د سختو واورو له امله پر سالنګ لاره د سفر نه کولو سپارښتنه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو یا فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس بي بي سي ته ویلي د یکشنبې پر ماښام د سالنګ لویه لاره د واروې او توپان له امله تړل شوې وه خو د دوشنبې پر ورځ هغو موټرو ته پرې د تګ اجازه ورکړل شوه چې د لارې اوږدو کې بند پاتې وو.
ښاغلي حق شناس وویل د لارو د ساتنې او ژغورنې ډلې په هغو سیمو کې فعالې دي چې اړتیا یې لیدل کېږي خو ټینګار یې دا و چې د واورو پرلپسې ورښت له امله دې خلک پر دغه لاره د تګ راتګ هڅه نه کوي " دا چې اوس هم د واورې ورښت په سالنګونو کې دوام لري نو له اړتیا پرته دې پر دې مسیرتګ راتګ نه کوي."
محمد اشرف حق شناس وايي، لاره په لنډمهالي توګه د هر ډول موټرو پر مخ تړل شوې او په وينا يې "د سالنګونو د ساتنې رياست کارکوونکي هڅه کوي چې دغه لویه لار په بشپړ ډول بېرته پرانيزي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ښاغلی حق شناس همدا راز وايي، د سالنګونو تر څنګ د واورو له کبله په غور او باميانو ولايتونو کې هم لارې تړل شوې چې په وينا يې د پرانيستلو لپاره يې هڅې روانې دي.

د عکس سرچینه، TALIBAN
د روانې میاشتې په لومړیو کې هم په سالنګ کې د واورو او توپان له کبله، څو ورځې دا لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه.
نږدې درې کیلومتره اوږد سالنګ تونل له سمندر ۳۹۵۰ متره لوړ د هندوکش غرونو د لړۍ په منځنۍ برخه کې پروت دی او د افغانستان شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو سره تړي.
د لارو تړل کېدو له امله په لرې پرتو سیمو کې ډېر کله خوړو او روغتیايي اسانیو ته لاسرسی سختېږي او دا لار د سوداګرۍ لپاره هم ځکه مهمه بلل کېږي چې له منځنۍ اسیا سره ځمکنۍ سوداګري پر همدغه لاره ده.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې دا مهال د هیواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې او سختو بارانونو خبرداری ورکړی.
پر لویو لارو د څار او ژغورنې د وسیلو د کموالي او غېرې معیاري سړکونو له امله ډېر کله د ورښتونو پر وخت مرګونې پېښې هم کېږي چې د ډېرو وګړو ژوند اخلي.
د افغانستان په کلیوالو سیمو کې هم په ژمني موسم کې ښاري سیمو ته غځېدلې لارې د واورو او بارانونو له امله زیانمنیږي چې ورسره د اړتیا وړ توکو په ځانګړې ډول د خوړو او درملو کمېدو ستونزې رامنځ ته کېږي.
په هسکو غرنیو سیمو کې په دودیز ډول ډېر خلک ژمني توکي له وړاندې زیرمه کوي چې دا ډول حالت کې اړ پاتې نه شي.
سالنګ لار
د هندوکش د غرونو په کږلېچنه لړۍ کې له پلازمېنې کابله د افغانستان شمال او شمال ختیځ ته ورغلې لاره پر سالنګ تېریږي چې هر کال د ژمي په موسم کې یې د لارو تړل کېدو او ان کله کله ترې د مرګونو پېښو رپوټونه خپرېږي.
دغه څه دپاسه دوه کیلومټره تونل په ۱۹۶۰ کلونو کې د پاچا محمد ظاهر خان واکمنۍ کې د روسيي انجنیرانو له لوري جوړه شوې. په ۱۹۹۷ کال کې د کورنۍ جګړې پر مهال د تونل ځینې برخې زیانمنې شوې. په تېرو څو کلونو کې یې په بیا بیا د رغاونې چارې وشوې، چې وروستی ځل د ۲۰۲۳ کال په ډیسمبر کې د طالبانو د ټولګټو چارو سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني ویلي وو، د "سالنګ تونل او ګالري د ټولو شته معیارونو په پام کې نیولو سره په اساسي ډول رغول شوي."
دغه لاره پلازمېنه کابل په شمال او شمال ختیځ کې له ۹ ولایتونو سره نښلوي چې په کې درې مهم بندرونه هم راځي چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره پرې سوداګري کېږي.
ولې د سالنګ لار تړل کېږي او مرګونې پېښې په کې کېږي؟
د ژمي په موسم کې ډېر کله د سالنګ لارې اوږدو کې د مرګونو پېښو رپوټونه ورکول کېږي او وخت ناوخته دغه لار د ټرفیکو پرمخ تړل کېږي.
اجمل کاکړ چې ډېر کلونه په شمال ختیځ ولایت کندوز کې خبریال وو او پر دغه لاره یې تګ راتګ کړی وايي " په لاره کې د ټرافيکي نښو نشتوالی، غیری معیاري سړک، د خلکو بې احتیاطي او ګڼه ګوڼه په پرلپسې ډول پر دغه لاره د پېښو لامل کېږي."
ښاغلی کاکر وايي، دا لار چې شاخوا اتیا کاله پخوا جوړه شوې هماغه ډول پاتې ده او ډېر بدلون په کې نه دی راغلی خو پر دغه لار د تلونکو موټرو شمېر کې خورا ډېر توپېر لیدل کېږي. هغه وړاندیز کوي، که پر دغه لاره د مرګونو پېښو د کمېدو هڅه کېږي نو سړک دې پراخه شي او د ټرافیکي څار اډانه دې غښتلې شي.
د رپوټونو له مخې د افغانستان په ډېرو لویو لارو موټر چلونکي د موټر چلولو جواز او لایسنس هم نه لري.
د واورو او توپان پر مهال په سالنګونو کې د واورو پاکولو، ژغورونې وسایلو او مسلکي کسان کمی یو بل لامل یادیږي چې د ژمي موسم کې یې له امله دغه لار تړل کېږي او کله خو په ورځو ورځو خلک ایسار پاتې کېږي.
ذاکر سادات د دغه لارې یو بل مسافر دی چې وايي، "دا سمه ده چې لار معیار نه ده، سړکونه تنګ دي یا هم ټرافیکي اصولو نه مراعتیږي خو یو بل مهم دلیل چې هر وخت سالنګ کې پېښې کېږي د خلکو بې احتیاطي ده چې نظم نه مراعتوي."