طالب چارواکي: پاکستان د تورخم لار یو ځل بیا د "بې ویزې ناروغانو پر مخ وتړله

د عکس سرچینه، Getty Images
تورخم کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، پاکستان یو ځل بیا پر هغو ناروغانو د ترخم لار تړلې چې له ویزو پرته پاکستان ته د درمنلې لپاره تلل.
هره ورځ نژدې سل ناروغان په ننګرهار کې د یوه کمېسیون له تائیدۍ وروسته پاکستاني چارواکو ته ورپېژندل کېدل، چې د درملنې لپاره له تورخم تېر شي.
دغه ناروغان د سرطان د درملنې لپاره په تورخم کې د پاکستاني چارواکو له معاینې وروسته له ویزو پرته پښتونخوا، اسلام اباد او یا هم نورو ځایونو ته د درمنلې لپاره تلل.
په تورخم کې د طالبانو حکومت کمیسار مولا عبدالجبار حکمت بيبيسي پښتو پاڼې ته وویل، پاکستاني ځايي چارواکو پرون (دوشنبه) خبر ورکړ چې "د اسلام اباد له لوري ورته امر شوی چې یوازې ویزه لرونکو کسانو ته د تګ اجازه ورکړي او ناروغان یې هم بند کړل."
نوموړی زیاتوي، په تورخم کې شاوخوا سل ناروغان چې پرون ورغلي وو، پاکستاني چارواکو د تګ اجازه نه ده ورکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستاني چارواکو پخوا هم څو ځلې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو له خرابېدو وروسته دغه لار د څه مودې لپاره د بې ویزې ناروغانو، ټرانزیټ او تګ راتګ پر مخ تړلې.
خو ښاغلی حکمت وايي، تمه لري چې د طالبانو او پاکستان د لوړ پوړو چارواکو له خبرو وروسته بېرته پرانیستل شي.
په افغانستان کې د سرطان درملنې لپاره د مجهزو روغتونو او اسانتیاوو د کموالي له امله ګڼ شمېر افغان ناروغان پېښور ته د درمنلې لپاره ځي.
خو اوس چې د پاکستان ویزې اخیستل "ډېر سخت شوي دي"، پاکستان ته د سرطان ناروغان د تللو یوازینۍ لاره همدغه د تورخم وه چې هره ورځ لسګونوکسانو ته د تګ اجازه ورکول کېده.
پاکستاني چارواکو او یا هم په کابل کې د پاکستان سفارت د دې لارې د تړلو دلیل نه دی روښانه کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
محمد قسیم (اړول شوی نوم) چې هره میاشت یې په سرطان اخته مېرمن پېښور ته د درملنې لپاره بیايي، وايي د پاکستان ویزو ته یې دوه ځلې غوښتنه ورکړې وه خو دواړه ځلې یې رد ځواب تر لاسه کړی و.
نوموړی زیاتوي، "همدې ورځو کې بیا تللو، خو اوس دغه لار هم را باندې وتړل شوه."
تېره میاشت کابل ته د پاکستاني پلاوي له تګ وروسته دواړه لوریو ژمنه کړې وه، چې پر ډیورنډ کرښه به د تګ راتګ تر څنګ د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره هم اسانتیاوې ډېروي.
د طالبانو د حکومت سوداګرۍ وزیر بيبيسي ته ویلي و، دواړه لوریو هوکړه کړې وه چې د لویو لاریو چلونکي به له ویزې پرته دواړه لوریو ته موټر تېروي.
اوس روښانه نه ده چې د دواړو لوریو له وروستیو ژمنو سره سره ولې دغه لار پر بې ویزې افغان ناروغانو تړل شوې.