اوکرايین: روسیې د نسکورې شوې الوتکې د سپرلیو ژوند له خطر سره مخامخ کړ

وروسته له هغې چې مسکو وویل کېیف یوه الوتکه چې ۶۵ اوکراییني جنګی بندیان پکې سپاره وو، ویشتلې، د اوکرایین د پوځ استخباراتي ادارې روسیه تورنه کړه چې په قصدي ډول د جګړې د بندیانو ژوند په خطر کې اچوي.

د روسیې د پوځ ټرانسپورټي الوتکه د اوکرایین پولې ته څېرمه د روسیې په سویل کې د بلګورود په سیمه کې نسکوره شوې وه.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، په دې الوتکه کې د اوکرایین جنګي بندیان د تبادلې لپاره بلګورود ته لېږدول کېدل.

د اوکرایین ولسمشر ولودمير زېلینسکي هم روسیه تورنه کړه چې "د اوکرایني بندیانو له ژوند سره لوبې کوي" او په دې اړه يې د نړیوالو پلټنو غوښتنه وکړه.

د اوکرايين پوځ ويلي د تېر په څېر د دغه لېږد په اړه روسيې خبر نه و ورکړی.

چارواکي وایي ټوله سپرلۍ وژل شوې

د روسیې د بلګورود سیمې والي وایي چې په دغه ترانسپورټي پوځي الوتکه کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي.

چارواکي وایي الوتکه په " کوروچانسکي سیمه کې لوېده ده او په تړاو یې څېړنې روانې دي.

وړاندې د روسیې دفاع وزارت ویلي وو چې دغه پوځي ټرانسپورټي الوتکه د اوکرایین پولې ته نږدې په سویلي بېلګراد سیمه کې لوېدلې ده.

دفاع وزارت وایي، دغه پوځي الوتکې ۶۵ اوکراییني جنګي اسیران لېږدل.

رویانویستي روسي خبري اژانس لیکي چې په الوتکه کې ۹ نور کسان هم سپاره وو چې شپږ یې تنه یې عمله یاده شوې.

بل خوا د روسیې ټاس خبري اژانس د چارواکو له خولې ویلي چې دغه الوتکه د اوکراییني لوري له خوا ویشتل شوې ده

وړاندې ځینو اوکراییني رسنیو هم لیکلي وو چې دغه پوځي الوتکه د دوی پوځيانو را غورځولې ده، خو وروسته یې بیا دا خبر له خپلو پاڼو لرې کړ.

د الوتکې د سپرلیو په اړه تر اوسه خپاره شوي مالومات هیڅ خپلواکې سرچینې نه دي تایید کړي.

خو د اوکراییناسکا پراودا په نامه ویب سایټ د اوکرایین د لوی درستیز دفتر له قوله لیکلي چې لوېدلې الوتکې د روسیې "ایس ۳۰۰" دفاعي سیستم ته توغندي لېږدول.

بل خوا د اوکرایین دولت له خوا خپاره شوي بیان کې غوښتنه شوې چې په دې اړه د ناتایید شویو خبرونو له خپرولو ډډه وشي.

په خواله رسنیو خپره شوې ويډیو کې هم لیدل کې چې الوتکه په ځایي وخت یوولس بجې د بیلګراد شمال ختیځ یوه کلیواله سیمه کې له رالوېدو وروسته چاودنه کوي.

ریانویستې خبري اژانس لیکلي چې په الوتکه کې لېږدول کېدونکي اوکرایني جنګي سرتیري " بیلګراد ته د تبادلې لپاره راوړل شوي وو" خو ددې خبرې پخلی نه دی شوی.

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ډیمترې پیسکوف هم ویلي چې کرملین له پېښې خبر دی خو په اړه یې د نورو مالوماتو له ورکولو ډډه کړې.