تاریخ او سیاست: ولې لرغونو مصریانو اهرامونه جوړ کړل؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, وائل جمال
- دنده, بيبيسي نیوز عربي
په لرغوني مصر کې د اهرامونو جوړول یوه بې هدفه او تصادفي چاره نه وه او نه هم یوازې د پاچاهانو د شهرت لپاره د سترو ډبريزو قبرونو د جوړولو هیله، بلکې دا یوه بشپړه انساني، روحاني او فلسفي پروژه وه چې پکې لرغوني مصري وګړي خپل مذهبي فکر او ژور باور له مرګ وروسته د بلې نړۍ پر ژوند او بقاء څرګند کړ. نو له همدې امله دې پروژې یوازې یو معماري هدف نه درلود، بلکې د لرغوني مصر د خلکو د دیني عقیدې او پېچلي، منسجم فلسفي فکر ژور اړخونه یې رانغاړل.
له مرګ وروسته د ابدي ژوند مفکوره د لرغوني مصر په فکري نظام کې خورا مهم ځای درلود او دا د هغه وخت د ډېرو دنیوي فعالیتونو محور ګرځېدلې وه. دا اهرامي جوړښتونه د بیا را ژوندي کېدو او له خدایانو سره د یووالي روحاني معابد ګڼل کېدل او د خپلې هندسي بڼې له لارې یې د کیهاني نظام د یوه فلسفي تفکر تمثیل کاوه، چې د ځمکې او اسمان، مادي او روح ترمنځ پر توازن او همغږۍ ولاړ و. له همدې امله، لرغوني مصر هڅه کوله چې د خپل ابدي ژوند تضمین همدلته پر ځمکه یقیني کړي او دا یې په دې کې وموندله چې پاچا ته یو کلک اهرامي قبر جوړ کړي، چې د ځمکې لاندې د خښېدو خونه ولري او پکې د پاچا مومیایي په پوره پاملرنې وساتل شي - دا هغه ابدي تضمین و چې د ده د روح سفر دې د بلې نړۍ پر لور دوام ومومي.
اهرامونه او دا چې مصریانو ولې دا جوړ کړل، له پېړیو راهیسې د ډېرو خلکو د سوچ موضوع ګرځېدلې ده او دې فکر ځینې خلک دې ته اړ کړي چې له منطقي چوکاټه ووځي او په ځانګړې توګه د "خوفو" هرم - چې د مصر پر خاوره تر ټولو ستر هرم ګڼل کېږي - شاوخوا ګڼې افسانې او حیرانوونکې کیسې وپنځوي، چې د جوړولو طریقه، دندې او حتی د جوړوونکو پر هویت شک وښودل شي او دا ډول نظریات هېڅ تاریخي یا علمي بنسټ نه لري.
موږ دلته هڅه کوو چې ځینې پوښتنو ته ځوابونه ولټوو، لکه: ولې مصریانو د مړو د جسدونو د ساتلو لپاره د هرم بڼه غوره کړه؟ د دې سترو ډبريزو جوړښتونو د جوړولو مذهبي او فلسفي معنی څه ده؟ ایا اهرامونه یوازې د قبرونو په توګه کارېدل، که یې د جنازې نورې پراخې دندې هم لرلې؟ ایا له مصریانو پرته نور قومونه هم د دې په جوړولو کې ښکېل وو؟ او بالاخره، ایا دا اهرامونه د "کارګرو د ځورولو او شکنجه کولو" له لارې جوړ شوي، لکه څنګه چې ځینې ادعا کوي؟
"د لمر پر لور ختل"

د عکس سرچینه، Getty Images
تل دا پوښتنه راپورته کېږي: ولې د لرغوني مصر پاچایانو غوښتل چې خپل قبرونه د هرم په بڼه جوړ کړي؟ ځواب دا دی چې هغوی دا ځانګړې معماري بڼه د خپل باور تر ټولو ریښتینی تمثیل ګاڼه، ځکه دوی د لمر عقیده د خپلې دیني عقیدې زړه باله. هغوی به په عمومي توګه د هرم بڼه او په ځانګړې توګه د هرم څوکه چې په لرغونې مصري ژبه کې ورته "بن بن" ویل کېدل، د لمر د وړانګو استازې ګڼله چې له اسمانه پر ځمکه راکوزېږي. له همدې امله، هغوی غوښتل چې خپل پاچایان په داسې قبرونو کې ښخ کړي چې د لمر د وړانګو بڼه ولري، په دې هیله چې کله د بیا راژوندي کېدو وخت راورسیږي، نو د دې وړانګو په اوږدو کې لمر ته پورته شي - لکه څنګه چې د لرغوني مصري دین له مخې همدا باور و.
