په زلزله کې څه باید وکړو او څه ونه کړو؟

په میانمار کې د زورورې زلزلې له کبله زرګونه کیلومتره لېرې بنکاک کې یوه لوړپوړیزه ودانۍ ونړېده.
د عکس تشریح، په میانمار کې د زورورې زلزلې له کبله زرګونه کیلومتره لېرې بنکاک کې یوه لوړپوړیزه ودانۍ ونړېده.

زلزله له خورا خطرناکو طبیعي پېښو یوه بلل کېږي، چې هر کال یې سلګونه ټکانونه ځمکه لړزوي او د سر او مال زیان اړوي.

دا مطلب د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ پر شپږمه خپور شوی و او اوس له تازه معلوماتو سره یو ځل بیا خپرېږي.

تېره ورځ د میانمار په مرکزي برخو کې د رهیکټر په کچه اووه اعشاریه اووه درجې زوروره زلزله راغله، چې ټکانونو د میانمار شاوخوا هېوادونو ځینې برخې هم ولړزولې. د دې زلزلې مرکز د میانمار مانډالې ښار ته نژدې سیمه کې و، چې له کبله یې هلته یو ستر پل ایراډې نومي سیند ته وغورځېد.

د همدې زلزلې له کبله نژدې ۱۰۰۰ کیلومتره لېرې د تایلنډ په بنکاک کې یوه داسې لوړپوړیزه ودانۍ ونړېده، چې د رغونې چارې یې لا نه وې بشپړې شوې.

له یوې میاشتې راهیسې د زلزلې زرګونو ټکانونو د یونان سانتوریني ټاپو لړزوي او ماهرین نه پوهېږي، چې څه وخت به دا ټکانونه پای ته ورسېږي.

له دې مخکې په جنورۍ میاشت کې د ۷ اعشاریه یو اعشاریې زورورې زلزلې له کبله ۱۲۶ کسان ووژل شول. د امریکا جیولوجیکل سروې ادارې د معلوماتو له مخې هغه زلزله د ځمکې له سطحې لس کیلومتره لاندې رامنځته شوې وه.

د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې د ۷ اعشاریه ۳ درجو یوې زلزلې وانیواتو سیمه ولړزوله او د ۷ درجو یوه بله زلزله بیا د شمالي کالفورنیا ساحلي سیمو کې راغله چې له کبله یې د څونامي یا سمندري توپان خبرداری خپور شو.

د ۲۰۲۳ کال فبرورۍ پر شپږمه نېټه د ۷ اعشاریه اته درجې خورا زورورې زلزلې د ترکیې او سوریې ځینې سیمې ولړزولې.

دا خورا خونړۍ زلزله وه، چې له کبله یې دواړو هېوادونو کې تر ۵۹ زرو ډېر خلک مړه شول.

د تېرې لسیزې له ځینو نورو سترو زلزلو یوه په هیټي کې په ۲۰۲۱ کال راغله، چې له ۲۲۰۰ ډېر کسان یې ووژل، په اندونیزیا کې بیا ۲۰۱۸ کال کې د یوې زلزلې له کبله تر ۴۳۰۰ ډېر کسان مړه شول او په ایران کې د ۲۰۱۷ کال یوې زلزلې له کبله له ۴۰۰ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

د زلزلې پېښېدلو پر مهال:

زلزله

هغه کسان چې د زلزلې ترخه تجربه لري، وايي د زلزلې پېښدلو په لومړیو کې له عجیبو غږونو سره مخامخ کېږي چې تر ډېره په لومړنیو سپکو لړزو یا ټکانونو بدلېږي.

ورپسې د زلزلې اصلي څپه ده چې له څو ثانیو تر څو دقیقو اوږدېږي او وروستی پړاو هم د زلزلې وروستي ټکانونه دي چې له اصلي څپې سپک دي.

دا ټول په ډېر لنډ مهال کې پېښېدلی شي.

البته ممکن له زلزلې پېښېدلو مخکې څو سپک ټکانونه حس شي، لکه د ایران د کرمان ولایت په بم کې زلزله چې پر ۱۳۸۲ پېښه شوه.

له اصلي زلزلې مخکې چې سهار پنځه نیمې بجې پېښه شوه، دوه زلزلې یا مخکېني سپک ټکانونه پېښ شول.

