هندي چارواکو په ډیلي کې یو بل تاریخي جومات نړولی

  • Author, نیاز فاروقي
  • دنده, بي بي سي اردو څانګه - ډیلی

د هند پلازمېنه ډیلي کې ځايي چارواکو په داسې حال کې یو تاریخي جومات وران کړی، چې د یوه بل تاریخي جومات ړنګولو پر سر ناندرۍ لا هم روانې دي.

چارواکي وايي، اخونجي په نامه دا جومات پلازمېنې ته څېرمه د مهرولي په سنجې ون نومې سیمه کې موقعیت لري، چې په ۱۹۷۰ لسیزې په اسنادو کې د شنې سیمې په توګه یاده شوې او بیا په ۱۹۹۴ کال کې خوندي ځنګلیزه سیمه بلل شوې، چې د نویو د ودانیو اجازه پکې نه ورکول کېږي.

بل لور د جنورۍ پر ۳۰مه د ډیلي ښار پرمختیا او پلان ادارې (ډي ډي اې) چارواکي دې ځای ته ورغلي یاد جومات، ورسره مدرسه او هدیره یې وران کړي دي.

چارواکي وايي، دغه چاره یې په یوه (خوندي سیمه) کې د غیرقانوني ودانیو مخنیوي لپاره کړې، خو د جومات انتظامیه کمېټې کسان بیا ادعا کوي چې جومات او مدرسه له هغه مخکې ودان شوي وو، چې دا سیمه رسماً خوندي وبلل شوه.

د پلازمېنې ډیلي اعلی محکمې هم له ځايي چارواکو غوښتي چې په یوه اونۍ کې دننه محکمې ته ځواب ورکړي، چې کړنه یې له ټاکل شویو اصولو او قوانینو سره سمه ده و که نه.

ډیلي ښاروالۍ د تېر کال په دسمبر کې له خلکو وغوښتل چې د ترافیکي تګ، راتګ ښه کېدو لپاره د سنهري باغ په نامه جومات ړنګولو یا پرېښوولو په هکله رایې ورکړي.

سنهري باغ جومات د ډیلي ښار په منځ کې نژدې ۱۵۰ کاله پخوانی جومات دی.

دا جومات د ډیلي په لوټئین ډیلهي نومې سیمه کې دی، چې پر هند د انګریزانو واکمنۍ پر مهال اباده شوې، د هند پارلمان او یو شمېر وزارتونه هم پکې شته او انګریزانو دا جومات د ځانګړو ودانیو په یوه خوندي لیست کې لیکلی و او له همدې کبله یې د ورانولو اجازه نه ورکول کېده.

د هغه جومات موضوع کې د یاد جومات ملا امام محکمې ته عریضه کړې او قضیه یې په محکمه کې ده. خو د سنهري باغ جومات برعکس د مهرولي سیمې کوم جومات چې وران شوی دی، له ډیلي بهر و او دا سیمه په ۱۳ مه پېړۍ کې د هند لپاره د مسلمانو واکمنو پلازمېنه وه.

د مهرولي او شاوخوا ۲۰۰ ایکړه ساحه د (د هند تاریخي اثار) بلل کېږي، چې له ۱۰۰ ډېرې تاریخۍ ودانۍ پکې شته چې د قطب مینار کمپلکس، جمالي کمالي جومات، د غیاث الدین بلبن مقبره او د بختیار کاکي مزار پکې شامل دي.