په لرغوني مصر کې، په ځانګړې توګه د زاړه دولت دورې (له ۳۱۵۰ تر ۲۱۱۷ میلاد وړاندې) پر مهال، پاچا د "خدای" په توګه ګڼل کېده. دې مقدس مقام پاچا ته ټول واکونه ورکړي وو، ځکه پاچاهي نظام د لرغوني مصر د دیني سیستم یوه ځانګړې او ممتازه برخه ګڼل کېده. د همدې دورې اهرامونه او د هغوی معماري بڼه دا حقیقت تاییدوي. همداراز، د ودانیو ترتیب او تنظیم دا څرګندوي چې د لمر خدای "رع" او پاچا (چې خدای ګڼل کېده) ترمنځ یوه ژوره اړیکه موجوده وه، ان تر دې چې دا دوه مفهومونه به کله کله سره ګډ هم شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مصر د لرغوني تاریخ د واکمنو کورنیو دورو له وېش سره سم ښکاري چې هرم یوازې د لمر د عقیدې برخه د څلورمې کورنۍ د واکمنۍ دورې (۲۵۲۰–۲۳۹۲ ق.م) پر مهال وګرځېد. په دې دوره کې د مثلثي کرښو بهرنۍ پولې د لمر د وړانګو استازولي کوله، هغه وړانګې چې کله کله به د څو کرښو په بڼه تمثیلېدې او حتی په پای کې به یې لاسونه ښکارېدل - لکه څنګه چې دا د تل العمارنې د هنرونو په انځورونو کې لیدل کېږي، په ځانګړې توګه د پاچا اخناتون د واکمنۍ پر مهال (۱۳۶۰–۱۳۴۳ ق.م).
اسكندر بدوي په خپله څېړنه "په لرغوني مصر کې د معمارۍ تاریخ" کې لیکي: "د منځني دولت په دوره کې (۲۰۶۶–۱۷۸۱ ق.م) د قبرونو لوړې ودانۍ د هرم بڼه غوره کړه، چې څوکه به یې د کوچني هرم (هُریم) په شکل وه. پر دې څوکه به د 'اوجات' سترګې نقش شوې وې او ورسره یو لیکلی متن به و چې غوښتنه یې کوله مړی دې وتوانېږي چې د افق څښتن (یعنې لمر) وویني کله چې اسمان ته سفر کوي."
بدوي زیاتوي، د لمر اغېز د هرم په جنازوي معبد کې هم لیدل کېږي، چېرې چې بېلابېل جوړښتونه د لمر عبادت لپاره ځانګړي شوي وو. همداراز، د لرغوني مصر په ساحو کې د لرګیو کښتۍ موندل شوي، چې ښيي دا به د مړي د روح د سفر لپاره کارېدې.
"د ابدي ژوند لار"

د عکس سرچینه، Getty Images
مصریانو په لرغونې مصري ژبه کې هرم ته "مِر" ویل، چې معنا یې ده: "د پورته کېدو ځای"، یو څرګند سمبول د دوی دا عقیده ښيي چې هرم د اسمان پر لور د پاچا د روح د پورته کېدو وسیله ده، څو هلته د خدای "رع" (د لمر خدای) سره یو شي. په اروپایي ژبو کې د "هرم" لپاره کارېدونکې کلمه اکثره له یوناني کلیمې "Pyramis" نه اخیستل شوې، چې معنا یې "د ډوډۍ مثلثه ټوټه" ده - دا نوم یونانیانو ورکړی و چې د مصر د هرم بڼه په خپل بیان کې رانژدې کړي. ځینې نور باور لري چې "هرم" یوه لرغونې سامي کلمه ده، چې د څلورو اړخونو لرونکی هندسي شکل بیانوي، داسې شکل چې د خپلې څوکې په یوه مرکزي نقطه کې سره یوځای کېږي. دا هغه بڼه وه چې لرغوني مصر ته یې د رسېدو لپاره ډېرې تجربې، ازموینې او تخنیکي هڅې پکار وې.
د هرم د جوړېدو لومړنی تصور د "المصطبة" له جوړښت نه پیل شو، چې دا د لومړۍ واکمنې کورنۍ (۳۱۵۰–۲۸۹۰ ق.م) د دورې یوه مستطیل شکله، ټیټه او پلنه ډبرینه ودانۍ وه. د دې ودانۍ اړخونه له ښکته پراخ، او له پورته تنګ وو، یو ساده قبر چې د هرمونو د پرمختګ لومړنی ګام ګڼل کېږي.
