د طالبانو حکومت کابل کې د سعودي سفارت بیا پرانیستلو هرکلی کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د سعودي عرب سفارت په کابل کې خپلې چارې يو ځل بيا پيل کړې دي.
په کابل کې د سعودي سفارت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې سر له يکشنبې د ډسمبر له ۲۲ نېټې خپل فعاليتونه بېرته پيلوي.
د سعودي سفارت ويلي، "د سعودي شاهي حکومت د افغان وروڼو لپاره د ټولو خدمتونو د وړاندې کولو د لېوالتيا له مخې پرېکړه کړې چې د سعودي استازولي په کابل کې خپل فعاليت بيا پيل کړي."
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د سعودي د سفارت بیا پرانیستل کېدو هرکلی کړی او دا یې د افغانستان او سعودي عرب ترمنځ د اړیکو د پراخېدو په اړه یو مثبت ګام بللی.
ددغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې د سفارت بېرته پرانیستل کېدل به عربستان کې مېشتو افغانانو ته یو لوړ اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
"کابل کې د سعودي عربستان د سفارت بیا پرانیستلو هرکلی کوو او ډاډ ورکوو چې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت به په ټولو چارو کې همکار وي او د هغوی خوندیتوب ته به ډېره پاملرنه کوي. دغه راز موږ خوشبین یو چې د دوی د سفارت بیا پرانیستل به د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکي او همکاري پراخه کړي او دغه راز به په سعودي کې د مېشتو افغانانو مشکلاتو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وشي او په ښه ډول به هغوی ته اسانتیاوې چمتو شي".
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته سعودي عرب په افغانستان کې خپلې سفارتي چارې ځنډولې وې او خپل ډيپلوماتان يې له دې هېواده ايستلي وو خو همدا کال څو مياشتې وروسته يې د خپل سفارت د کونسلي خدمتونو څانګه بېرته پرانيستله.
وروسته بيا د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې يې د امنيتي اندېښنو له کبله سفارت وتاړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان او سعودي عرب تر منځ له لسيزو راهيسې اړيکې موجودې دي. د سعودي حکومت خيريه ټولنه د روغتيا، پوهنې او بشري برخه کې له افغانستان سره مرستې کوي.
طالب مشرانو په وار وار پر هېوادونو غږ کړی، چې په کابل کې خپل سفارتونه او استازۍ بېرته پرانېزي.
اوسمهال په کابل کې د ترکيې، چين او روسيې په ګډون يو شمېر هېوادونو خپل سفارتونه پرانيستي دي خو لا تراوسه هېڅ کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.
نړیوالې ټولنې په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندلو لپاره د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی او د یو ټولشموله حکومت رامنځته کولو لپاره طالبانو ته شرطونه ایښي دي.