ایا لمر ضد کریم په سمه توګه کاروئ؟

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د لمر وړانګې سرطان پیدا کوي - دلته په دې تړاو له متخصصانو اورو چې څنګه ترې ځان وساتو.‌

د لمر ضد کریم کارول په پراخه کچه د خپلې روغتیا ساتنې لپاره یوه تر ټولو غوره لار ګڼل کېږي.‌

د مېلانوما پوستکي سرطان تر ۸۰ سلنې ډېرې پېښې د لمر د وړانګو په وسیله د پوستکي سوځېدو له کبله رامنځته کېږي او دا شمېره کال په کال مخ په لوړېدو دی. اټکل دا دی چې هر کال ټوله نړۍ کې د پوستکي سرطان یو نیم میلیون نوي پېښې ثبتېږي او دا چې دا شمېر به تر ۲۰۴۰ کال پورې نیم په نیمه (۵۰ سلنه) نور هم لوړ شي.

خو د لمر وړانګو ته د پاتې کېدو د خطرونو په اړه له دغو ترخو حقایقو او د عامې روغتیا په تړاو له پرله‌پسې خبرداریو سره سره په دې تړاو مغشوشتیا موجوده ده چې لمر ضد کریم څنګه او کله ولګول شي.

ولې باید خپل پوستکی له لمره وساتو؟

په کالیفورنیا پوهنتون کې د طب استاد ریچارډ ګالو وايي، کله چې موږ لمر ته ورمخامخېږو، ماورای‌بنفش وړانګې (UV) زموږ د پوستکي ژوندینکو یا حجرو کې موندل کېدونکې ډي‌اېن‌اې، پروټینونو او نورو مالیکولونو ته زیان رسوي.

د ګالو په وینا د لمر د رڼا ماورای‌بنفش وړنګو (UV) ته په مخامختیا کې اعتدال د پوستکي‌ حجرو سره مرسته کوي چې ویټامین ډي تولید کړي. خو که موږ خپل پوستکی ډېر وخت لمر ته ښکاره کوو، نو هڅه کوي چې د میلانین د تولید له لارې په تورېدو سره ځان وساتي. نوموړی زیاتوي

"که د لمر وړانګو ته مخامختیا ډېره وي، پوټکی نشي کولی ځان خوندي کړي او تاسو سوځېږئ."

ګالو وايي دا زموږ په حجرو کې د ډي‌اېن‌اې (DNA) د زیانمنېدو لامل ګرځېدای شي، چې کولی شي تر وخت مخکې د زړښت او د پوستکي پر سرطان د اخته کېدو خطر زیات کړي.

له ماورای‌بنفش وړانګو سره مخامختیا د پوستکي سرطان د خورا عامو ډولونو اصلي لامل دی.

ګالو وايي‌ "هغه لمر ضد کریم چې له لمره د خوندیتابه ضریب (SPF) یې کم وي،‌ د وړانګو مخه تر یوه ځایه نیسي" خو "دا په ډېرو مواردو کې، بیا هم د ټولو زیان اړونکو اغېزو رامینځته کېدو ته اجازه ورکوي. . د لمر وړانګې بالقوه سرطان زېږونکې دي، ان په ډېر کم مقدار کې هم."

اېس‌پي‌اېف (SPF) څه شی دی او څومره اړتیا لرو؟

کریم

د عکس سرچینه، Getty Images

اېس‌پي‌اېف له "لمر د ساتنې ضریب یا فکتور" مخفف دی او د لمر ضد کریمو پر بوتلونو یې د لیکلې اندازې شمېر دا په ګوته کوي چې د لمر څومره ماورای‌بنفش وړانګو ته اړتیا ده چې دا کریم بې‌ اغېزې کړي. له همدې امله ده، چې څومره SPF لوړ وي، هماغوره به ستاسې پوستکی ډېر خوندي وي.

اېس‌پي‌اېف یوازې له ماورای‌بنفش 'بي' وړانګو UVB د ساتنې کچه په ګوته کوي او له ماورای‌بنفش 'اې' وړانګوUVA څخه د خوندیتابه اندازه د بلې جلا درجه‌بندۍ له لارې مشخصېږي (چې وروسته به پرې بحث وکړو).

د ماورای‌بنفش وړانګو اندازه چې موږ ورسره مخامخېږو، د ورځې په اوږدو کې بدلون مومي - د لمر وړانګو له ځواکمنېدو سره، موږ د لمر له ډېرې انرژۍ سره مخ کیږو. د لمر وړانګې د سهار له لسو د مازیګر تر څلور بجو پورې تر ټولو پياوړې وي.