خو د مصر لرغوني انجنیرانو پرله پسې تجربې وکړې، چې پایله یې د پاچا "سنفرو (نب ماعت)" په واکمني (۲۵۲۰–۲۴۷۰ ق.م) کې د ریښتیني هرم بڼه ته رسېدل و. د هغه انجنیرانو وتوانېدل چې د ده لپاره یو بشپړ هرم جوړ کړي، چې نن ورځ د دهشور سور هرم په نوم یادېږي. دا بریا د هندسي مهارت یو ستره لاسته راوړنه وه، چې وروسته یې د جیزه درې مشهور اهرامونه هم وزېږول، چې تر ټولو ستره لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
هرم د مصریانو په باور د "ابدي ژوند لار" وه - دا یوه مقدسه لاره وه چې پاچا به یې له دې لارې اسمان ته خوت. دا ځکه چې د دوی له نظره مرګ د ژوند پای نه و، بلکې د روح د یوه نوي سفر پیل و، چې د تلپاتې ژوند نړۍ ته به یې بېوه. همدا باور د هرمونو په شکل کې هم تمثیل شوی، په ځانګړې توګه د پاچا جسر (زوسر)) لخوا جوړ شوی زیني هرم (۲۵۸۴–۲۵۶۵ ق.م) د دې سمبول ګڼل کېږي. دا ودانۍ په څو پړاویزو (زینو) بڼه جوړه شوې وه، چې د مړي روح پرې اسمان ته پورته شي او د لمر خدای رع سره یو شي - هغه خدای چې د رڼا، بیا ژوندي کېدو او ابدي ژوند استازی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینې پوهان باور لري چې هرم نه یوازې د لمر د عقیدې یو سمبول و، بلکې دا هم د الهي ځواک نښه ګڼل کېده، هغه ځواک چې د پاچا روح یې "اسمان ته پورته کاوه". د مصري عقیدې له مخې، پاچا به تر مرګ وروسته اسمان کې د ورځني سفر پرمهال "اوزير" (د بلې نړۍ خدای) ته اړول کېده او له خدای سره به شریک شو. نو د هرم ډیزاین هم دا مفکوره تمثیلوله او پوره کوله.
مصريانو د هرم په جوړولو کې ډېر دقت کاوه، چې دا د پاچا د بدن یو خوندي ساتنځای وي، ځکه دوی باور درلود چې د انسان بدن د تلپاتې ژوند لپاره حیاتي ارزښت لري. دوی فکر کاوه چې انسان له څو برخو جوړ دی، چې تر ټولو مهمې یې:
جسد - د انسان فزیکي بدن، هغه برخه چې لیدل کېدی شي.
البا (Ba) – د انسان روح، یا د ده معنوي شخصیت، چې تل به د یوه مرغه په بڼه انځورېده، داسې مرغه چې د انسان د سر شکل یې درلود. دا روح به د مړ شوي کس ځانګړې بڼه او څېره درلوده، چې د ده شخصیت او روح ته یې اشاره کوله. باور و چې "البا" به وخت په وخت بېرته د مړي بدن ته ورتله او له هغه سره به یو ځای کېده.
الكا (Ka) – د انسان قرین یا همزاد، یو نالیدلی، خو مادي روح و، چې له انسان سره یو وخت پیدا کېده. دا د انسان بڼې ته ورته بڼه لرله، خو له سپک مادي عنصر نه جوړه وه، لکه هوا. د مرګ وروسته، "الكا" به د بدن ترڅنګ پاتې کېده، چې "البا" بېرته راشي او دواړه سره یو شي.
کله چې "البا" او "الكا" سره یو کېدل، باور و چې مړی به جنت ته ننوت، هغه ځای ته چې مصریانو ورته "د یارو" (کروندې) ویل - داسې ځای چې یوازې هغه کسان ورته رسېدلی شول چې د محشر په ورځ یې محاکمه بریالۍ تېروله. که مړی به په دې محاکمه کې ناکام شو، نو هغه به د ابدي هلاکت ښکار و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پورته معلوماتو له مخې، مصریانو دا باور درلود چې "البا" (روح) او "الكا" (قرین) یواځې هغه وخت کولی شي خپل تلپاتې سفر ته دوام ورکړي، چې بدن یې روغ، سالم او خوندي پاتې شي. له همدې امله، اهرام به داسې ډیزاین کېدل چې د پاچاهانو مومیایي له غلو او طبیعي عواملو نه وساتي، چې د پاچا روح بېرته خپل بدن ته را وګرځي، د بیا را ژوندي کېدو او تلپاتې ژوند په مراسمو کې برخه واخلي. همدې باور معماران دې ته وهڅول چې د تدفین خونې ډېرې پېچلې او پټې لارې پکې جوړې کړي، چې هلته به ورسره نذرانې، مجسمې او مقدسې لیکنې هم ایښودل کېدې، چې د اخرت په سفر کې د پاچا له روح سره په سفر کې مرسته وکړي.
مصریانو به دا خونې د پاچا د ژوند د ورځنیو وسایلو او فرنیچر سره سمبالولې، همداراز به یې هلته ډېر خواړه اېښودل، چې بدن او "الكا" (قرین) د تلپاتې ژوند لپاره چمتو وساتل شي، په داسې چاپېریال کې چې مړي ته د ده د ژوند یادونه ور کړي.
