عرب سرمشريزه؛ د سوريايي کډوالو حالت

د ویډیو تشریح، عرب سرمشريزه؛ د سوريايي کډوالو حالت

عرب سرمشريزه د سعودي جده کې جوړه شوې وه، عرب مشرانو په کې د سوريې ولسمشر بشار الاسد هرکلی وکړ، ۱۲ کاله وروسته له هغه د ډيموکراسۍ پلوه احتجاجونو ظالمانه ځپنې پر سر ترې ايستل شوی و.

د ۲۰۱۱ کال مارچ کې چې د سوريې کورنۍ جګړه پيل شوه، له امله يې سلګونه زره خلک ووژل شول، او په ميليونونو نور له خپلو مېنو وتلو ته اړ شول.

خو پرون د جدې سرمشريزه کې د وينا پر مهال ښاغلي اسد د لا ډېرې سيمه ييزې همکارۍ غږ وکړ. د بي بي سي نړيوالو چارو خبريال جېرېمې بووېن پرې راپور رالېږلی.