حرم سلطان: د عثماني خلافت تاریخ کې "تر ټولو ځواکمنه" ښځه څوک وه؟

د عکس سرچینه، Michael Bowles/Getty Images
- Author, هيلكين دوجاک بوران
- دنده, بي بي سي نيوز ترکي
هغه ښځه چې د عثماني امپراتورۍ یا خلافت په تاریخ کې تر ټولو با نفوذه ګڼل کېږي، سلیمان قانوني خوږه مېرمن وه؛ هغه واکمن چې په تاریخ کې له پیاوړو مشرانو شمېرل کېږي. دا یوه مرموزه څېره ده چې میراث یې لا هم لیکل کېږي او بیا بیا تفسیرېږي او له مړینې څلور سوه کاله وروسته (په ۱۵۵۸ کال کې) یې هم د تاریخ مینهوال هک پک کړي دي.
حُرم سلطان، چې د روکسيلانا په نوم هم پېژندل کېږي، یوازې یوه وینځه یا مېرمن نه وه، بلکې هغې له وینځېتوبه امپراتورۍ کې د نفوذ تر لوړې کچې یې یو بېسارې سفر کړی و او د شپاړسمې پېړۍ عثماني دربار یې بیا جوړ کړ او سیاسي څېره یې بدله کړه.
عثماني سترواکي له څوارلسمې پېړۍ د شلمې پېړۍ تر پیله پورې د سوېل ختیځې اروپا، لوېدیځې اسیا او شمالي افریقا پر برخو واکمنه وه او د نړۍ له تر ټولو لویو او اوږدمهاله امپراتوریو ګڼل کېږي.
ډېری تاریخپوهان باور لري چې د "ښځو سلطنت" دور هغه مهال پیل شو چې حُرم سلطان واک ته ورسېده؛ دا یو داسې پړاو و چې پکې شاهي ښځو په عثماني واکمنۍ کې بېساری اغېز او نفوذ درلود.
د هغه وخت په عثماني حَرم کې ( د سلطان د ماڼۍ شخصي برخه چېرې چې د سلطان مېرمنې، لوڼې، د کورنۍ ښځې او وینځې پکې ساتل کېدې) په ښه توګه مستند شوی دی.
خو سره له دې، د پېړیو له تېرېدو وروسته هم د هغې د اصل و نسب معما د بحث وړ پاتې ده: ایا هغه د اوسني اوکرایین یوه اسیره وه؟ که د ارتودوکس کشيش لور وه؟ یا لکه څنګه چې یوه نا اټکل شوې نظریه وایي، ایا هغه یوه ایټالوۍ اشرافه وه چې سمندري غلو تښتولې وه؟
له اسارت تر درباره

د عکس سرچینه، Tims Productions
ډېری تاریخپوهان باور لري چې حرم سلطان د شپاړسمې پېړۍ په لومړیو کې په روتینیا کې زېږېدلې، چې دې سیمې پخوا د ننني اوکرایین، پولنډ او بیلاروس ځینې برخې رانغاړلې.
د حرم سلطان د اصلي نوم لپاره کوم قاطع سند نشته. ځینې اوکراییني سرچینې هغې ته د "الکساندرا لیسوفسکا" یا "اناستازیا" نومونه ورکوي، خو نور بیا وايي چې هغه په په لوېدیځه اروپا کې په "لا روسا" (سور رنګې)، "روزانا" (ښکلي ګل)، "روکسلان" (روثینیايي ښځه)، "روکسانا"، یا د لوېدیځې اروپا په اسنادو کې "روکسيلانا" نومونو یاده شوې ده.
خو په رسمي عثماني اسنادو کې هغې ته "هاسکي حرم سلطان" ویل کېږي. "حُرم" په فارسي کې د خوښۍ مانا لري، او "هاسکي" د ویاړ لقب دی چې د سلطان د زوی مور ته ورکول کېده.
ځینې سرچینې ادعا کوي چې حرم د یو ارتودوکس کشيش لور وه، خو نورې بیا وایي چې هغه په یوه بزګره کورنۍ کې زېږېدلې وه.
یوشمېر اسناد ښيي چې هغه په روهاتین کې د قرم تتار نیواکګرو تښتولې وه ـ دا هغه ښارګوټی و چې هغه مهال د پولنډ د پادشاهۍ برخه وه او نن ورځ د لوېديځ اوکرایین په نقشه کې راځي، هغه نظر چې د ترکیې پوهنتوني استاد فریدون ایمیسین له خولې نقل شوی دی.
وروسته هغه د یوې وینځې په توګه وپلورل شوه او د خپلې نوې ځوانۍ په پیل کې عثماني امپراتورۍ ته وروستل شوه. د ترکیې پوهنتوني استادې زینب تاریم په وینا، حرم د شهزاده سلیمان مور ته ډالۍ شوه ـ هغه سلیمان چې وروسته د "سلیمان القانوني" په نوم مشهور شو.