سربېره پر دې، د هرم د جوړولو مفکوره له بلې ژورې دیني سمبولیکې مفکورې سره هم تړلې وه، چې د "ابدي غونډۍ" یا "التل الأزلي" په نوم یادېږي. دا مفکوره د کائناتو د پیدایښت نظریه ده، چې وايي: "د نړۍ له پیدایښت مخکې، یوازې یو بې پایه او ژور سمندر (نون) موجود و او هېڅ مخلوق یا انسان نه و. د دې سمندر منځ کې یوه غونډۍ وه، له کومه چې د لمر خدای "رع" خپل ځان خلق کړ او بیا یې له همدې "ازلي غونډۍ" ټول کائنات وزېږول. نو هرم د همدې مقدسې غونډۍ یو سمبول ګڼل کېده، چې له امله یې هرم ته یو کائناتي، مذهبي او مقدس بعد ورکړ او دا ځای د مصري دینی ذهنیت لپاره د دوو نړیو ترمنځ مقدس پل شو".
د اهرامو د دې ژور دیني رموزو تر ټولو روښانه ثبوت هغه دیني لیکنې دي چې په ادب کې ورته "د اهرامو متون" یا "متون الأهرام" ویل کېږي. دا د نړۍ تر ټولو پخوانۍ دیني لیکنې دي چې لیکل شوې دي او د پنځمې او شپږمې کورنۍ (له میلاد مخکې ۲۱۱۷-۲۳۹۲) د پاچاهانو په اهرامو کې په سقاره کې وموندل شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه متون یا لیکنې د لمنځونو، تسبیحاتو او تعویذونو مجموعه ده، چې موخه یې د پاچا لپاره د اخرت نړۍ ته د تګ اسانتیا، د سفر پر مهال له شریرو ارواحو ساتنه او له معبود سره د یووالي توان ورکول دي. همداراز دا متون تشریح کوي چې پاچا څنګه په اسمان کې "تل پاتې ستوري" ته بدلېږي، چې دا د روحاني تلپاتېدنې د مجسمولو لپاره یو مذهبي انځور دی.
فرانسوي عالِمه کلیر لالویت په خپله څېړنه کې، چې عنوان یې دی (د خدایانو پاچاهانو پېر کې فرعونیان) د دغو متونو څو برخې رااخلي، چې پکې د پاچا د اسمان پر لور د ختلو صحنه انځور شوې. د بېلګې په توګه لیکي:
"څومره ښایسته ده چې پاچا ګورې، هغه خپل تندی د رع (خدای) په څېر پټ کړی او د حتحور (الاهه) په څېر یې جامې اغوستې دي... پداسې حال کې چې خپلو خدایانو وروڼو تر منځ اسمان ته خېژي."
متن زیاتوي:
"څومره ښکلې منظره ده! څومره با وقاره ده د دغه خدای لیدنه کله چې اسمان ته خېژي، لکه څنګه چې پلار یې آتوم (خدای) اسمان ته ختلی. 'کا' (قرین) یې پورته دی، جادويي وسایل یې تر څنګ دي، او د ده وېره د خلکو پښو سره ده."
همداراز، هرم د یوه ستر مذهبي کمپلکس مرکزي جوړښت و، چې شاوخوا یې د لرګیو څو کښتۍ په موازي کندو کې اېښودل شوې وې، لکه د پاچا خوفو د هرم په قضیه کې. دغه کښتۍ "د لمر کښتۍ" بلل کېدې او باور دا و دا به پاچا ته دا توان ورکړي چې د اسمان له لارې له رع (خدای) سره یوځای شي، هلته چې "د رڼا نړۍ" ده.
"یو هندسي جوړښت د تلپاتې والي لپاره"

د عکس سرچینه، Getty Images
پاچاهانو د فرعوني سلطنتي دورې په پیل کې خپلې هدیرې د ځمکې پر سطحه د خټو مستطیل جوړښتونو په بڼه جوړولې، چې وروسته ورته "مصطبة" ویل کېدل. دا هدیرې وروسته د لرغوني دولت په دوره کې پراخه شوې، چېرې چې د پاچا "جسر" او "سخم خت" په دوره کې د سَقاره په سیمه کې د پلنپل هدیره جوړه شوه، بیا د پاچا "حوني" په وخت کې په میدوم کې دوه پوړیز هرم ته وده ورکړه، او ورپسې د پاچا "سنفرو" پر مهال په دهشور کې د ماتو څنډو هرم جوړ شو، تر دې چې همدغه پاچا د لومړي ځل لپاره د پوره بڼې هرم جوړ کړ، چې د لرغوني مصري معمارۍ یو ستر بدلون و.
د هديرو د معمارۍ دا هنري پرمختګ ښيي چې دا یو "خالص مصري او داخلي ابتکار" و، نه له بهرني فکره اخیستل شوی، لکه څنګه چې ځینو دا نظریه خپروله. دا خبره هغه اسطوري افسانې ردوي چې د اهرامو جوړېدل نورو قومونو، یا د هغې قارې خلکو ته منسوبوي چې وایي په اتلانتيک سمندر کې ډوبه شوې وه او نورو بې بنسټه کیسو ته، چې نه تاریخي شواهد لري، نه منطقي بنسټ.
