو نورو جوړو شويو چاکلېټ بارونو ترڅنګ د کنافې بار ازمايي. دا ویډیو نږدې اوه میلیون ځله لایک یا خوښه شوې ده.

د شیدو د دغه پاسته چاکلیټ بار د پاسه له زړه راښکونکو شنو او نارنجي لیکو رانیولې بیا یې د ماتېدو تر غږه، داسې ښکاري چې دا چاکلېټ‌ بار اصلآ جوړ شوی خواله رسنیو لپاره دی.‌

له چاکلېټ‌ سره د پستې ترکیب نوی نه دی، خو د ځانګړنې اصلي عنصر یې د منځ‌ د توکو کړسنده طبیعت دی او د فیلو پېسټرۍ هم چاکلېټ‌ بار ته ښه جوړښت او پنډوالی ورکړی.

دا چې "Can't Get Knafeh of It" یوازې په یوه هېواد کې د لاسرسي‌ وړ دي، نو د سویس چاکلیټ جوړونکي 'لینډټ' په ګډون نورو برانډونو یې په بریتانیا کې د خپلو نسخو یا ډولونو پلور پیل کړی.‌ د لینډټ‌ 'دوبۍ چاکلېټ' د بریتانیا پلورنځیو کې په ۱۰ پونډه پلور کېږي.‌

ویټروز وايي له هغې راهیسې چې دغه چاکلیټ‌بار یې بازار ته وړاندې کړي، د دې لپاره چې په منظم ډول یې وشي رسولی، دې ته اړوتي‌ چې پېرودونکو ته یې د دوو تختو محدودیت وټاکي.‌

د هوم بارګینز لخوا یې یو بله نسخه هم پلورل کېږي. لیډل مغازه خپله بڼه په ۴.۹۹ پونډه پلوري او د پلور پر اندازې یې محدودیت لګولی.‌ ‌

یوه اېنفلوېنسر مستنده کړی چې څنګه له همدې کبله دغه چاکلېټ بار د پلورنځیو د قفسچو دننه ساتل کېږي.

د لینډټ بار او یو څو نورو ډولونو له ازمویلو وروسته چې د ښار‌ په هټیو کې پلورل کېږي، د دوی ترمنځ توپیر ته متوجه شوم.

د فېکس چاکلېټ د "ډېسرټ بار" په توګه پلورل کېږي، باید یخچال کې وساتل شي او د ډېرو لبني توکو په څېر یې د انقضا نېټه هم لنډه وي.

خو د نورو کیسه بیا داسې نه ده‌ او اوږدې مودې لپاره ساتل کېدو ته جوړ شوي.

په خوند او جوړښت کې یې هم توپیر کتی شئ – اصلي بار د لینډټ بار پرتله نږدې دوه چنده پلنوالی او د معیاري چاکلیټ بارونو له اندازې او شکل سره ډېر سمون لري.

العاني او حمودې چې یې کله لومړیو کې پلور پیل کړ، نو یو کس یې وګوماره چې په ورځ کې شاوخوا شپږ تر اوو فرمایشونه پوره کړي.

خو تر ډېره د ټېک‌ټاک له برکته یې د شهرت له موندلو راهیسې اوس کاروبار ته ۵۰ کسان ګومارلي او په ورځ کې ۵۰۰ فرمایشونه پوره کوي.

بحث وړ عمده موضوع د دغه محصول بیه ده، چې د هره تخته یا بار په ۱۵ پونډه دی.

العاني وايي: "دا ټول په لاس جوړېږي، هر ډیزاین یې په لاس جوړ شوی دی. "

نوموړی زیاتوي "موږ اعلی درجه اجزاوې کاروو او پروسه یې د نورو بارونو د جوړولو په څېر نه ده - پخلی پکې دی، د منځ [ډکولو] له توکو سره د چاکلېټ ډیزاین او قالب بندي ده، ان پسته یې په لاس راټوله او پروسس کېږي."

حمودې تېر کال له 'اریبیان بزنس' مجلې سره مرکه کې ویلي‌ وو: "زما مور به کنافه جوړوله او ما غوښتل چې په دې کې خپله لاره وباسم. کنافه لومړنۍ ذایقه وه چې بشپړه مو کړه."

العاني وايي، دا د محصول له بریالیتوب سره سره "یو سخت سفر و" ځکه چې دی او ښځه یې یو ځای بشپړ وخت کار او د خپلو دوو ماشومانو پالنه هم کوي.

"داسې وختونه هم راغلي چې غوښتل مو نور یې پرېږدو. خو له ځانه سره مو وویل 'تر هغې چې کرایه ورکولی شو - دوام به ورکړو' او اوس هېڅ پښیمان نه یو ځکه چې کار یې وکړ."