د لمر ضد کریمو د کارولو غوره لاره کومه ده؟

د ۲۰۱۸ کال یوې څېړنې ومونده چې د لمرضد کریم له وهلو سملاسي وروسته د ماورای‌بنفش وړانګو پر وړاندې یو څه اندازه محافظت پیلېږي- خو د دې اغېزې باثباته کېدل شاوخوا ۱۰ دقیقې وخت نیسي. په هره توګه، متخصصان معمولا سپارښتنه کوي چې خلک باید لمر ته له وتلو څخه ۲۰ تر ۳۰ دقیقې مخکې سنسکرین یا لمرضد کریم ووهي، چې د پوستکي په وسیله ښه جذب شي.

که دوه ځله ووهل شي، دا لا به لا ښه وي ځکه څېړنو ښودلې چې ډېر خلک لږه اندازه لمر ضد کریم وهي.

څېړونکو د یوې څېړنې پر مهال له ۳۱ ګډونوالو وغوښتل چې لابراتوار کې تر تورې رڼا لاندې لمر ضد کریم ووهي او په دې توګه وکتل شول چې له دویم ځلي وهلو سره د پوستکي د سطحې هغه ساحه راکمه شوه چې په لومړي ځل پرې کریم نه وو وهل شوي.

ساینسپوهان دا مشوره هم ورکوي چې که خوله کېږو، په ځان اوبه تېروو یا مو پوستکی په ټوکر یا شګو له مښل کېدو سره له کریم پاکېږي، نو ښه دا ده چې دویم ځل یې ووهو.‌

د پوهنتون استاد ریچارډ بلک‌برن وايي، دا هم مهمه ده چې لمر ضد کریم د مرطوبوونکي په څېر د پوستکي له نورو محصولاتو سره ګډ نه کړئ.

دا ځکه چې ډېر سنسکرینونه چې د زېنک اوکسایډ په څېر کوچني‌ فلزي ذرات لري، ښايي له دې کبله کم اغېزې شي چې اجزا یې د نورو محصولاتو له اجزاو سره یو ځای کېدو ته غبرګون ښيي.

بلک‌برن وايي خو دا په دې مانا نه ده چې موږ باید لمر ضد کریم ونه کاروو. د نوموړي په وینا "تر ټولو مهم پیغام دا دی چې له اپریل څخه تر سپتمبر پورې هره ورځ لمر ضد کریم ووهل شي."

هغه وايي، د بېلګې په توګه بریتانیا کې اکثریت موجود فورمولاسیونونه یا ترکیبات هغه وخت د اعتبار وړ دي چې یوازې په یوازې وکارول شي. د هغه مشوره دا ده چې د لمرضد کریمونو مختلف برنډونه باید له یو بل سره او همدا راز سنسکرین د پوستکي له نورو محصولاتو سره باید ګډ ونه کارول شي، ځکه ښايي د دوی ځینې اجزا له یو بل سره مطابقت ونه لري.

ایا امریکا او بریتانیا کې د لمر ضد کریمونو ترمنځ‌ څه توپیر شته؟

په امریکا او بریتانیا کې د پلورل کېدونکو لمرضد کریمونو ترمنځ ځینې توپیرونه شته، چې یو څه یې د دوی د ډلبندي کېدو په څرنګوالي کې دي. په امریکا کې لمر ضد کریمونه له نسخې پرته درملو کې حسابېږي، نو هره ترکیبي اجزا یې باید له اوږدې څارونکې پروسې تېره شي، په دې مانا چې د نویو لمر ضد کریمو تاییدېدل ډېر وخت نیسي. په اروپايي ټولنه کې بیا سنسکرینونه د سینګارتوکو له ډلې منل شوي دي.

دا چې په امریکا کې د نویو او احتمالآ لا ډېرو اغېزناکو لمرضد کریمو د تایید پروسه اوږده ده، نو څېړونکو موندلې چې په دغه هېواد کې د ځینو کارېدونکو کریمو کیفیت،‌ د ماورای‌بنفش 'اې' وړانګو په مخنیوي کې د اروپا لوړو سټنډرډونو ته نشي‌ رسېدای.‌

ایا لمر مو د ښیښي‌ تر شا سوځولی شي؟

کریم

د عکس سرچینه، Getty Images

ګالو وايي، ښیښه د لمر تر ټولو خطرناکې وړانګې (UVB) فلټر کوي، خو بیا هم ځینې وړانګې ترې تېرېږي چې د ټیټې کچې زیان لامل ګرځېدای شي.

لمر ته دوامداره مخامختیا ان که د ښیښه‌يي کړکۍ تر شاه هم وي، پوستکي ته زیان رسوي.

د ماورای‌بنفش اې وړانګو (UVA) تماس، چې فکر کېږي چې د عمر په تېرېدو سره پوستکي کې د ۹۰ سلنه لېدو وړ بدلونونو لامل دي، د ښیښې له شا کار ایستی شي.

