کوم خواړه باید بیا تاوده او کوم تاوده نه شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نازنین معتمدی
- دنده, بي بي سي فارسي
د خوړو بیا ګرمول کولی شي پټ روغتیايي خطرونه ولري. د دې لارښوونو پلي کول به ستاسو د خوړو په خوندي ساتلو کې مرسته وکړي او له هغو رامنځته کېدونکو ناروغیو خطر په کمولو کې به اغېزمن ثابت شي.
دلته د خوندي پاتې کېدو ځینې لارښوونې دي:
هغه کارونه چې باید ونه شي
خواړه د ډېر وخت لپاره بهر مه پرېږدئ
خواړه د خونې په تودوخه کې له دوو تر څلورو ساعتونو بهر مه پرېږدئ. د وریجو لپاره دا وخت یو ساعت نور هم کم دی، ځکه په وریجو کې د باسیلس سیریس زرې په چټکۍ تکثر کوي.
له بهره راوړل شوې وریجې بیا مه تودوئ
له بهره اخیستل شوې وریجې ډېری وختونه د پلورونکو او رسټورانټونو لخوا مخکې له دې چې وپلورل شي یو یا دوه ځل بیا تودې شوې وي او بیا تودول یې خطرناک دي. ښه دا ده چې تر اخیستلو وروسته سمدلاسه وخوړل شي.
په کور کې پاخه شوي خواړه ډېر وخت په یخچال کې مه ساتئ
پاتې شوي خواړه د ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې دننه وخورئ او که پلان نه لرئ چې ژر یې وخورئ، د یخچال په یخدان کې یې کېږدئ او کنګل یې کړئ.
کنګل شوی چرګ په ګرمو اوبو مه تودوئ
دا کولی شي په نا برابر ډول د ویلې کېدو لامل شي او د غوښې ځينې برخې د بشپړ کنګل ویلې کېدو مخکې د 'خطر زون' ته ننوځي. چرګ تل په یخچال کې ویلې کړئ او په بشپړه توګه یې پوخ کړئ. په چرګانو کې د کیمپیلوباکټر بکتریا کولی شي د معدې جدي ستونزو، کانګو لامل شي او ان تاسو تر روغتونه ورسوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه څه چې تاسو یې باید وکړئ
مخکې له دې چې خواړه بیا تاوده کړئ، تل یې په یخچال کې وساتئ
څېړنې ښيي، په یخچال کې د خوړو تر (۵ درجې ساتني ګراد) لاندې ساتل د زیان رسوونکو ناروغیو وده محدودوي.
خپل خواړه په یخچال کې له اېښودلو مخکې ساړه کړئ
په یخچال کې د ګرمو خوړو اېښودل ښايي ستاسې د یخچال تودوخه لوړه کړي، په یخچال کې نور خواړه له خطر سره مخ کړي او بکتریا ته اجازه ورکړي چې وده وکړي. ښه دا ده چې خواړه مو د خونې د تودوخې په اندازه ساړه کړئ او وروسته یې په یخچال کې کېږدئ. په تودې هوا کې، که خپل خواړه لږ وخت بهر کېږدئ، هومره به خوندي وي.
د 'خطر ساحه' وپېژنئ
بکتریاوې کولی شي، د ۸ او ۶۳ درجو ترمنځ په چټکۍ تکثر وکړي( خورې شي).
د یخچال تودوخې درجې تر منفي ۵ درجو ښکته ساتل د خوړو د زهري کېدو مخنیوي کې مرسته کوي، په داسې حال کې چې د سانتي ګراد منفي ۱۸ درجو پورې د خوړو کنګلول د بکتریاوو فعالیت بندوي. باید په یاد مو وي چې په کنګل کېدو سره بکتریا له منځه نه ځي، د خوړو کنګل تر ویلې کېدو وروسته بیا کولی شي، ژوندۍ شي.
ساړه شوي خواړه په یخچال کې کېږدئ چې بیا کنګل شي
تاسو کولی شئ ځینې خواړه د کارولو تر نېټې کنګل کړئ، لکه وچه ډوډۍ او ورته نور محصولات چې ښه کنګل کېږي او په یخچال کې اوږده موده پاتې کېږي.
کنګل شوي خواړه مخکې تر هغه چې بیا تاوده شي بشپړه توګه یې کنګل ویلې کړئ
دا په خوراکي توکو پورې اړه لري او کولای شئ تر ۲۴ ساعتونو یې په یخچال کې کنګل ویلې کړئ. په لویه اندازه خواړه لکه یو بشپړ چرګ به ښايي ډېر وخت ونیسي، په داسې حال کې چې په کوچنۍ اندازه خواړه ژر ویلې کېږي. کېدای شي د ځینو خوړو کنګل په مایکروویو کې ویلې شي، خو غوره ده چې سمې لارښوونې په پام کې ونیول شي. په یخچال کې د کنګل ویلې کول، دا ډاډ ورکوي چې خواړه د 'خطر له زون' بهر پاتې کېږي.
ډاډ ترلاسه کړئ چې د کنګل شويو خوړو کنګل په بشپړه توګه ویلې شوی دی
که د خوړو کنګل په بشپړ ډول نه يو ویلې شوی، ښايي په نا انډوله ډول پاخه شي، چې مضرو بکتریا ته د ژوندي پاتې کېدو اجازه ورکوي.
پاتې شوې وریجې په ۲۴ ساعتونو کې بیا تودې کړئ او ویې خورئ
وریجې کولی شي د باسیلس سیریس زرې ولري چې د پخولو پر مهال ژوندۍ پاتې کېږي. د وریجو سړول او ژر په یخچال کې ساتل دا خطر کموي، خو بیا باید یوازې یو ځل تودې شي. د پخو شویو وریجو کنګلول کولی شي د بکتریاوو هګیو وده ودروي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د زیان منونکو خلکو لپاره د خوړو بیا تودولو پرمهال له ډېر احتیاطه کار واخلئ.
هغه کسان چې د خوندیتوب یا معافیت سیسټم یې کمزوری وي، مېندواره مېرمنې، کوچني ماشومان او د لوړ عمر لرونکي د خوړو څخه رامنځته شويو ناروغیو له لوړ خطر سره مخ دي.
خواړه بیا دومره تاوده کړئ، چې ښه ګرم شي.
که په مایکروویو کې د خوړو کنګل ویلې کوئ، په نیمایي کې یې بیا ښه وښوروئ، چې ډاډ ترلاسه شي په برابره توګه تاوده شوي او کنګل یې ویلې شوی دی.