هند د بریتانوي استعمار د پېر ودانۍ د پارلمان پر نوې ودانۍ بدلوي

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د دغه هېواد د پارلمان نوې ودانۍ د اپوزیسیون او ډېر شمېر ګوندونو د نیوکو او بایکاټ سربېره پرانیستله.

د پرانستلو په مراسمو کې د هند د اوسني حکومت ډېری سیالیو ګوندونو ګډون ونه کړ.

دوی غوښتل د هند ولسمشر د ښاغلي مودي پر ځای د پارلمان دا نوې ودانۍ پرانیزي.

د هند د پارلمان پخوانۍ ودانۍ، چې په دغه هېواد کې د بریتانوي استعمار له دورې سره تړاو لري او نژدې یوه پېړۍ پخوانۍ ودانۍ ده، د موزیم لپاره ځانګړې شوې.

ښاغلي مودي په دې پرانیست غونډه کې وویل: "دا يوازې يوه ودانۍ نه ده. دا د یو میلیاردو څلور سوه میلیونه هندیانو د هیلو انعکاس دی. دا زموږ د ډیموکراسۍ معبد دی او نړۍ ته د هند د هوډ پیغام په ډاګه کوي."

د ځینو لویو ګوندونو مخالفت

د هند د اوسني حکومت پر وړاندې د لوی ګوند او اپوزیسیون مشر راول ګاندي خپل ټویټ کې لیکلي: "ښاغلي مودي د پارلمان پرانیسته په دا ډول وکړه لکه د تاج پوښۍ غونډه چې وي."

تېره اونۍ د هند ۱۹ ګوندونو د پارلمان پرانیست غونډه بایکاټ کړه.

دوی د ښاغلي مودي پر حکومت نیوکه وکړه، چې د هند تر ټولو لوړ پوړی رسمي چارواکی ولسمشر دروپادي مورمو څخه یې د پرانیستلو غوښتنه نه ده کړې.

د هند په قانون کې د هند ولسمشر تر ټولو لوړ پوړی رسمي چارواکی دی او لومړی وزیر د هند تر ټولو لوړ اجرائیوي مشر دی.

خو د بهارتیا جنتا ګوند (BJP) وايي، چې د اپوزیسیون لخوا د مراسمو بایکاټ کول "ډیموکراسي ته سپکاوی" دی.

د سرو زرو امسا

ښاغلي مودي د هند د پارلمان په ودانۍ کې د سرو زرو امسا هم کېښوده.

د هند دولت دا امسا یوه تاریخي او سپېڅلې امسا په توګه پېژني، چې د سنګول په نوم یې یادوي.

ښاغلي مودي وویل، په نوې ودانۍ کې د "مقدسې امسا " شتون د پارلمان وکیلانو ته الهام بخښونکې ده.

حکومتي چارواکي وايي، د سرو زرو امسا د هند لومړي وزیر جواهر لال نهرو ته د مشهورو هندو مذهبي مشرانو ډلې ورکړې وه.

د حکومت په وینا، سنګول د انګریزانو لخوا هند ته د اګست په ۱۴مه ۱۹۴۷ کال کې د واک د لیږد سمبول دی.

خو بله خوا مخالف ګوندونه وايي، چې د امسا په اړه د حکومت ادعاګانې هسې اغراق دی.

د پارلمان نوې څلور پوړیزه ودانۍ د پخوانۍ ودانۍ مخامخ جوړه شوې چې ۱۱۷٫۱ میلیون ډالره لګښت پرې راغلی دی.

دا ودانۍ له پخوانۍ ودانۍ څخه ډېره لویه ده او د ۱۲۷۲ وکیلانو د ځایېدو شونتیا په کې ده.

شنونکي وايي، روانه سیاسي شخړه یو کړکېچن چاپېریال منعکس وي، چې د هند واکمن ګوند او اپوزیسیون نشي کولی په ډېرو مسلو موافقې ته ورسېږي.

انډین ایکسپریس ورځپاڼې لیکلي، چې دواړه لوري باید د خپلو اختلافاتو د هوارولو لپاره یوه لاره ولټوي او باید دا کار وکړي ځکه که داسې ونه کړي نو تاریخ به یې ونه بخښي.