ایا د لمر ضد کریمو تاریخ تېرېږي؟

متخصصین وايي چې د وخت په تېرېدو سره د لمر ضد کریمو اغېزه کمېږي، خو په ټوله کې د پېرلو له نېټې څخه تر درېیو کلونو پورې کار کوي. په بریتانیا کې د لمر ضد کریمو پر ډېرو بوتلونو باندې د دې مشخصولو لپاره نښې او سمبولونه وي، چې د محصول له پرانیستل کېدو وروسته څو میاشتې کارېدای شي.‌

په امریکا کې د خوړو او درملو اداره (FDA) پر ټولو لمر ضد محصولاتو اړینه کړې چې تر پېرېدو وروسته لږترلږه درې د کارېدو وړتیا ولري، مګر دا چې د انقضا تاریخ ولري او په دې شرط چې په مستقیم ډول لمر یا ډېرې تودوخې ته نه وي ایښودل شوی.

دا سپارښتنه هم کېږي چې که ډاډه نه یاست،‌ نو لمر ضد کریم په ثبات او رنګ کې د څرګند بدلون لپاره وګورئ. د لمر له مستقیمو وړانګو یا د موټر به څېر له تاوده چاپیریاله د بوتل لېرې ساتل، د لمر ضد کریمو د اجزاو د ژر تجزیه کېدو په مخنیوي کې مرسته کوي.

ایا لمر ضد کریم د ویټامین ډي د تولید مخه نیسي؟

ویټامین‌ډي د کلسیم جذب کې مهم رول لوبوي چې د هډوکو ځواکمنتیا او د معافیت سیسټمونو له ساتنې سره مرسته کوي.

داسې اندېښنې شته چې د لمر ضد کریمو کارول د ویټامین‌ډي جذب بندولی شي، خو د مطالعاتو بیاکتنې روښانه کړې چې په ټوله کې له دې اړخه د لمر ضد کریم د کارېدو خطر کم دی،‌ چې موږ څومره ویټامین ډي جذبوو.‌

ایا په لمر ضد کریمو کې زهرجن مواد وي؟

کریم

د عکس سرچینه، Getty Images

دا اندېښنې شته چې د لمر وړانګو ضد کریمونه ځینې داسې اجزا لري چې کولی شي زموږ بدن کې راټول شي او زیان واړوي. شواهد ښيي چې د بریتانیا، اروپايي ټولنې یا امریکا کې لخوا تایید شويو لمر ضد کریمو کې کارول شوي اجزا خوندي او ګټور دي، او هر ډول احتمالي زیان یې له ماورای‌بنفش وړانګو څخه د خلکو په ساتنه کې د دوی تر ګټو ډېر کم دی.

ګالو وايي، د لمرضد کریمونو اړوند تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې ایا تاسې خو به یې د ترکیب له کوم ځانګړي جز سره حساسیت نه لرئ، ځکه دا کولی شي د لړمیو لامل شي.

د هغه په وینا "په لمر ضد کریمونو کې د زهرجن موادو د موجودیت په اړه افسانې له مبالغې ډکې دي او د لمر وړانګو له زهرجنو اغېزو سره نه شي پرتله کېدای... که سنسکرینونه له لارښوونې سره سم وکارول شي خوندي او د پوستکي له سرطان څخه ډېر ښه دي."

لویان باید څومره لمر ضد کریم وکاروي؟

د امریکا د خوړو او درملو ادارې مشوره دا ده چې ۲ ملي‌ګرامه/ cm2 لمر ضد کریم به ازمېښتي ډول ووهل شي، په دې مانا چې که موږ تر دې کمه اندازه کاروو، نو هغه محافظت نه رامنځ ته کوی چې پر لیبل یې لیکل شوي.

دا اندازه تر ډېره د یوه اوسط اندازه بالغ کس مخ او بدن لپاره له شپږو څمڅو سره پرتله کېږي. خو مطالعاتو ښودلې چې خلک عموما د اړتیا له اندازې ډېر کم لمر ضد کریم کاروي، او له همدې امله هغومره خوندي نه وي چې دوی یې فکر کوي.

ماشومان باید څومره سنسکرین وکاروي؟

د کوچنيانو پوټکی د لمر د ماورای‌بنفش وړانګو پر وړاندې لا ډېر حساس دی، نو ځکه په ځانګړي ډول مهمه ده چې باید له لمره خوندي وي. له شپږو میاشتو کم عمره ماشومانو ته باید سنسکرین ونه وهل شي. دوی باید په مستقیم ډول لمر ته ورمخامخ نه شي بلکې په ازاده جامو او سیوري کې وي.