د "رمضان عبده" په وینا، چې دا یې په خپل کتاب "د لرغوني مصر تاریخ" کې لیکلي، د فرعوني هديرو تر دې کچې د پراختیا او سمون دوو عمده عواملو ته برېښي:
لومړی، د پاچا تقدیس، خلکو ته دا باور ورکاوه چې باید پاچا ته داسې ستر جوړښت جوړ شي چې له هغه ځایه د اخرت نړۍ ته وګوري، لکه څنګه چې په دې دنیا کې لوړ و او هر ځای لیدل کېده.
دویم، د مصریانو له هنرونو سره مینه، چې دا مینه هغوی دې ته هڅوي د هديرو معمارۍ ته نوې لارې او حلونه پیدا کړي.
او له هغو لومړیو معمارانو چې د مصر د لرغوني تمدن په معمارۍ کې یې نوم ثبت دی، یو نامتو مهندس او وزیر "إيمحوتب" و، چې د درېیمې سلطنتي کورنۍ (۲۵۸۴-۲۵۲۰ میلاد وړاندې) په دوره کې یې د پاچا "جسر" لپاره په سَقاره کې پړاویز هرم جوړ کړ. دی د پاچا د معمارۍ ټولې مجموعې سرپرست و او د ده پر نوښت لومړی ځل د خټو او لرګیو پر ځای له تیږو کار واخیستل شو.
له شکه پرته، ايمحوتب د دې سترې معمارۍ لپاره له ګڼ شمېر کارګرو مرسته واخیسته، چې هغوی ته خواړه، اوبه، لباس، استوګنځای او لازمه پاملرنه برابرې شوې وه. دا معمارۍ مجموعه او د ایمحوتب طرز کار د مصر د سلطنتي معمارۍ بنسټ کېښود او وروسته پادشاهانو یې پر اساس تر ټولو ستر اهرام او د تیږو ودانۍ جوړې کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
رمضان عبده علي په خپله څېړنه کې وايي "د ايمحوتب د پیل فکر دا و، چې یوه هدیره د 'مصطبة' په بڼه جوړه کړي، خو داسې ښکاري چې ایمحوتب د داسې دیني نظریاتو تر اغېز لاندې راغلی و، چې هغه یې دې ته وهڅاوه، هدیره د پړاویزهرم په بڼه بدله کړي؛ ښایي دا کار یې د دې لپاره کړی وي، چې د پاچا صعود یا پورته کېدل د لمر معبد او د اسمان نړۍ ته وښيي."
په پیل کې د پاچاهانو هدیرې له هر ډول لیکنو تشې وې، خو له پنځمې سلطنتي کورنۍ (۲۳۹۲–۲۲۸۲ ق.م) نه وروسته، د ښخېدو د خونو پر دېوالونو او مل دهلیزونو لیکنې حک شوې، چې د تعویذونو په توګه عمل وکړي او د مړ شوي پاچا له صعود سره مرسته وکړي، لکه په سقاره کې د پاچا "اوناس" یا "ونيس" هرم چې د ۲۳۱۲–۲۲۸۲ ق.م کلونو پورې اړه لري.
خو "مصطبة" هدیرې بیا داسې وې، چې دېوالونه یې له نقاشیو او مقدسو متنونو ډک وو، چې مړی ته د بېرته راژوندي کېددو زمینه برابره کړي او د تل لپاره له خپل تېر ژوند سره وصل پاتې شي.
همداراز، پاچا دا هم نه غوښتل چې هرم یې له هغې نړۍ بېل پاتې شي، کومه کې چې دی په ژوندوني پکې اوسېده. له همدې امله، د پاچاهانو اهرام او د ملِکو کوچني اهرامونه، په اوږدو کتارونو کې سره نژدې جوړ شول، د صحرا پر څنډه او ټول یې د لوېدیځ لور ته متوجه وو.
بلخوا، د سلطنتي ماڼۍ د چارواکو مستطیل سرپوښ لرونکي هدیرې، د داسې جوړښت په اوږدو کې سره برابرې شوې وې، چې د "کوڅو" بڼه یې درلوده، چې د پاچا حضور- ان وروسته له مرګه هم له خپل ولس، درباریانو او چاپېریاله جلا نه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
فرانسوی عالم فرانسوا دوما په خپله څېړنه "د مصر فرعوني تمدن" کې وایي: "موږ باید داسې ګمان ونه کړو چې هرمونه یوازې د مقبرو په توګه وو، بلکې هغوی د پاچا چاپېریال کې مختلف فعالیتونه راټولوي، هغه چې په شاوخوا چاپیریال کې پېژندل شوي وو."
هغه زیاتوي: "موږ له لومړیو دوو سلطنتونو نه دا لیده چې د افرادو قبرونه د پاچا مصطبه نه لرې نه دي، خو موږ نه پوهېږو چې د دې جنازي ودانیو معنا څه ده تر هغه چې د پاچا جسر له حکمراني وروسته پیل شي او هدف یې د پاچا 'کا' او هغه څوک چې د هغه په ابدیت کې یې ورسره دي، خدمت کول دي."

