افغانستان کې د طالبانو حکومت یوه اوونۍ کې ۱۵ کسان په دورو وهلي

افغانستان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۴ نارینه او دوه ښځې د طالبانو حکومت د محکمو له خوا په بېلابېلو تورونو د دورو په وهلو او بند محکوم شوي.

دوی په عام محضر کې تېره یوه اوونۍ کې په دورو وهل شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې یو سړی د "یوې نامحرمې ښځې د لمس کولو" په تور د سې شنبې په ورځ (د وري ۱۴مه) د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې ونیول شو.

د طالبانو د سترې محکمې په ویب پاڼه کې د خپرې شوې اعلامیې پر بنسټ، یاد کس د بلخ د استیناف په علني محکمه کې د طالب چارواکو او د ګڼو خلکو په مخ کې ۲۵ دورې ووهل شو او په شپږ میاشتې بند محکوم شو.

همدارنګه په همدې ورځ په خوست ولایت کې دوه تنه په عام محضر کې له یو بل سره د جنسي اړیکو یا "لواطت" په تور په دورو ووهل شول.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې له یادو تورنو یو یې په ۳۹ دورو او ۱۸ میاشتو بند محکوم شوی او بل یې په ۲۵ دورو او ۵ میاشتې بند محکوم شوی دی.

د بشري حقونو سازمانونو تل د دغه ډول احکامو له صادرولو او پلي کېدو سره مخالفت ښودلی او دا یې د انساني کرامت خلاف بللي دي.

همدارنګه دا ډول پېښو کې د دغه سازمان مدافع وکیلانو ته د تورنو کسانو نه لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دورو وهلو ځینې نورې پېښې تېره اوونۍ پلي شوې دي

افغانستان

د عکس سرچینه، SUPREMECOURT/TALIBAN

د طالبانو سترې محکمې د سه شنبې په ورځ (وري ۱۴ مه ) دا اعلان هم وکړ، چې په کندهار کې د پوځي محکمې د پرېکړې پر بنسټ درې تنه په دورو وهل شوي او په بند محکوم شوي دي خو د دې تورنو کسانو د تور یادونه نه ده شوې.

د طالبانو پوځي محکمه معمولاً د طالبانو پر پوځي کسانو لګېدلي تورونه ارزوي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې له دغو درېیو کسانو یو یې په ۱۷ کاله بند او ۳۹ دورو، بل ۵ کاله بند او ۳۰ دورو او درېیم کس په لس کاله بند محکوم شوی دی.

د یکشنبې په ورځ (حمل۱۲مه) د یوې ښځې په ګډون درې کسان په عام محضر کې د جنسي اړیکو او له کوره د تېښتې په تور په دورو ووهل شول او په بند محکوم شول.

د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ هغه کس چې په زنا او له کوره د ښځې تښتونې په تور محکوم شوی، ۳۹ دورې وهل شوی او ۱۸ میاشتې بند ورته اورول شوی دی.

یوه بله پېښه کې هم یوه ښځه او یو سړی په جنسي اړیکو او له کوره په تېښته محکوم شوي چې یو کال بند او ۳۰ دورو وهلو سزا ورکړل شوې ده.

د جمعې په ورځ (د وري ۱۱ مه) د غور ولایت د دولینه ولسوالۍ د طالبانو د ابتدایي محکمې د حکم له مخې درې تنه د غلا په تور عام محضر کې ۳۹ دورې وهل شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ (وري نهمه ) د طالبانو د سترې محکمې د خبر پاڼې له مخې کابل کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه په ۳۵ دورو وهل شوي دي.

دغه کسان هم د کابل د ابتدايي محکمې له خوا په یو کال بند محکوم شوي.

د دوشنبې په ورځ (د وري ۷ مه) په بغلان ولایت کې یو کس د نامشروع اړیکو په تور ۳۹ دورې وهل شوی دی.

یاد کس هم په پنځه کاله بند هم اورول شوی دی.

په فراه ولایت کې د یکشنبې په ورځ (وري ۶ مه ) یو کس د "لواطت" په تور ۳۰ دورې وهل شوی او په شپږ میاشتو بند محکوم شوی.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې واک ته د طالبانو له بیا راګرځېدو سره د طالبانو د حکومت ویاند ویلي و، چې دوی د "اسلام په چوکاټ کې" د بشري حقونو درناوي ته ژمن دي، خو له هغه راهیسې یې په پرله پسې توګه ډېرې فردي او ټولنیزې ازادۍ محدودې کړې.

د بي بي سي پښتو د موندنو پر بنسټ د ۲۰۲۲ کال له نومبر راهیسې بیا د ۲۰۲۳ کال تر اګست میاشتې، د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان له ۳۴ ولایتونو یې په ۲۱ کې په عام محضر کې خلکو ته د جزا ورکولو ۵۰ پېښې شوې وې.

په دې ترڅ کې ټولټال ۳۴۶ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور سزا ورکړل شوې ده.

که څه هم د طالبانو حکومت سترې محکمې په ټولو قضيو کې د ښکېلو کسانو جنسیت او د سزا ډول نه دی په ډاګه کړی خو لږ تر لږه له ۳۴۶ یې ۵۱ تنه ښځینه ښودل شوې او ۲۳۳ نارینه یاد شوي دي. د ۶۰ قضيو د اړوند کسانو جنسیت نه دی په ډاګه شوی.

د طالبانو حکومت داسې فرمانونه صادر کړي، چې د ډېرو بشري حقونو او نړیوالو بنسټونو نیوکې یې را پارولې دي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې قاضیانو ته امر وکړ، چې د ځانګړو جرمونو لپاره "حدود او قصاص" پلي کړي چې دې کې د بدن د غړي پرې کول او عام محضر کې سنګسار شامل دي.

له هغې وروسته په بېلابېلو ښارونو کې د دورو وهلو راپورونه خپاره شوي دي.