د هند لسو مساپر وړونکو الوتکو کې د بمونو د موجودیت ناسم رپوټونه؛ ګڼې الوتنې ځنډول شوې

تېرو دوو ورځو کې د هند هوايي شرکتونو اړوند په لږترلږه لسو مساپر وړونکو الوتکو کې د بمونو د موجودیت ناسمو مالوماتو نه یوازې دا چې د نړۍ بېلابېلو هوايي ډګرونو کې الوتنې ځنډولې بلکې د ځینو الوتکو لوري یا مسیرونه هم بدل شوي دي.

د سینګاپور هوايي‌ ځواک سې‌شنبه د دې لپاره خپل دوه جنګي جټونه هوا ته پورته کړل، چې د اېنډیا اېکسپرېس هوايي شرکت یوه مساپر وړونکې الوتکه له استوګنیزو سیمو بل خوا تګ ته اړباسي.‌

په دې الوتکه کې هم د بم د موجودیت ناسم خبر ورکړل شوی و.

تر دې څو ساعته ورمخکې له ډيلي څخه شیکاګو ته یوه روانه مساپر وړونکې الوتکه په احتیاطي ډول د کاناډا په یوه هوايي‌ ډګر کې ناستې ته اړوتې وه.‌

د هند په مساپر وړونکو الوتکو کې د بمونو د موجودیت ناسمې ګنګوسې نوې نه دي، خو روښانه نه ده چې له دوشنبې دغه رپوټونه ولې ناڅاپه زیات شول.

بي‌بي‌سي هڅه وکړه چې په دې تړاو د هند د ملکي‌هوايي چلن د امنیت د لوی ریاست غبرګون هم ولري، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.‌

پر 'ایر اېنډیا' سربېره انډي‌ګو، 'سپایس جېټ' او اکاسا فلایټس شرکتونو ته هم د دوی په الوتکو کې د بمونو د موجودیت غلط مالومات ورکړل شوي وو.

دوشنبه له ممبی د دریېو ترسره شویو نړیوالو الوتنو لوري تر هغې وروسته واړول شول، چې د اېکس (پخوني ټویټر) له یوه ناپېژاند حسابه د ورانکارۍ خبرداری ترلاسه شو.

پولیسو په دې تړاو د څېړنو په لړ کې یو کم عمره کس نیولی دی.

سې‌شنبه د ایر اېنډیا د دوو مساپرو وړونکو الوتکو په ګډون څلورو نورو الوتکو ته د اېکس له یوه بل اکونټه ورته خبرداری ورکړل شو، خو وروسته د خواله رسنۍ دا حساب بند شو.

د اېکس له دغه اکونټ د خپاره شوي پیغام سکرین شاټ چې پولیس او هوايي شرکتونه هم پکې ټګ شوي، پر خواله رسنیو لاس په لاس کېږي.

ایر اېنډا ویلي، له چارواکو سره په دغه کار کې د ښکېلو کسانو پېژندلو کې مرسته کوي او دا چې د تورنو خلاف به قانوني ګامونه واخیستل شي.

د هند په مساپر وړونکو الوتکو کې د احتمالي ورانکارۍ د هر ډول اطلاع له خپرېدو سره سم د الوتنو د څار، پولیسو، بم شنډولو، امبولانسونو او روغتیا ادارې متحرکې کېږي.

د داسې خبرونو له خپرېدو سره له الوتکو د مساپرو سامانونه کښته او بیا له سره تلاشي کېږي.

د انجنیرۍ او امنیت ټیمونه هم له الوتنې مخکې الوتکه بیا له سره ګوري.‌

له دې کبله په الوتنو کې ځنډ هوايي شرکتونو او امنیتي ادارو ته د زرګونو ډالرو زیان اړوي.

چې کله په نړیوالو الوتنو کې د بمونو او ورانکارۍ د احتمال خبر ترلاسه شي، نو په سینګاپور او کانډا کې د دغو وروستیو الوتنو په څېر یې لوري او مسیرونه بدلېږي.

د سینګاپور دفاع وزیر سې‌شنبه وویل، چې د دوی دوو جنګي جټونو د اېنډیا اېکسپرېس مساپر وړونکې الوتکه د ملکي استوګنې له سیمې لېرې چانګي هوايي ډګر کې کښته کړه.‌

دا الوتکه د هند له مدورایی ښاره سینګاپور ته الوتې وه.