د عکس سرچینه، Getty Images
لالویت پخپله څېړنه کې وايي: "همداشان له سوېلي میدوم نه د جیزه تر شماله د مصر د پاچاهانو (د کروندو) هرمونه وو، له څلورمې کورنۍ پیل تر شپږمې کورنۍ (۲۲۸۲-۲۱۱۷ قبل الميلاد) پورې خپرېږي. په هره دوره کې، د دولت ژوند د هرم شاوخوا تنظیم شوی و او حقیقت دا دی چې کله به هم یو پاچا د هېواد تخت ته ورسېد، نو یو نوی مرکز به جوړ شو او کار یې د نوي هرم د جوړولو لپاره پیل شو."
اسکندر بدوي په خپل تحقیق کې یادونه کوي چې د جسر پاچا د مختلفو مذهبي ودانیو ترمنځ لوی توپیر او د خع-ف-رع (۲۴۳۷-۲۴۱۴ قبل الميلاد) د جنازې معبد د پلان سمون، د څلورمې کورنۍ له دورې څخه، "د معماري او فکري پرمختګ اوږد مهال" ته اشاره کوي.
د مصر د هرمونو شمېر په اړه، مصری ساینس پوه زاهي حواس په خپل تحقیق "د لوی هرم معجزه" کې وایي: "د هرمونو شمېر تر ۱۱۸ پورې رسېږي، چې له (اسوان) تر شمالي (ابو رواش) پورې خپاره دي."
"ایا پاچاهانو خپل هرمونه د کارګرانو د اړایستلو او تعذیب له لارې جوړ کړي؟"

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینو لوېدیځو پوهانو له اوږدې مودې راهیسې دا ادعاوې هڅولې دي چې د مصر اهرامونه د "غلامانو" په مټو جوړ شوي وو، دا ادعا چې د تاریخ د ترټولو لویې معماري معجزې په جوړولو کې د "استحصال او ظلم" مفکوره پیاوړې کوي. خو، وروستیو لرغونپوهنیزو موندنو او لرغوني مصري متنونو یو بشپړ مختلف انځور څرګند کړی دی: یوه ټولنه چې په تنظیم او دقت پېژندل شوې وه او هغه ټولنه چې کارګرانو ته پکې د اهرامونو جوړولو په شان په لویو پروژو کې د ژوند حقونه ورکول کېدل چې د هغوی د رول لپاره د لوړ ارزښت څرګندونه کوي.
د کار له ځایونو- لکه الجیزه او دیر المدينة اخیستل شوې شواهد ښيي هغه کارګران چې په هرمونو کې یې کار کړی و، غلامان نه وو، بلکې ماهر کارګران وو چې په ځانګړو کورونو کې اوسېدل، خواړه او صحي پاملرنه ترلاسه کوله او د استراحت وختونه یې درلودل. ځینې متون او نقوش هم د کارګرو ډلو او ځینو مشرانو نومونه ښيي چې له مرګ وروسته یې درناوی شوی و، چې دا د هغو د هڅو پر نژدې تړلي انځور پورې د روایتي مفکورو په خلاف دی.
یوناني مسافر او د هغوی مشر تاریخي هیرودوت، هغه کسان وو چې لومړی یې داسې افسانې خپرې کړې چې په هغو کې د "کارګرانو د مجبورولو او غیر انساني چلن" سیستم یاد شوی و او پاچاهانو د خوفو هرم په څېر د ودانیو جوړولو لپاره خلکو ته د مجبورولو په اړه خبرې کړې وې.
فرانسوي عالم نیکولا ګریمال په خپل تحقیق "د مصر لرغونی تاریخ" کې، د هغو یوناني افسانو نمونه وړاندې کوي او ځینې هغه څه چې هیرودوت یې ادعا کړې دي، لکه: "خوفو هېڅ شر نه و پرېښی، مګر کړی یې و، هغه ټول معابد تړلې او مصرایانو ته یې د قربانۍ وړاندیز کولو حق نه ورکاوه او هغوی یې په خپل حساب کار کولو ته امر وکړ... هغوی په ډلو کې کار کاوه چې هر درې میاشتې بدلېدل، هره ډله له سل زره کسانو جوړه وه...، د هرم جوړولو ۲۰ کاله وخت ونیو."
ګریمال، د هیرودوت د خبرو په نیوکه کې، یادونه کوي چې د سېلاب موسم او د نیل د اوبو لوړوالی هغه وخت و چې د کارګرانو لاسونه د پاچا په خدمت کې بوخت وو، له هغه سره یې د ژمنتیا ثابتولو لپاره دا خپل حق باله چې خدمت یې وکړي او خوند ترې واخلي، زیاتوي: "کروندګر په هاغه موسمي کاري شرایطو کې د هغه وخت اکثریت کارګران وو" او ګریمال زیاتوي چې هیرودوت "په مصر کې د خپل ظلم سختوالي لا ډېر لېوال و."

