پر کریمیا د توغندیو له برید وروسته روسیې امریکا ته ګواښ وکړ

مسکو د یکشنبې په ورځ د کریمیا په سیواستوپول کې د اوکرایین د توغندیو د برید مسؤولیت پر امریکا اچولی او واشنګټن ته یې د دغه برید د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د کریمیا چارواکو ویلي دي چې په دغه برید کې د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر کسان د چاودنې له امله د رامنځ ته شوې ویجاړۍ له امله ټپیان شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، هغه توغندی چې اوکرایین په سیواستوپول توغولی و، د امریکا له لارې دغه هېواد ته ورکړل شوی و او امریکايي کارپوهانو یې پلان کړی و.

د کرملین د ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې هغه دا برید "وحشیانه" بللی او متحده ایالات یې د "روسي ماشومانو په وژلو" تورن کړي دي.

مسکو وايي، وروسته له هغه چې د کریمیا هوايي دفاع پنځه اوکراییني توغندي شنډ او له منځه یوړل، د توغندیو د ټوټې د ملکي وګړو د مړینې او ټپي کېدو لامل شوې.

د روسیې په ملي ټلویزیون کې ښودل شوي انځورونه ښيي چې د یوچکایوکا په ساحلي سیمه کې خلک د باران له ورېدو وروسته په وېره کې وتښتې دل او ټپیان د ساحل له څنډو کې ځای پرځای شوي.

د یکشنبې په ورځ، د روسیې دفاع وزارت ادعا وکړه چې د ETACMS ټول توغندي د امریکایي متخصصینو لخوا پروګرام شوي او د امریکایي سپوږمکیو لخوا یې لارښوونه شوې.

د دوشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف مینسک ته د سفر پر مهال دغه ادعا بیا تکرار کړه او ویې ویل چې "د توغندیو دغه سیستم د امریکا د پوځ له مستقیمې مداخلې پرته د سپوږمکۍ د وړتیاوو په ګډون نه شي کارول کېدای".

له یو کال زیات وخت کېږي چې امریکا اوکرایین ته خپل ETACMS توغندي ورکړي.

د دغو توغندیو د جوړوونکي لاکهید مارتین په وینا، دا توغندیز سیسټم اوکراییني ځواکونو ته اجازه ورکوي چې تر ۳۰۰ کیلومتره واټن پورې هدفونه په نښه کړي.

مسکو په ۲۰۱۴ کې کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه او یوازې یو څو هېوادونه دا د روسیې د یوې برخې په توګه پېژني. له همدې کبله، د متحده ایالاتو او اوکرایین له نظره، په کریمیا کې د دغو توغندیو کارول به د امریکا له شرط څخه سرغړونه ونه کړي چې "د روسیې په خاوره برید کې د امریکا وسلې نه کارول کېږي".

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا یوه ویاند بي‌بي‌سي ته وویل، اوکرایین د خپلو پوځي عملیاتو د هدف او ترسره کولو په اړه خپلواکه پرېکړه کوي.

په همدې حال کې ښاغلي پیسکوف د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې "د امریکا د متحدو ایالتونو د مستقیم رول لوبول چې د روسیې د اتباعو د وژنې لامل کېږي، بې پایلې نه وي."

د دوشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د امریکا سفیر احضار کړ او ښاغلي لاوروف وویل، په دې برید کې د امریکا د رول په اړه هېڅ شک نشته.

د روانې میاشتې په پیل کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو هغه هېوادونه به په نښه کړي چې اوکرایین ته وسلې ورکوي: "که تاسو فکر کوئ چې د جګړې سیمې ته وسلې ولېږئ چې زموږ پر خاوره برید وکړي او زموږ لپاره ستونزې رامنځته کړي، ولې موږ وسلې نه شو برابرولی چې د نړۍ په ورته سیمو کې د نورو هېوادونو پر حساسو تاسیساتو برید وکړو؟"

اوکراییني چارواکو د دې برید دفاع کړې او کریمیا یې یو مشروع هدف بللی دی.

د اوکرایین د ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي یو جګپوړی سلاکار میخایلو پودولیک وویل چې کریمیا په حقیقت کې "یو لوی پوځي کمپ دی چې په سلګونو پوځي اهداف پکې موقعیت لري او روسیه هڅه کوي چې د خپلو اتباعو په کارولو سره دا مسله پټه کړي."

په اوکرایین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار اداره وايي، په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې لږ تر لږه لس زره ملکي وګړي وژل شوي دي. ویل کېږي چې اصلي شمېره تر دې ډېره ده.