چین کې لاریونونه لویو ښارونو ته غځېدلي؛ د بي بي سي يوه خبريال نيول کېدل

د کووېډ‌ ۱۹ محدودیتونو له امله په چین کې اوس لاریونونه لویو ښارونو ته غځېدلي‌ دي. دا په داسې حال کې ده چې پوليسو په شانګهای کې د بي بي سي يو خبريال د حکومت ضد لاريونو د پوښښ پر مهال وهلی او د لنډې مودې لپاره بندي کړی دی.

اېډ لاورنس د يکشنبې په ورځ د پوليسو له خوا نيول شوی او د څو ساعتونو لپاره په توقيف کې و.

په چين کې لاریونیان د کورونا وېروس خپرېدا کابو کولو په موخه د سختو تدبيرونو پای ته رسولو غوښتنه کوي.

لاريون کوونکو د دغه هېواد د مشر شي جين پينګ او واکمن کمونست ګوند پر ضد شعارونه ورکوي او د ښاغلي شي استعفا غواړي.

پر ټولنیزو رسنیو د چین د لاریونونو خپرې شوې ویډیوګاني ښي ، د اعتراضونو په دویمه ورځ زرګونه کسان په واټونو کې د راټولېدو په حال کې دي.

تر ټولو ستر لاریونونه په شانګهای کې شوې ، چې د چین تر ټولو لوی ښار او د نړۍ مهم مالي مرکز بلل کېږي. خو په ورته وخت کې دغه مظاهرې د چین د ځینو نورو ښارونو په ګډون په اوهان کې هم پراخې شوې دي.

اوهان هغه ښار دی، چې درې کاله وړاندي د نړۍ د کوویډ ۱۹ لومړۍ پېښه په کي ثبت شوه.

ویل کیږي پولیسو تر ډیره حده خلکو ته د لاریونونو اجازه ورکړې، خو په عین حال کې یې په وروستیو ورځو کې یو شمیر لاریونیان نیولي هم دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د لاریون کوونکو پر وړاندي د چارواکو د غبرګون په اړه اندېښمن دی او د دغه هېواد له چارواکو یې غوښتي، د هغو ټولو کسانو د ځای او وضعیت په اړه وضاحت ورکړي، چې په تېرو دوو ورځو کې نیول شوي دي.

په پلازمېنه بیجینګ کې بیا لاریون کوونکي د هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې په تېرو دوو ورځو کې د لاریونونو پر مهال د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

په چین کې دا ډول لاریونونه او شعارونه غیر معمولي او یا هم کم ساري دي. په دې هېواد کې پر حکومت او ولسمشر مخامخ نیوکې د سختو مجازاتو لامل کېدای شي.

له مظاهره چیانو سره د پولیسو د نښتو او د هغوی د نیولو ویډیوګانې او رپوټونه هم خپاره شوي دي.

د بشري‌ حقونو اندېښنې

په واشنګټن کې د بشري حقونو د څار ادارې د چین د برخي مشره سوپي ریچارډسون وایې دا یو "د پام وړ پرمختګ" دی.‌

نوموړې زیاتوي، دا د چینایي چارواکو مسؤلیت دی چې د ټولو هغو خلکو ځای او وضعیت روښانه کړي چې دوی په تېرو څو ورځو کې د لاریونونو پر مهال نیولي دي.

د لندن په اکسفورډ پوهنتون کې د چین د څانګي مشر پروفیسور رانا میتر په دې باور دی چې لاریونونه د کوویډ ۱۹ پر وړاندې د حکومت له پالیسۍ څخه د خلکو ستړیا ښیې.

چینايي چارواکي هره ورځ د کوویډ د ۲۵ زره نوي قضیې رپوټ‌ ورکوي. دا شمېر د حکومت د "صفر کوویډ" تګلاري سره سره خورا لوړه ده.

د "صفر کوویډ" پالیسي د شي جین پینګ له پلانونو څخه ده ، چې دې وروستیو کې ویلي و په هېڅ ډول به یې له عملي کولو نه په شا نه شي.

کتونکي وايي داسې ښکاري چې حکومت د کورونا وېروس خپرېدا کابو کولو په موخه د سختو تدبيرونو له کبله مخ په زیاتېدونکي ناخوښي له پامه غورځوي.