د پاکستان د کرېکټ پخواني لوبډلمشر شعیب ملک بل واده، او په اړه یې غبرګونونه

د پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او مشهور الراونډر شعیب ملک او پاکستانۍ مشهورې هنرمندې ثنا جاوېد نن شنبه (د جنورۍ په شلمه) د ټولنیزو رسنیو له لارې د واده اعلان کړی دی.

شعیب ملک له ثنا جاوېد نومي هنرمندې سره د واده په کالیو کې د دوه انځورونو له خپرولو سره "الحمد الله" او د ګډ ژوندانه (واده) په اړه د قرآن پاک د ایت یوه برخه لیکلي، خو په دې اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.

ثنا جاوېد هم د نوموړي دا تصویرونه بیا خپاره کړې دي.

نن شنبه د دغې جوړې دا ډول ښکاره کېدو پاکستان او هند کې ګڼ خلک حیران کړي او په ټولنیزو رسنیو یې په اړه ګڼ بحثونه راپارېدلي دي.

ځینو دوی ته د نوي ژوند مبارکي ویلي، خو ډېرو نورو ته د ثانیه مرزا سره د شعیب ملک او له ثنا جاوېد سره د عمیر جسوال د ژوند او طلاق په اړه پوښتنې دي.

د بېلابېلو رسنیو د معلوماتو پر بنسټ د ثنا جاوېد او شعیب ملک واده څو ورځې مخکې کراچۍ کې شوی خو دوی دا موضوع نن رسنیزه کړه.

په ورته مهال د شعیب ملک او ثانیه مرزا د جلا کېدو کیسه نا معلومه ده او په اړه یې پرېکنده څه نه دي ویل شوي خو د دوی دواړو د طلاق په اړه ګونګوسې له وړاندې خپرې شوې دي.

ثانیه مرزا څو ورځې وړاندې، په ډېر ګومان هغه مهال چې شعیب ملک بل واده کاوه، پخپله انسټګرام پاڼه له یوه انځور سره چې سترګې یې پکې پټې کړې لیکلي، "کله چې دې یو څه د زړه سکون زیانمنوي، پرېږده چې لاړ شي."

د ډېرو په ګومان هغه د شعیب ملک له ځینو کړنو ناراضه وه.

د یادونې ده چې شعیب ملک او د ټېنس لوبو مشهورې هندۍ لوبغاړې ثانیه مرزا په ۲۰۱۰ کال کې له یوه بل سره واده کړی و او په ۲۰۱۸م کال کې یې زوی هم پیدا شوی دی.

د دوی زوی اذهان مرزا ملک نومېږي چې ډېر وخت له ثانیې میرزا سره وي.

له تېرو شاوخوا دوه کالونو راهیسې د ددوی دواړو د طلاق اوازې ګرمې وې خو دواړو دغو مشهورو لوبغاړو د رسمي طلاق په اړه ډېر واضح څه نه و ویلي.

په ورته مهال هغې مېرمنې چې اوس یې له شعیب ملک سره ګډ انځورونه اخیستي، په ۲۰۲۰م کال کې له یوه پاکستاني هنرمند عمیر جسوال سره واده کړی و.

د ۲۰۲۳م کال نومبر کې د ثنا جاوید او جسوال د بېرته جلا والي اوازې خپرې شوې وې خو هیڅ لوري په دې اړه واضح څه نه و ویلي.

د کورنیو غبرګونونه

د رپوټونو پر بنسټ د کرېکټر شعیب ملک کورنۍ له ثانیه مرزا څخه د هغه له جلاوالي سره مخالفه وه او د شعیب ملک د دویم واده په مراسمو کې یې ګډون نه دی کړی.

پاکستاني جیو نیوز تلویزیون له ځینو خلکو او د شعیب ملک د کورنۍ له ځينو غړو سره د مرکو پر بنسټ ویلي "د شعیب ملک د کورنۍ هیڅ کوم غړي د هغه په دویم واده کې ګډون نه دی کړی، کورنۍ یې په دې کار ډېره خواشیني ده."

پاکستاني رسنیو لیکلي، "د شعیب ملک کورنۍ له ثانیه مرزا څخه د هغه په جلاوالي خپه ده."

د هندي رسنیو پر بنسټ د هندوې ثانیه مرزا پلار هم په دې اړه غږیدلی او په وینا یې 'دوی خلع کړي' یعنې ثانیه مرزا له شعیب ملک څخه طلاق غوښتی دی.

په ورته مهال په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼو پاکستانیانو دا موضوع ټرېنډ کړي او په اړه یې نظرونه څرګندوي.

د دوی له منځه د مینها په نوم د اېنسټاګرام یوې کاروونکي لیکلي "ثانیه مرزا له خپل ټول نظام او هېواد سره د شعیب ملک په خاطر ټکر او جګړه وکړه خو اوس هماغه شعیب ملک له ثنا جاوید سره واده وکړ."

په ۲۰۱۰م کال کې د دوی واده پر مهال هم په هند او پاکستان کې د دوی دا پیوستون د ډېرو په خوله و او اوس چې شعیب ملک نوي انځورونه خپاره کړې هم ډېر ورته له بېلابېلو لورو ګوري.