د عکس سرچینه، Tims Productions
تاریخپوهان باور لري چې حرم په شاوخوا ۱۵۲۰ کال کې د عثماني حرم برخه شوه، ځکه چې د هغې او سلیمان لومړی زوی شهزاده محمد په راتلونکي کال کې وزېږېد.
سلیمان القانوني له پېړیو راهیسې پر ځای پاتې دودونه مات کړل، ځکه وروسته یې له هغې سره واده وکړ ـ داسې کار چې دربار یې حیران کړ او حرم یې یوې بېسارې درجې ته ورسوله. تر هغه مخکې هېڅ عثماني سلطان له خپلې (محبوبې) سره واده نه و کړی.
ایټالوي اړخ
سره له دې چې ډېری پوهانو د حرم روتینیايي ریښې منلې، لا هم ځینې بدیلې نظریې شته چې د هغې د شالید په اړه بل ډول انګېرنې وړاندې کوي.
یوه له خورا لانجمنو ادعاوو د څېړونکي ډاکټر رینالدو مرمرا له خوا شوې، چې وایي هغه د واتیکان په ارشیف کې یو لاسلیک شوی سند موندلی چې پکې اشاره شوې حرم په حقیقت کې یوه ایټالوۍ اشرافه وه، چې مارګریتا نومېده او د سیېنا د مارسیګلي له کورنۍ سره یې تړاو درلود.

د عکس سرچینه، Rinaldo Marmara
څېړونکی رینالدو مرمرا وایي، د هغه د موندل شوي لاسلیک شوي سند له مخې، حرم او د هغې ورور د قزاقانو له خوا برمته شوي وو او بیا د غلام او وینځې په توګه پر عثماني دربار وپلورل شول.
مرمارا نور هم وړاندې لاړ، او یادونه یې وکړه چې دا لاسوند د سلطان محمد څلورم، د حریم د اولادې او پاپ الکساندر اوم ترمنځ د ادعا شوې خپلوۍ څرګندونه کوي، چې د دې روتیني هویت په اړه شک څرګندوي او د هغې اشرافي نسب ته اشاره کوي.
خو ډېری تاریخپوهان لا هم پر دې نظریې شک لري. پروفیسوره زېنب تاریم خبرداری ورکوي چې د داسې ادعا لپاره باید ډېر زیات معتبر شواهد موجود وي، هغه څه چې دا مهال نه شته.
هغې یادونه وکړه چې د وینس د استازو ډېر دقیق او تفصیلي اسناد، چې د شاهي ماڼۍ د اوازو او دپلوماتیکو چارو له تر ټولو باوري سرچینو ګڼل کېږي، هېڅکله داسې څه نه دي ثبت کړي.
هغې وویل: "که داسې څه وای، نو دې اسنادو به موږ ته ویلی وی او موږ به ډېر پخوا پرې خبر شوي وی".
پروفیسر فریدون ایمیسین هم دا مشکوک نظر تاییدوي. دی مني چې حرم له پولنډۍ شاهي کورنۍ سره اړیکې لرلې، خو باور لري چې دا د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو برخه وه، نه دا چې د هغې د اشرافي اصل ثبوت وي.
"روسۍ جادوګره"
د حرم د هویت په اړه دا ګډوډي لا نوره هم ډېرېږي، ځکه چې د هغې نوم د بېلابېلو سرچینو لخوا په بېلابېلو ډولونو یاد شوی.
د عثماني دورې ځینو اسنادو او اشعارو هغې ته د "روسۍ جادوګرې" لقب کارولی، یو سپکاوی کوونکی لقب چې ډېری وخت د هغې مخالفینو له لوري کارول کېده، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د سلیمان مشر زوی شهزاده مصطفی، چې له یوې بلې ښځې زېږېدلی و او د سلطنت احتمالي وارث و، اعدام شو.
د خلکو ترمنځ دا باور پراخ و چې د مصطفی له منځه وړلو تر شا هم حرم ولاړه وه، چې خپلو زامنو پر پلاز د کېناستو لاره هواره کړي.