د امریکا د زلزله پوهنې اداره په دې برخه کې سپارښتنې لري چې ځینې یې په دې ډول دي.

که په ودانۍ کې یاست:

  • له کړکیو، سترو الماریو، بخاریو او نورو درنو شیانو لېرې شئ، ممکن پر تاسو در وغورځي.
  • د ډوډۍ خوړلو یا لیکلو مېز لاندې پټ شئ او که په زلزله کې وخوځېدل، پښې یې ټینګې ونیسئ.
  • که استوګنیزه مېنه کې یاست، د زلزلې پر مهال بهر یا لاندې په پوړیو( زینو) کې منډه نه کړئ، ځکه ممکن د لوېدیو یا غورځېدلو پر مهال ټپي شئ.
  • اشپزخانه د زلزلې پر مهال یو ډېر خطرناک ځای دی، ترې لېرې شئ.
  • د یخچال، المارۍ او د دوی په څېرد کور د لوړو او درنو وسایلو له څنګه لېرې شئ.

که له ودانۍ بهر یاست:

پرانیستې فضا ته لاړ شئ او له ودانیو، برېښنا تارونو، دودکشونو او هر بل شي لرې شئ، چې ممکن پر تاسو در وغورځي.

که موټر چلوئ:

زلزله

د عکس سرچینه، Getty Images

  • ګاډی په پام سره و درروئ او څومره چې کولی شئ له نورو موټرو ځان لېرې کړئ.
  • هیڅکله هم د پل یا ونو ، د برېښنا مټو یا ترافیکي اشارو لاندې مه درېږئ.
  • چې ټکانونه ختم شوي نه وي له موټر مه کوزېږئ.
  • د بیا تللو پر مهال په سړک کې ماتو خښتو او کاڼو ته پام کوئ.

د زلزلې پېښېدلو پر مهال څه باید ونه کړو؟

  • که د ګاز نلکه مو بنده کړې وه، مه یې خلاصوئ او د ګاز ادارې ته یې وسپارئ.
  • که ډاډه نه یاست چې د لیګ شوي ګاز بوی ختم شوی نه دی، د اورلګیت او نور اور اچوونکو وسایلو له کارولو ډډه وکړئ.
  • باید وپوهېږئ چې مرستندویه ډلې، پولیس، امبولانسونه او اوروژونکي ښايي ژر تاسو ته ونه رسېږي.

له زلزلې وروسته:

زلزله

کله چې زلزله ختمه شي باید وروستیو ټکانونو ته منتظر اوسو او هڅه وکړو چې له ماتو ښیښو او ماتو شیانو ځان لېرې کړو.

له زلزلې وروسته خطرونو څخه د لېرې کېدلو لپاره هم ډول ډول سپارښتنې شته چې ځینې په لاندې ډول دي:

  • که څوک ټپي شوی وي او وینه ترې بهېږي هڅه وکړئ پر ټپ یې نېغ زور وکړئ؛ د دې کار لپاره له پاکې پټۍ یا ټوټې کار واخلئ.
  • هغه کسان چې سخت ټپي شوي وي مه یې خوځوئ مګر په دې شرط چې له ډېر خطر سره مخامخ وي.
  • ټپي په کمپله کې پټ کړئ او ګرم یې وساتئ.
  • که ستاسو کور یا ګاونډ اور اخیستی، نو سملاسي یې د مړولو هڅه وکړئ.
  • په هره وسیله چې کېږئ وروستي خبرونه واورئ.
  • پام کو ئ چې څه شی در باندې ونه غورځي.
  • که د ګاز بوی مو تر سپږمو شو، د اورلګیت یا نورو اور اچوونکو وسیلو له روښانولو ډډه وکړئ.
ماهرین وايي، چېرې چې یاست همالته پاتې شئ.
د عکس تشریح، ماهرین وايي، چېرې چې یاست همالته پاتې شئ.
  • په سړک کې له درېدلو ډډه وکړئ او د مرستندویه ګاډو تېرېدلو ته لار پرانیځئ.
  • ورانو ودانیو ته مه نږدې کېږئ.
  • برېښنا تارونو ته لاس مه ور وړئ.