د عکس سرچینه، Getty Images
باید وویل شي چې هغه وخت مصر په لومړۍ درجه کې یو کرنیز هېواد و او ټولې کرنیزې ځمکې یې د پاچا او د معبدونو د کاهنانو ملکیت وې، که څه هم دا حقیقت نه شوی منل کېدی چې ځینې شخصي ملکیتونه د کرونګرو لپاره موجود وو چې د خپلې ځمکې د تولیداتو پر بنسټ یې ژوند کاوه. د کښتګر کار د نیل اوبو له برکته و، چې د دوی ټولنیز او مسلکي ژوند تنظیمولو کې یې مرسته کوله.
همدارنګه د لرغونو مصریانو ژوند د روحاني او مذهبي انګیزو له کبله تنظیم شو، چې د دوی د ژوند له هرې برخې سره یې تړاو درلود، لکه د لویو ډبرو ودانیو لکه اهرام جوړولو لپاره کار کول. نو ځکه هغه کسان چې د پاچاهانو د کارګرانو د استثمار نظریه پرمخ وړي، پر دې نه پوهیږي چې دغه روحاني هڅې په حقیقت کې په انفرادي،. ټولنیز او حکومتي کچو د هر عمل اصلي محرک وې.
د الإسكندریه پوهنتون د تاریخي څېړنو استاد عبد المنعم عبد الحلیم سید په خپل تحقیق " د مصر د تاریخ او تمدن په اړه د صهیونیزم غلطې ادعاوې او دروغ او د اثارو د شواهدو پر بنسټ ځواب ورکول" کې وايي د لرغونو مصریانو روحاني هڅې په دې باور کې څرګندې شوې چې "هغه به وروسته له مرګ نه را ژوندی شي او بله نړۍ کې به یې خپل ژوند هماغه ډول وي لکه د دې نړۍ ژوند".
هغه زیاتوي: "د دې عقیدې یوه له مهمو برخو دا وه چې د پاچا باور درلود هغه (فرعون) پاچا چې په دې نړۍ کې د هغه په سرپرستي ژوند کوي، په بله نړۍ کې هم به د هغه په سرپرستي ژوند کوي او دا هر څومره چې په دې نړۍ کې د دې پاچا په خدمت کې وفادار وي او د دې وفادارۍ په یوه مهمه برخه کې د هغه مقبره جوړولو کې مرسته کوي، د هغه د بدن ساتنه به کوي چې د پاچا لپاره د بیا ژوندۍ کېدو فرصت موجود شي، دا به په بل ژوند کې د پاچا لخوا د هغه پر وړاندې د انعامونو له لارې ځواب ورکول وي."

د عکس سرچینه، Getty Images
او وایي: "له دې ځایه، کله چې د مصر کارګرانو درنې ډبرې پورته کړې، دوی باور درلود چې دغه کار به دوی ته یو بل خوشاله ژوند ورکړي، نو دغه عقیده هغوی ته داسې روحي ځواک ورکوي چې د مادي هڅو لکه لوړ معاش یا جذابو انعاماتو څو برابره ده."
فرانسوۍ محققه لالویت په خپل تحقیق کې دا نظریه تاییدوي او وایي: "د دې لویو ودانیو جوړولو هغه څه ته اړتیا نه درلوده چې یونانیان یې ادعا کوي او لکه څنګه چې هالیووډ هڅه کوي دا انځور کړي، غلامانو ته اړتیا وه چې د نرمو وهلو له لارې یې رانيول شي."
هغه زیاتوي: "هغه کارګر چې اهرام یې جوړ کړل یوازې مصریان وو، د هغوی ډېری یې هغه کښتګر وو چې له پوځ سره یوځای شوي او ځینې یې د پوځ ځینې واحدونه پرېښي وو، لکه څنګه چې دا له هغو ډبرینو نقشونو ښکاري چې دوی رسم کړي وو او اوس هم موجود دي." لالویت ټینګار کوي دې کسانو به د "پاچا-خدای" د تل پاتېدو لپاره کار کاوه او دوی پوره پوهېدل چې د دوی کار څومره مهم دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
او د مصر پوهاند زاهي حواس په خپل تحقیق "د لوی هرم معجزه" کې وایي هرم "د مصر ملي پروژه وه او ټولو خلکو په کې برخه اخیستې، ځکه چې خلک باید په دې کې ګډون وکړي چې پادشاه یو خدای شي."
هغه زیاتوي: "د هرم جوړوونکو د مقبرو کشفول دا څرګندوي چې دوی د هرم جوړولو لپاره نه وو ګمارل شوي او دا ښیي چې دوی خپلې مقبرې د هرمونو تر څنګ جوړې کړې او په خپلو مقبرو کې د ژوند لپاره د بلې نړۍ د توښې په توګه د کلتوري توکو اېښودل یې ددې لپاره وو چې د پاچاهانو او شهزادګانو په شان له کارګرو سره مرسته وکړي".