د عکس سرچینه، Pictures From History/Universal Images Group
پروفیسر فریدون ایمیسین په ډاګه کوي چې د عثماني پېر په سیاق کې د "روس" اصطلاح یوازې د روسیانو د قوم لپاره نه کارېدله، بلکې دا یوه جغرافیوي اصطلاح وه چې اطلاق یې د ننني اوکرایین او بیلاروس د اوسېدونکو په ګډون پر هر شمال مېشته وګړي کېده.
لوېدیځو سیلانیانو او د وینس دپلوماټانو هم حرم ته د "روسۍ" لقب ورکاوه، خو څېړونکي وایي دا د هغې جغرافیایي اصل ته اشاره وه، نه د قومي تړاو له مخې.
پروفیسر ایمیسین وایي: "هغه مهال روسیه د نن ورځې په بڼه نه وه موجود او په هغه وخت کې چې به چا ویل روسیه یا روس، هدف به یې د شمال هغه جغرافیه وه چې حرم ترې راغلې وه."
د "بي بي سي نیوز اوکرایین" خبریال ویتالي چیرفونینکو وایي: "په شپاړسمه پېړۍ کې د اوکرایینیانو مېشتې سیمې، چې د پولنډ د سلطنت برخه وې، د روسک ولایت بلل کېدې او روهاتین هم د هغې برخه وه".
دی زیاتوي: "اوکرایینیان هغه وخت د 'روسین' په نوم پېژندل کېدل، خو دې نوم هېڅ تړاو له روسیې سره نه درلود".
په وروستیو کلونو کې د حرم سلطان هویت په ځانګړي ډول په اوکرایین کې سیاسي ارزښت ترلاسه کړی او اوس د یوه ملي شخصیت په توګه یادېږي.
په روهاتین کې، چې د هغې د زېږېدو ځای ګڼل کېږي، مجسمې یې درول شوې او په ماریوپول ښار کې، چې دا مهال د روسیې تر اشغال لاندې دی، یو جومات د حرم سلطان او سلطان سلیمان القانوني په نوم نومول شوی دی.
په ۲۰۱۹ کال کې، انقره کې د اوکرایین سفارت په غوښتنه، په استانبول کې د سلیمانیه جومات په انګړ کې، چېرې چې د حرم مزار دی، د قبر له شناختې د "روسي اصل" یادونه لرې شوه.
دغې لوحې ته نوی شکل ورکړل شو، چې پکې د حرم اوکراییني میراث ته اشاره شوې، او دا ښيي چې د هغې میراث لا هم د نننۍ جغرافیایي سیاست برخه ده.
خیریه کارونه

د حرم سلطان نفوذ یوازې د حرم تر دېوالونو محدود نه و؛ بلکې د هغې خیریه کارونه تر ټولو د پام وړ پاتې شوي دي.
هغې په استانبول او بیتالمقدس کې، چې هغه مهال د عثماني سترواکۍ برخې وې، جوماتونه، خیریه پخلنځي او بنسټونه جوړ کړل. تر نن ورځې د استانبول "هاسکي" سیمه د هغې نوم لري.
د تاریخي اسنادو له مخې، حرم سلطان د ۱۵۵۸ زېږدیز کال د اپرېل پر ۱۵مه نېټه په استانبول کې وفات شوه او د هغې مرګ طبیعي و. جنازه یې د سلیمانیه په جومات کې خاورو ته وسپارل شوه او وروسته، د سلطان سلیمان القانوني په امر د هغې پر قبر یو مزار جوړ شو.
د حرم مړینه د یوې استثنایي ژوند کیسې پای و، خو دې پای د هغې په اړه شته پوښتنې پای ته ونه رسولې.
که هغه یوه روتینیايي اسیره وه، که یوه ایټالوۍ اشرافه او که یوه ځواکمنه مېرمنه چې ناسمه تعبیر شوې، حرم سلطان لا هم د عثماني او نړیوال تاریخ له تر ټولو زړه راښکونکو او لانجمنو شخصیتونو پاتې شوې ده.