د ناسا دوه ستورمزلي بالاخره ځمکې ته ستانه شول

  • Author, روبېکا مورال، الېسن فرانسېس او ګرېګ بروزنن
  • دنده, بي بي سي ساینس څانګه

د امریکا فضايي ادارې (ناسا) ستورمزلي بوچ ویلمور او سوني ویلیمز په فضا کې له نهو میاشتو تېرولو وروسته بېرته ځمکې ته ستانه شول. دوی دواړه د سپېس اېکس کمپنۍ په یوه کپسول یا راکټ کې ځمکې ته را ورسېدل.

راکټ یې د امریکا فلورېدا ایالت یوې سمندرغاړې ته نژدې کېناست، چې وروسته یوې ژغورونکې بېړۍ له اوبو راوویست.

ستورمزلي ترې راووتل او ورته ولاړو خلکو ته یې لاسونه پورته کړل. له دوی سره دوه نور کسان د فضايي عملې کارکوونکي نېک هېګ او کاسموناټ الکساندر ګوربونوف وو.

د ناسا د سوداګریز پروګرام د عملې مدیر سټیو سټېچ په یوه خبري ناسته کې وویل: "عمله ښه ده."

له دې ناستې سره هغه ماموریت بشپړېږي چې ټاکل شوې وه اته ورځې یې دوام کړی وای. دا موده هغه مهال وغځول شوه چې بوچ او سوني په نړیوال فضايي تمځای کې له تخنیکي ستونزو سره مخامخ شول.

د ناسا د فضایي عملیاتو د ماموریت ادارې مرستیال جویل مونټالبانو دغه خبري غونډه کې وویل " ډېره ښه خبره ده چې دغه عمله کورته ستنه شوه، او ښکلې ناسته یې وکړه."

هغه له ستورمزلو مننه وکړه چې له حالاتو سره یې ښه مقابله کړې. له فضا ځمکې ته د ستنېدو دې سفر ۱۷ ساعته وخت ونیوه.

ستورمزلو ته د کوزېدو پر وخت تذکرې (سټرېچرز) وروړل شوې وې ځکه ډېره موده یې په بې وزنه چاپېریال کې تېر کړی و. دوی به د روغتیايي ډلو له لوري له معاینې وروسته خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

د بریتانیا لومړنۍ ستورمزلې هېلېن شارمن وویل "لویه خبره به د دوی لپاره له ملګرو، کورنۍ او خلکو سره لیدنه وي ... تمه وه چې دا خلک به کرېسمېس ته چې په ډسمبر میاشت کې و کورته ستانه شي."

"که د کورنۍ لمانځنې دي، د زېږون ورځې او یا نورې پېښې چې دوی فکر کاوه باید په کې وی او وخت یې له لاسه ورکړ، اوس به د دغه څه جبرانېده وخت ونیسي."

د بوچ او سوني کیسه د ۲۰۲۴ کال په جون میاشت کې پیل شوه. دوی د سټارلاینر فضایي الوتکې په لومړۍ ازمېښتي الوتنه کې برخه اخیستې وه. سټارلاینر د فضایی شرکت بوېنګ له لوري جوړه شوې وه.

خو فضا ته په سفر کې دغه کپسول له تخنیکي ستونزو سره مخ شو او د دې ماموریت چارواکو غوره ونه بلله چې دغه ستورمزلي بېرته ځمکې ته پکې ولېږي.

سټارلاینر د تېر کال د سپټمبر میاشتې لومړیو کې ځمکې ته له کوم خطر پرته تش راستون شو. دا په دې معنی وه چې ایسار ستورمزلي باید په یوه بله آله کې ستانه شوي وای.

ناسا پر یوه بل غوراوي کار وکړ او د سپېس اېکس یو توغندی یې ور واستوه. هغه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې نړیوال فضايي تمځای ته ورسېد.

د سپېس اېکس دغه راکټ څلور څوکۍ درلودې. فضا ته یې دوه کسان یوړل او دوې څوکۍ خالي پرېښودې چې بوچ او سوني پکې راستانه کړي.

خو خبره دا وه چې دې کپسول شپږ میاشتې ماموریت درلود. هغه په دې معنی شو چې بوچ او سوني باید شپږ میاشتې په فضا کې پاتې شوي وای. دې دوو ستورمزلو بله چاره نه درلوده.

دوی په فضا کې ځینې تجربې وکړې، پلی فضايي مزل یې وکړ او سوني د هغې مېرمنې ریکارډ مات کړ چې ډېر وخت یې له فضايي تمځای بهر تېر کړی و.

دوی مسیحي اختر یا کرېسمېس کې، ځانګړې خولۍ او جامې اغوستې وې او د کرېسمېس پیغامونه یې واستول. که څه هم دې جوړې ته د ایسارو ستورمزلو خطاب کېږي خو دوی ځان ایسار نه احساساوه.

اوس چې بېرته راستانه شوي نو طبي معایناتو لپاره به د تکساس ایالت په هیوسټن ښار کې د جانسن فضايي اډې ته ولېږدول شي.

په فضا کې د اوږدې مودې ماموریتونه پر بدن اغېز کوي. ستور مزلي د هډوکو تراکم بایلي او د عضلاتو له لاسه ورکولو سره مخامخېږي. د وینې جریان یې هم اغېزمنېږي، او د مایع بدلون سره یې د سترګو پر لید اغېز کېدلی شي.

د دوی لپاره اوږده موده په کار ده چې بېرته عادي ژوند ته وګرځي نو مجبور دي ځانګړي ورزشي حرکتونه وکړي چې خپل بدنونه بېرته له جاذبې قوې سره اشنا کړي.

بریتانوی ستورمزلی ټېم پیک وايي "عادي ژوند ته ورګرځېدل به وخت وغواړي."

هغه بي بي سي ته وویل "دغه وخت کې ستاسو بدن ښه احساس کوي او دا داسې دی لکه د رخصتۍ د مودې احساس چې وي."

هغه وویل " په زړه مو هر څه اسانه تېرېږي، هډوکي او عضلات مو ارام وي، د نړیوال فضايي تمځای شاوخوا د صفر جاذبې لرونکي حېرانونکی چاپېریال کې وي"

هغه زیاته کړه "باید ورزش ته دوام ورکړئ."

بوچ او سوني وویل، اوږده موده یې فضا کې تېرولو ته چمتو وو، خو ډېر داسې څه وو چې دوی یې کورته د تګ لپاره په تمه وو.

سوني ویلیمز تېره میاشت له سي‌بي‌اېس ټلویزوني شبکې سره خبرو کې ویلي وو"په بې‌صبرۍ د خپلې کورنۍ او خپل سپیو لیدو او سمندر کې ټوپ وهلو ته په تمه یم. ډېره ښه به وي چې ځمکې ته ستنه شم او احساس یې کړم."