حواس وایي: "هغه کارګر چې ډبرې یې انتقالولې، دوی ته د مصر په سوېل او ډیلټا کې د خپرو شویو کورنیو لخوا معاشونه ورکول کېدل، لامل یې دا و چې د ملي مسؤلیت په توګه یې د دې مذهبي ملي پروژې په بشپړولو کې برخه اخیستې. خو د هغو کارګرو مشرانو، هنرمنانو او توږونکو لپاره چې له پاچا سره یې کار کاوه، حکومت یې تنخاوې ورکولې او دا معاشونه جوار، غنم او وربشې وې."

د عکس سرچینه، Getty Images
او په یوه پخوانۍ مرکه کې چې له "الاهرام" ورځپاڼې سره یې کړې، حواس وویل: "د هغه څه پراساس چې موږ وموندل، باورمن یو چې د هرم جوړولو لپاره شاوخوا ۱۰ زره کارګرانو کار کاوه، چې کرۍ ورځ یې کار کاوه او دوی د کار له اړتیاوو سره سم د لویو کورنیو له لارې بدلېدل چې دوی ته د اړتیا وړ خواړه او نور شیان چمتو کړي".
حواس وویل: "د کارګرو شمېر د نیل د سېلاب په موسم کې زیاتېده، کله به چې کرنیزې ځمکې ډوبې شوې او کښتګر نه پوهېدل چې څه وکړي، نو د هرم د جوړولو په کار کې به یې برخه اخیسته، چې دا د مصريانو د معمارۍ او تمدن د پرمختګ یو لوی لامل و."
همدارنګه په مقبرو کې د کارګرو ژوند د مذهبي اړخونو په اړه نوي شواهد وموندل شول او نور متنونه ښيي چې د مصر د سوېل او ډیلتا د سیمو کورنۍ هره ورځ ۱۱ خوسکي او ۲۳ پسونه د کارګرو د اعاشې لپاره لېږل او په مقابل کې حکومت ترې هېڅ مالیه نه اخیسته.
بې شکه، د هرم د جوړوونکو کارګرو مقبرې چې په جیزه کې کشف شوې، د کار د ماهیت په اړه د پوهې مهم ټکي روښانه کړل او هغه شواهد یې وړاندې کړل چې پرته له شکه هر هغه څه ردوي چې د کارګرو د تسخيرولو سیستم ته اشاره کوي. لومړی په جیزه کې دا مقبرې د پاچاهي هرمي ټولګې څنګ ته پرتې دي، دې کار ځینې پوهان دې ته اړ ایستلي چې د دې نظر ملاتړ وکړي پاچا ممکن امر کړی وي چې د هغه کارګران دې له دې کبله د ده تر څنګ ښخ شي، چې دا له دوی سره د پاچا د وفادارۍ او د نه طبقاتي تبعیض یوه نښه وه، کټ مټ لکه دده درباریانو هم چې دا کار کاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
رمضان عبده علي په خپل تحقیق کې زیاتوي: "په دې مقبرو کې یوه نانوایي وموندل شوه، چېرې چې د دې مقبرو مسوولینو کسانو هلته وچه ډوډۍ پخوله او پر کارګرو یې له هوږې او پیازو سره وېشله. همدارنګه داسې خټیت قابونه وموندل شول چې کارګرو ته به پکې خواړه ورکول کېدل."
هغه زیاتوي: "د دې مقبرو ختیځ لور ته د دوو کليو پاتې شوني وموندل شول. په یوه کلي کې کارګرانو او په بل کې هنرمنانو او څارونکو ژوند کاوه."
د دې حقیقتونو پراساس، ثابتېږي چې د هرم د جوړولو مسوول حکومت هرې درې میاشتې وروسته کارګر بدلول، چې هغوی له اصلي کارونو لکه د زراعت د چارو سره ګډوډي نه شي. همدارنګه د کارګرو په مقبرو کې د مړیو پاتې شوني موندل شوي چې ښيي چې د کار په جریان کې ځینې یې ټپیان شوي او تر درملنې لاندې وو. د ځینو زخمي شویو کارګرانو حتی جراحي عملیات هم شوي وو چې د هغوی د ماتو شویو غړو درملنه وکړي، دا د دې څرګندونه کوي چې دولت د دې کارګرو لپاره یو صحي سیستم برابر کړی و.
مصریانو خپل هرمونه د خپلو پاچاهانو لپاره د تلپاتې ژوند د ډاډ ترلاسه کولو لپاره جوړ کړل، د یوې پیچلې او متقابلې مذهبي عقیدې سره سم. دوی د یوې داسې ودانۍ استازیتوب کاوه چې معمارۍ، مذهبي او فلسفي دندې سره یوځای کوي. د دوی لپاره، دا یوازې د ښار له حدودو بهر د صحرا په زړه کې جوړې شوې لویې ودانۍ نه وې. بلکې دوی یو تمدني لید او ژور مذهبي لید څرګندونه وه. دوی په ورته وخت کې یو قبر، یو معبد، یو سمبول او اسمان ته لاره وه.