فېسبوک ولې د ملي رادیو تلوېزیون پاڼې بندې کړې؟
د فېسبوک ادارې د افغانستان ملي رادیو تلوېزیون یا (RTA) پښتو او دري فېسبوک پانې تړلې دي.
د ملي رادیو تلوېزیون مشر احمد الله وثیق بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، دوی نه پوهېږي چې فېسبوک ولې دا پاڼې بندې کړې دي.
ښاغلی وثیق وايي چې د دغه تلوېزیون د فېسبوک د تړل شویو حسابونو بیا فعالولو لپاره یې د فېسبوک له ادارې سره اړیکې پیل کړې دي چې ژر دا پاڼې بېرته فعالې شي او وايي چې فېسبوک باید د وینا ازادۍ ته ژمن پاتې شي.
دی وايي، فېسبوک باید ملي راډیو تلوېزیون ته د یوې ملي ادارې په سترګه وګوري چې په وینا یې دا تلوېزیون د ولس غږی دی چې ستونزې تر هېوادوالو او نړۍ پورې رسوي.
د ویلو ده چې څه موده مخکې طالبانو د ملي رادیو تلوېزیون لوګو (نښان) چې (ملي) توري یې له دریو (تور، سور، او زرغون) رنګونو جوړ و، بدل کړ او یوازې په سپین رنګ یې پرېښود.