برېښنا شرکت: ازبکستان پر افغانستان د برېښنا بندولو ګواښ کړی

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، اوس د اقتصادي ننګونو له امله د وارداتي برېښنا پیسې پر وخت نشي ورکولی. د یاد شرکت په خبره، ازبکستان خبرداری ورکړی چې که پیسې په وخت ورنکړي د برېښنا جريان پرې غوڅوي.

خو افغان حکومت وايي، هېواد ته د ورتلونکې وارداتي برېښنا د پرې کېدو مخنیوي لپاره "برېښنا" شرکت ته د مالي سرچينو پر برابرولو کار کوي.

د افغانستان ماليې وزارت وايي، برېښنا شرکت ته د حکومتي ادارو د پورونو پر ورکړه کار روان دی.

د یاد وزارت په وینا، له هغو ګاونډیو هېوادونو سره هم خبرې کوي چې پر وخت د پیسو د نه ورکړې په صورت کې يې پر افغانستان د برېښنا د پرې کولو ګواښ کړی.

د برېښنا شرکت وايي، له يوې خوا د کورونا ویروس د خپرېدو له وېرې د لګېدلو محدودیتونو له امله يې عواید کم شوي، او له بلې خوا يې دولت او صنعتي کاروبارونه پورونه نه ورکوي.

خو د افغانستان د مالیې وزارت وياند شمروزخان مسجدي وايي حکومت افغانستان ته د برېښنا له صادروونکو ګاونډیو هېوادونو سره خبرې کوي چې د برېښنا د پیسو ځنډ ورسره ومني.

ښاغلی مسجدي زیاتوي، د مالیې وزارت له نړیوالو مرستندویانو سره هم کار کوي چې برېښنا شرکت ته د دولت د پور ورکړه شونې کړي.

ښاغلی مسجدي زیاتوي سره له دې چې له کورونا رنځ سره د مبارزې لپاره حکومتي بودجه لا له وړاندې له فشار سره مخ ده، هڅه کوي چې پر حکومتي ادارو د برېښنا شرکت پورونه هم سپک کړي.

د ازبکستان برېښنا د پلازمينې کابل په ګډون له لسو ډېرو ولایتونو ته ځي.

افغانستان اتیا سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو پېري چې هر کال نږدې ۳۰۰ مېلیونه ډالره دغو هېوادونو ته ورکوي.

د برېښنا شرکت په وینا هره میاشت ۲۵ مېلیونه ډالره تاجکستان، ازبکستان او ایران ته د دغې برېښنا په بدل کې ورکوي، چې په دې کې ازبکستان ته دا پیسې مخکې له مخکې ورکول کېږي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي هره میاشت باید له دوو مېلیاردو افغانۍ راټولې کړي، خو وايي اوس د کورونا ویروس د خپرېدو له امله د دوی عوايد شپېته سلنه ټيټ شوي او حکومت يې هم شاوخوا پنځه مېلیاره افغانۍ پوروړی دی.

د دغه پور ډېره برخه پر کورنیو چارو او دفاع وزارتونو دي چې مالیې وزارت وايي د نړیوالو همکارانو په مرسته دا پیسې ورته برابروي.

بل لور ته د کابل ځینې اوسېدونکي بيا وايي په دې وروستیو کې د دوی بېلونه هم پام وړ ډېر شوي.

د کابل یو اوسېدونکی احمد رشاد احرار وايي د تېرو میاشتو پر تله يې دا میاشت د برېښنا بېل څو برابره ډېر راغلی.

خو برېښنا شرکت دا د تېر ژمي پر مهال د برېښنا د ډېر لګښت پایله ګڼي.

یاد شرکت وايي د افغانستان نږدې ۳۵ سلنه خلک برېښنا ته لاسرسی لري.

اوسمهال افغانستان کې د کارېدونکې برېښنا نږدې اتیا سلنه له ګاونډیو هېوادونو او یوازې شل سلنه په کور دننه توليدولی شي.