د بشار الاسد زوی حافظ چېرې راڅرګند شو او څه یې ویلي؟

د عکس سرچینه، social media
- Author, شیریحان الاخراس، عبدالرحیم سعید او اولګا رابینسن
- دنده, د بيبيسي حقیقت موندنې ټیم
د سوریې د مخکېني ولسمشر بشار الاسد زوی حافظ په تېر ډیسمبر میاشت کې د بشار الاسد له پرځېدا وروسته لومړی ځل په یوه وېډیو کې راڅرګند شوی دی.
په دې ویډیو کې، چې د فبرورۍ په ۱۲مه خپره شوې، حافظ الاسد د مسکو په یوه شتمنه سیمه کې د ورځې پر مهال ګرځي.
په دې نهو ثانیو ویډیو کې، چې ډېره لنډه ده، هغه یوازې دا تاییدوي چې پر اېکس او ټیلیګرام دوه حسابونه لري. هغه په سوريايي لهجه وايي: "پوښتنه شوې وه چې ایا زما حسابونه پر ایکس او ټیلیګرام شته، نو غوښتل مې وضاحت ورکړم: هو، دا زما دي او زه په بله هېڅ خواله رسنۍ کې حساب نه لرم."
نوموړی وروسته له هغه وېډیو کې غږېدلی چې په ټیلیګرام کې یو حساب، چې حافظ ته منسوب دی، د هغه څه ادعا وکړه چې د پلار د واکمنۍ د وروستیو ساعتونو جزئیات یې بللي.
حافظ په ویډیو کې د خپل ټیلیګرام حساب نوم نه یادوي، خو په ویډیو کې یوه "واټرمارک" نښه ښکاري چې د همدې مشهور شوي حساب نوم څرګندوي.
همدې حساب پر ټیلیګرام د فبرورۍ پر ۱۲مه، د ګرينویچ پر وخت ۱۷:۲۶، د دې ویډیو یوه پخوانۍ بڼه خپره کړې وه، چې بیا په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوه.
د سوریې پخوانی ولسمشر بشار الاسد د یوې وسله والې مخالفې ډلې له لوري، چې مشري یې د "تحریر الشام" ډلې کوله، د ډیسمبر پر اتمه له واکه لرې شو.
دوی په یوه روسۍ الوتکه کې له دمشقه مسکو ته یووړل شول او روسیې بشار الاسد، د هغه مېرمنې او درېیو اولادونو ته سیاسي پناه ورکړه.
ویډیو چېرې ثبت شوې؟
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د بي بي سي د حقیقت موندنې ډلې د ویډیو جغرافیایي موقعیت د نښو، لوحو او ودانیو له تحلیل وروسته معلوم کړ.
دا ویډیو د مسکو په "بولشایا اوردینکا" سړک کې ثبت شوې، چې له کرملین ماڼۍ یوازې شاوخوا یو کیلومتر فاصله لري.
په شالید کې ځینې جغرافیایي نښې لیدل کېږي، لکه د روسیې د یوې مشهورې ډوډۍ پلورونکې کمپنۍ لوحه، چې د موقعیت په تایید کې یې مرسته وکړه.
نه ده تایید شوې چې دا ویډیو د خپرېدو پر ورځ (د فبرورۍ ۱۲مه) ثبت شوې که نه.
په ټولنیزو رسنیو کې ځینو حسابونو شکونه ښيي چې شاید له ویډیو سره ضمیمه غږ د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وسیله جوړ شوی وي.
د دې شکونو دلیل دا و چې د حافظ الاسد د شونډو حرکت او غږ ترمنځ یو څه ځنډ موجود و، خو دا ډول ځنډ د وېډیو د ډونلوډولو طریقې یا تخنیکي ستونزو له امله هم رامنځته کېدای شي.
په ویډیو کې داسې واضحې نښې نشته چې ښيي دا د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړه شوې، لکه د څېرې تخنیکي نیمګړتیاوې یا غیرطبیعي بصري جزئیات.
د بي بي سي لخوا کارول شوې د څېرې پېژندلو دوه وسیلې تاییدوي چې په ویډیو کې غږېدونکی سړی تقریبا سل په سله دقت سره حافظ الاسد دی.
حافظ الاسد د خپل پلار د واکمنۍ د سقوط په اړه څه ویلي؟

د عکس سرچینه، Reuters
حافظ الاسد د فبرورۍ پر لسمه، په خپل ټیلیګرام حساب کې، چې له وروستۍ وېډیو سره تړاو لري، د "تښتېدو" ادعاوې رد کړې.
هغه ویلي، هېڅ مخکېنۍ یا بدیله نقشه د دمشق پرېښودو لپاره نه وه جوړه.
د هغه په وینا، د ډیسمبر تر اوومې- چې د پلار د واکمنۍ د سقوط نه یوه ورځ وړاندې وه، د هغه ورور د ریاضیاتو ازموینه ورکړه او د بلې ورځې لپاره د زده کړو دوام ته چمتو و.
هغه ادعا وکړه چې حالت له نیمې شپې وروسته هغه وخت بدل شو، چې یوه روسي چارواکي دوی ته وویل د دمشق حالت خطرناک دی او باید ولسمشر لاذقیې ته ولېږدول شي، چې له هغه ځایه روسیې ته بوتلل شول.
همداراز، هغه دا ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې دوی د خپلو خپلوانو له خبرولو پرته تښتېدلي. هغه وویل څو ځله یې د خپلو تره زامنو سره د تماس هڅه کړې، خو بریالی نه شو.
د نظام له سقوط درې ورځې وروسته د بشار الاسد د تره زوی حافظ منذر الاسد هل بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل:
"بشار نړۍ وغولوله، زموږ کورنۍ یې هم تېر ایستله او موږ یې د ټولو خلکو پر وړاندې وشرمولو."
د حافظ الاسد ټیلیګرام حساب، چې ورته منسوب شوی، د هغه انځور خپور کړی او په توضیحاتو (Bio) کې لیکل شوي: "سوریایی وګړی."
د دې حساب له جوړېدو (د فبرورۍ ۸مه) راهیسې یې زرګونه تعقیبوونکي (فالووران) موندلي.
حافظ بشار الاسد څوک دی؟
حافظ الاسد په ۲۰۰۱ کال کې زېږېدلی، د بشار الاسد او اسما الاسد زوی او د کورنۍ تر ټولو مشر زوی دی.
په ۲۰۲۳ کال کې یې د مسکو له دولتي پوهنتون ریاضیاتو کې ماسټري اخیستې او په ۲۰۲۴ کې یې د خپلې دوکتورا دفاع وکړه.
په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا حکومت د هغه پر پلار د بندیزونو لړ کې پر ده هم بندیزونه ولګول.
د حقیقت موندنې ټیم احمد نور او جېک هورټون په دې تحقیق کې ونډه اخیستې.