سپارښتنه دا ده چې دوه کلن ماشومان د چایو پر دوه کاشوغو لمر ضد کریمو، پنځه کلنو پر درېیو، نهه کلن پر څلورو او دیارلس کلن ماشومان پر پنځه کاشوغو سنسکرین غوړېدای شي. ساینسپوهان سپارښتنه کوي چې لویو ماشومانو ته په هرو دوو ساعتونو کې سنسکرین وهل کېدای شي.

کوم ډول لمر ضد کریم وکاروو؟

دا مهمه ده چې د لوړ کچې اېس‌پي‌اېف لرونکي لمرضد کریم وکاروئ چې پر لیبل باندې یې "پراخ طیف" لیکل شوی وي، ځکه دا په دې مانا ده چې ماورای‌بنفش اې او بي وړانګو څخه ساتنه کوي.

د لمرضد کریم د UVA د خوندیتابه کچې ښودلو لپاره دوه عمده لارې موجودې دي او کارول کېدل یې په دې تړاو لري چې چېرته ژوند کوئ.

یو د محافظت د درجې (PA) سیستم دی، چې ځینې وختونه پر لمر ضد کریمونو د UVA-PF یا PPD په بڼه لیکل شوی وي. دا یې د درجې ارزولو لپاره د کارول شوي میتود پورې اړه لري.

په دې سیسټم کې د محافظت لوړه کچه ****PA ده، په دې مانا چې تاسو د لمر ضد کریم له کارولو وروسته د هغه د نه کارولو پرتله شپاړس ځله ډیر خوندي یاست. لږ ستوري د محافظت ټیټې کچې ته اشاره کوي. د درجه بندۍ دا سیستم تر ډېره په امریکا او جاپان کې پر پلورل کېدونکو لمر ضد کریمو لیدل کېدای شي.

د لمر ضد کریم کمپینو لخوا د UVA محافظت کچې د ښودلو لپاره بله عامه طریقه د UVA ستورو درجه بندي ده.‌

دا په یوه ګرد سمبول ښودل کېږي‌ چې په منځ کې یې"UVA" توري لیکل شوي، ورپسې تر پنځو پورې ستوري وي (د محافظت تر لوړه کچه ښيي). د UVA د ستورو درجه بندي د ماورای‌بنفش اې وړانګو پر وړاندې د محافظت کچه په ګوته کوي، د UVB د محافظت مقدار په تناسب - نو د SPF50 لمر ضد کریم چې د UVA درجه بندي پنځه لري،‌ د ورته UVA درجه بندۍ د SPF30 لمر ضد کریمو ډیر خونديتوب لري. به بریتانیا او اروپا کې همدا میتود عام دي.

بلک‌برن سپارښتنه کوي چې لږترلږه له 30 SPF سره د پنځه ستورو درجه بندۍ لمر ضد کریم وکاروئ او همدارنګه پوستکی په جامو هم وپوښئ. د پوستکي سرطان خیریه موسسې سپارښتنه کوي چې د کال هره ورځ بهر د ګرځېدو پرمهال د بدن د ټولو ښکاره غړو پوستکي باید په لمر ضد کریمو غوړ شي. دوی ان د لمر ضد کریمو له کارولو سره سره لمر ته د تېرېدونکي وخت د محدودولو پر اهمیت ټینګار کوي.

د سن‌سکرین او سن‌بلاک ترمنځ توپیر څه دی؟

لمر ضد کریم ستاسو او لمر ترمنځ د کیمیاوي خنډ په توګه کار کوي. دا د لمر ماورای‌بنفش وړانګې UV د بندولو پر ځای زموږ پوستکي ته له رسېدو مخکې جذبوي. بلخوا سن‌بلاک بیا د لمر وړانګې پر وړاندې یو فزیکي خنډ رامنځته کوي چې ماورای‌بنفش وړانګې UV ترې نه شي تېرېدای.

د بي‌بي‌سي فیوچر مقاله‌.‌

--

یادونه:

په دې لیکنه کې ټول ذکر شوي مواد یوازې د عمومي معلوماتو لپاره چمتو شوي او باید ستاسې د خپل ډاکتر یا کومې بلې روغتیايي مسلکي طبي مشورې بدیل ونه ګڼل شي.

بي‌بي‌سي د کوم کارونکي لخوا د دې سایټ د منځپانګې پر بنسټ د تشخیص مسوولیت نه لري.

بي‌بي‌سي د کومو بهرنيو انټرنیټي سایټونو د منځپانګې مسوولیت نه لري، او نه هم داسې کوم سوداګریز محصول یا خدمات تاییدوي چې په کوم سایټ کې ذکر شوي یا ېې مشوره ورکړل شوې وي.

که د خپلې روغتیا په اړه څه اندېښنه لرئ، نو تل له خپل ډاکتر سره مشوره کوئ.