د سمندرونو انځورن: د نړۍ ترټولو سترې مساپروړونکې بیړۍ له میامي سفرپیل کړ

د سمندرونو انځورن: د نړۍ ترټولو سترې مساپروړونکې بیړۍ له میامي سفرپیل کړ

د نړۍ تر ټولو سترې مساپر وړونکې بېړۍ د فلوریډا له میامي بندره خپل لومړنی سفر پیل کړ، خو له بېړۍ د میتان غاز خپرېدو خطر له امله د چاپېریال د ککړتیا په اړه اندېښنې راپارېدلي.

دا بېړۍ چې د سمندرونو انځورن یا د سمندرونو سېمبول نومېږي ۳۶۵ متره اوږدوالی او۲۰ پوړه لري او تر ۷،۶۰۰ پورې مساپرو ته ځای ورکولای شي. څښتن یې د رویال کاریبین شرکتونو ډله ده.

په دې اوه ورځني سفر کې به دا بېړۍ د کاریبین سیمې یوشمېر ټاپوګانو ته ځي.