''کابل کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېره ورځ په ورځ لوړېږي''
افغانستان د روغتيا وزارت وايي، تېره يوه ورځ کې ۸۴ پېښې ثبت شوې، چې ډېرې یې کابل وې. چارواکو خبرداری ورکړی چې پلازمېنه کابل کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېره ورځ په ورځ لوړېږي، او په وينا يې که خلک احتیاطي تدبیرونو ته پام ونه کړي دا ګڼ میشته ښار ښايي له يو بشري ناورین سره مخامخ شي. افغان عامې روغتیا وزارت وایې هېواد کې يې د ټولو مثبتو پېښو شمېر یولس سوه او ۴۳ ته رسېدلی دی، تر دې مهاله ترې ټولټال څلوېښت کسان مړه شوي او ۱۶۶ نور روغ شوي دي.
پاکستان کې بيا په کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر لس زره او ۶۹ ته رسېدلی، ۲۱۲ ترې مړه شوي او له ۲۲۰۰ ډېر نور روغ شوی دي. د مړينو ډېر شمېر يې خيبر پښتونخوا کې و، چې اتيا کسات ترې مړه شوي دي.
په نړيواله کچه په کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر نژدې دوو ميليونو او ۶ سوه زرو ته رسېدلی، ټولټال نژدې ۱۷۹ زره ترې مړه شوي، خو له ۶۹۵ زرو ډېر نو بيا رغېدلي دي.