افغانستان بانک وايي د افغانۍ ارزښت لوړ شوی؛ لامل یې څه دی؟

  • Author, عنایت‌الحق یاسیني
  • دنده, بي‌بي‌سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په تېرو شپږو میاشتو کې درې سلنه او ددولسو میاشتو کې څه باندې ۱۷ سلنه لوړ شوی دی.

د افغانستان بانک یې لامل د پولي تګلارې ښه عملي کول او بهر ته د ډالرو د قاچاق مخنیوی ښودلی دی.

یو شمېر افغان صرافان د دې ترڅنګ پر افغانیو د راکړې ورکړې زیاتېدل هم د افغانۍ د ارزښت په ښه کېدو کې مهم ګڼي.‌

دوی وايي، چې له دې سره بازار کې د ورځنیو اړینو توکو پر بیو هم اغېز شوی دی.‌

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط راوروسته تېرو درېیو کلونو کې افغانۍ د تمې خلاف د بهرنیو اسعارو، په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت نه یوازې ساتلی بلکې یو څه ښه شوی هم دی.

د ۲۰۲۱ کال کې اګست کې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ارزښت پام وړ بایللی و، خو وروسته یې د بېلابېلو علتونو له امله نه یوازې ثبات پیدا کړ بلکې ارزښت کې یې یو څه ښه والی هم راغی.‌

د افغانستان بانک چارواکي په دې برخه کې خپل ګامونه تر ټولو زیات اغېزناک بولي.

د دغه بانک ویاند رسنیو ته ویلي، د ډالرو د قاچاق د مخنيوي په ګډون په ښه توګه د پولي سیاست پلي کولو سره پر دې توانېدلي چې افغانۍ لا ارزښتمنه کړي.

کابل کې د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې مشر بهرام خان ځدراڼ راته وویل، چې پر افغانیو راکړې ورکړې هم پر افغانۍ د خلکو باور ډېر کړی دی.‌

د افغانیو د ثبات او ارزښت د زیاتېدو علت که هر څه وي، خو د توکو د بیو ټیټېدو کې هم رول لري.

ښاغلی ځدران وايي د افغانۍ د ارزښت باثباته پاتې کېدو لپاره باید هڅې دوام ومومي.‌

اقتصاد پوهان دا ګامونه اغېزناک ګڼي خو وايي، افغانستان کې بشري فعالیتونو لپاره د نړیوالې ټولنې نغدي مرستې هم د افغانیو په ثبات کې لویه ونډه لري.‌

له کورونا وبا وروسته توله نړۍ کې اقتصاد له ستونزو سره مخامخ و او ډېرو هېوادنو له کارنده ګامونو سره خپلې ستونزې کمې کړې.‌

افغانستان د نړیوالو محدودیتونو له امله په سوداګریزه راکړه ورکړه کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی.‌

د ډېرو په اند د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره د نورو ګامونو ترڅنګ له نړیوالو سره سوداګریزې او سیاسي راشه درشې ته هم اړتیا ده.