کورونا وېروس؛ افغانستان کې تازه ۱۳۳ مثبت پېښې ثبت شوې
افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت وایي، هېواد کې یې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۶۳ ته رسېدلی دی. دغه وزارت ويلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کورونا ۱۳۳ نور کسان اخته شوي چې ۲۵ یې هرات کې وو.
دوی وایي، تر دې دمه له کورونا ویروس ۴۷ کسان مړه شوي، او ۲۰۶ نور بيا روغ شوي دي.پاکستان کې بيا په کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر له ۱۲ زرو اوښتی، ۲۵۶ کسان ترې مړه شوي، داسې حال کې چې ۲۷۶۰ نور بيا روغ شوي دي.
خيبر پښتونخوا لا هم په ۸۹ مرګونو د نورو صوبو پرتله ډېرې مړينې لري. د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د کورونا ويروس پر وړاندې مبارزه کې به یې ښاربنديز د مې تر ۹ مې روان وي.
د روغتيا نړيوال سازمان بيا ويلي هغه خلک چې له کورونا ويروسه رغېدلي ښايي بيا پرې له اخته کېدو خوندي نه وي. دغه سازمان وايي اوس مهال هېڅ داسې بېلګه نه شته چې وښيي هغه وګړي چې انټيباډي لري له دوهم ځل اخته کېدو خوندي دي.
په نړيواله کچه په دې ويروس د اخته کسانو شمېر له دوو ميليونو او ۸۲۲ زرو اوښتنی، او د مړينو شمېر يې هم ۲ سوو زرو ته ورنژدې کېږي.