افغان حکومت: د کانګو ناروغۍ نه ځان وساتئ

  • Author, محمد امین کمالپوري
  • دنده, بي بي سي

د لوی اختر له را رسېدو سره سم د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې پر خلکو غږ کړی چې د قربانۍ پر مهال دې د څارویو وینه په ځمکه کې ښخه کړي. په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت هم د لوی اختر د قربانیو په مناسبت د عامه پوهاوي لړۍ پیل کړې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د څار برخې مشر نېک محمد بي بي سي ته ویلي چې د دغه کار لپاره یې یوه نوې طرحه جوړه کړې چې له مخې به یې په ښارونو کې د څارویو د حلالولو لپاره ځایونه ځانګړي کړي.

دی وايي: "د کابل ښار په څلورو څنډو کې او همدارنګه په نورو لویو ښارونو کې ګنج او مسلخ (چېرته چې څاروي پلورل کېږي او حلالېږي) دواړه ځایونه څنګ په څنګ وي چې یو تن څاروی واخلي او تر څنګ یې ذبحه کړي، څو ښارته د څارویو د راتګ مخنیوی وشي."

د هغه په خبره، د حلالې لپاره د کابل ښار په څنډو کې د ځایونو مشخصولو یوه کمېټه جوړه شوې ده.

بل خوا د افغانستان د روغتیا وزارت د کرېمیايي کانګو په نامه ویروسي ناروغۍ د خپرېدا د مخنیوي لپاره د لوی اختر په درشل کې د پوهاوي ځانګړی کمپاین پیل کړی دی.

دغه وینه بهوونکې ناروغي د څارویو له لارې انسانانو ته لېږدېږي چې په لوی اختر کې یې د خپرېدو وېره ډېره وي.

سږکال یې وار له مخه په ځینو سیمو کې د خپرېدو په اړه رپوټونه ورکړل شوي او یوازې په هرات کې یې له کبله شپږو کسانو ژوند بایللی دی.

کانګو یا د وینې بهونکې تبې یوه وژونکې ناروغي ده، ډاکټران وايي، په دې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي لپاره باید د څارویو سره د مخ کېدو پر وخت دستکشې، ماسک، موزې او سپینه چپنه واغوستل شي.

د دې ناروغۍ ویروس د څارویو د کنې په واسطه د انسان بدن ته ننوځي.

تبه، سردرد، د ستونې درد او خپګان د دې ناروغۍ نښې بلل کېږي.

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه په دې ناروغۍ ۹۱ کسان اخته شوي چې له ډلې ۶ تنه مړه شوي.

د رسمي شمېرو له مخې ټول افغانستان کې سږکال تر اوسه ۲۵۴ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نن شنبه د عرفې ورځ ده او سبا یکشنبه د اګسټ ۱۱مه نېټه د لوی اختر ورځ ده او د نړۍ مسلمان به د قربانیو لپاره څاروي وپیري.